Banare

افلاطون څوک وو(427-347 ق.م)

30.12.2009 11:34

افلاطون چې د یونان د فلسفې هغه د اوج ټکی خپل ځان ته ځانګړی کړی، هغه د سقراط شاګرد او د ارسطو معلم وو.هغه د ځواني په مهال د سقراط د اندونو تر اغیزې لاندې راغی  او وروسته یې فلسفي خبرې په لیکې بڼه ولیکلې چې مونږ د هغه له طریقه سقراط پيژنو.په اصل کې د ده ډيری مضامین د ارسطو د اندونو شرحه ده.

افلاطون په یوه اشرافي کورنی چې ورته ښاري دولت(City-state) وايي په آتن کې وزیږید پلاریې د یونان د پوخواني دولت یو منل شوی کس وو او مور یې د یوه قانون جوړونکي لور وه،دی لا ماشوم وو چې پلار یې مړ شو او مور یې د یو سیاست پوه سره بیاځلې واده وکړ. او د تاوتریخواله څخه په یوه ډکه زمانه کې یې سترګې پرانستې.آتن له خپل همسایه اسپارت سره د جګړې په حال کې وو او په همدې ترڅ کې یې ټولینزو،سیاسي،اخلاقي او نورو ستونزو ته هم په خپله لمن کې ځای ور کړی وو.د افلاطون خپل، خپلوان د حاکمو هییتونو د ځاي په ځای کولو کې ډير مهم رول در لود.نوي حکومت غوښتل چې ترڅو سقراط هم په خپلو چارو کې ښکیل کړي چې په دې لړ کې دا لړی د ګڼ شمیر ستونزو سره مل وه چې د وروسته د سقراط په مرګ او بیا بندي کولو او وژلو پای ته ورسیده.افلاطون د دې پيښې په اړه په خپل لیک کې کاږي(کله مې چې دا پيښه او دې ته وره پيښې مې په خپلو سترګو ولیدلې د کرکې څخه په ډک نظر مې د دې ډول پيښو څخه ځان یو لورې ته کړ).

د افلاطون د ژوند په اړه کره مالومات په لاس کې نشته، هغه څه چې د ده په اړه د ده ژوند لیکونکو او یا هغه چا چې دی په خپلو لیکنو کې یاد کړی یو د بل سره ډير توپير لري افلاطون له دیرش کلن وو چې سقراط وو مړ، له ډير وخت نه وو تیر چې افلاطون د سقراط د نورو مریدانوسره یوځای مصر او سیسیل ته لاړ،دلته ویل کیږي چې دی مصر ایټالیا ته د دې لپاره لاړ چې د ده ژوند ته څه ګواښ وو،خو کیدای شي چې سیسل ته د افلاطون د دې سفر لامل داوي تر څو د فیثاغورثیانو سره مناظره وکړي نو د دې له امله یې د فلسفي مسایلو سره  ډيءه مینه پيدا شوه. کله چې د ۳۸۵ ق،م کال کې بیرته آتن ته راغی نو یې په خپل نوم د څيړنې او زدکړې یو ښونځي پرانیست په شپته کلني کې د ده څخه غوښتنه وشه چې سیراکوز ته لاړ شي او د دې سیمې ځوان زمامدار دوهم دیوني زیوس ته علم وښيي، هغه دا غوښتنه وومنله خو ډير ژر یې دا وموندله چې دی یو ډير خطرناک سیاسي ځای ته د نیژدې کیدو په حال کې ده او کیدای شي چې په څو راتلونکو کلونو کې ډيرې سیاسي دسیسې جوړې شي.څو څو ځله یې د ده د وژنې قصدونه وکړل خو یو یې هم بریالی نه شو، ځکه چې دیون هغه لومړنی کس وو چې د افلاطون څخه یې غوښتي وو  تر څو مستبد پاچا سیراکوز ته د انساني لارې ښونې وکړي په خبله ووژل شو.دغه ټولې د شرارت څخه ډکې پيښې او اوږدې پيښې د جمهوریت د کتاب د لیکونکي لپاره تر ټولو ترخې تجربې وې.

د افلاطون اثار کولای شو په دریو برخو وویشو.لومړۍ برخه یې چې ډيری یې لومړنۍ خبرې دي او پکې ډيره غوره اخلاقو، د سرښندنې د فضیلتونو د غوره والي او د تقوا په اړه دي.دوهمه برخه یې چې د جمهوریت څخه تشکیل شوې چې د افلاطون د عقایدو او اندونو د پرمختګ ښودنه کوي: لکه د بیلګو اندونه، د علم او معرفت اندونه چې د اندونو او بیلګو سره اړیکې لري.دریمه برخهد افلاطون لیکنې او د ده مختلف کړه وړه د دې مکالماتو ویه برخه د منطق علم ته د هغه پاملرنه او د یوه ډيالیکټيک روش چې (راټولونه او ویشنه نومیږي)‎ چې دا پکې شتون لري.او دا څرګنده وي چې څنګه د یو کلي څيز په اړه څيړنه وکړي ترڅو د هغه هره برخ د ویش سره سمه وڅيړي، نو د دې څخه دا جوتیږي چې د ده د اثارو د قوانینیو،سیاستمدار،وفیلي بوس د ده هغه اثار چې چې په ډيره فني او سمه توګه لیکل شوي دي کولای شو په دریمه ډله کې وګڼو.د افلاطون د مرګ څخه په وروسته سلیزو کې د افلاطون فلسفه یعنی نوې افلاطون ګرايي  پلوتینوس(فلوطين) په غاړه واخیسته، وروسته تر دې چې پلوتیونس دا دنده په غاړه واخیسته نو د څو وروسته قرنونو لپاره یې د اپلاطوني اندونو ښکارندويي کوله.

ماخذونه

پنځوس لوی فیلسوفان، د دایانه کالینسون لیکنه

اینټرنیټ

 

 

 


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
د محمدالله ارین احمدزي پاڼه