Banare

وکیل جانان ته یو څو ټپې

19.12.2009 08:59

زما وکیل جانان ته وایه

چې ټوپک مار اشنا ته ور نکړې ووټونه

وزیر ناپوه ده د کار نه ده

ظالم وکیل مې ورته بیا ور کړه وټونه

ته ولسې جرګې ته راشه

ما په لکسیس کې ډير ډالر راوړی دينه

یار مې وکیل ده زه وزیر یم

د یار لپاره پارلمان جارو کومه

وکیل جان بیا په ډتو راغی

په لمنګۍ کې چا ډالر ور کړي دينه

محمد جاوېد کمال 08.01.2010 11:07

ډېر عالی،احمد زی صاحب سلامونه او ښی چاری ٠ په رښتېا چی زموږ په ادبېاتو کښی ولسی سندری ېاټپی ځانته خوند او ښاېست لری ګرانه وروره ستا د پورتنېو ښکلو ټپېو په ادامه اوستا په اجازه غواړم خپل له اړخه ېو څه پر ورزېات کړم او دا ځکه ،چی واېی دبوری مقدار چی په هره اندازه ډېرېږی په هغه اندازه ېی دخوږوالی کچه لوړېږی ،ډېر څه نه دی خو چی څه تېار هغه تر ېار جار وکېل منفی وزېر منفی دی، د دؤ منفی وصال فزېک تل ردوېنه تارېخ خوډېر پر سر وهلی زما وکېل جغرافېی وټکاونه په پارلمان کی بېده نه ېم زه د ملت د سوکالی وهم چورتونه خوب تخېل می دواړه خوښ دی چی زه دېدن د پارلمان په کښی کومه مننه

د ګران او محترم ورور محمد جاوید کمال څخه د زړه له کومې مننه چې دی هم د دې سره سره چې ډيرې بوختیا وې به ولري خو بیا هم زما بلاګ ته سر ور ایسته کوي او زما دا ډير لږ څه چې دالته مې پکې اچولي دي ته یې ګورې او بیا پرې خپل د علم او پوهې څخه ډک نظر پرې ورکوې ډيره ډيره مننه.

ستاسو په نیکو ولولو ژوندی

محمدالله آرین احمدزی

محمد جاوېد کمال 07.01.2010 11:10

وکېل منفی وزېر منفی دی ؛ د دو منفې وصال فزېک تل ردوېنه ٠ تارېخ خو ډېر پر سر وهلی ؛ زما وکېل جغرافېی وټکا ونه خوب تخېل می دواړه خوښ دی ؛ چی زه دېد ن د پارلما ن پکښی کو مه په پارلمان کی بېده نه ېم ؛ د خپل ملت د سو کالی وهم چورتونه ٠

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
د محمدالله ارین احمدزي پاڼه