Banare

نا مالومه مرګ( ریښتینې کیسه)

15.12.2009 13:48

وروسته تر دې چې ډيرې ناخوالې په دې هیواد کې تیرې شوې او ډير څه یې د ځان سره لولپه کړل نو یې ډيرې نوې هیلې او ارزوګانې هم د ځانه سره لولپه کړې او د تل لپاره یې ورته د پای ټکی ایښی.هو کې قدرمنو یوه ورځ چې د کابل څخه کورته مې د تلو هوډ وکړ نو مې ځان په کابل کې د خپل ولایت د موټرو تم ځای ته وروساوو تر څو کورته لاړشم د معمول سره سم په تمځای کې په موټر کې کیناستم او د ټولې سورلۍ سره مې جوړ په خیر وکول، د دې ټولو ناستو خلکو په منځ کې یو هلک چې د ورایه ډير با ادبه ښکاریده زه یې ډير ژر د ځان خواته جلب کړم  په موټر کې د دې  ځوان سره یوځای شوم د ځوان سره مې تر پوښتنې او ګرویګنې وروسته وپوښتل چې نوم د څه ده او د چا زوی ده او د کوم کلي ده ده راته وویل چې نوم مې خان ده او ګل اکا زوی یم او بر کلي اوسیدونکی یم،. نومې ترې بیا پوښتنه وکوله چې ځوانه واده لرې او کنه؟ ده بیا راته په خندا وویل چې هوکې یوکال وړاندې کله چې د پوهنځي په دریم ټولګي ووم واده مې کړی او یو زوی هم لرم چې ځلمی نومیږي.  نو مې ترې پوښتنه وکړه چې په کابل کې څه کار کوي نو یې راته وویل چې په کابل کې درس وایم نو مې د رشتې او پوهنتون پوښتنه وکړه نو یې په ځواب کې راته وویل چې په کابل پوهنتون کې د کرهڼې په رشته کې خپلې لوړې زدکړې کوم،د ځوان د نوم او د ده دې ځای ته د را رسیدو سره سم مې  د دوی د ژوند هغه تیرې ناخوالې چې د ده پلار ورسره مبارزه کړې وه را یادې شوې، او هم مې هغه وخت را په یاد شو چې یو وخت یې پلار ویل چې د اقتصادي ستونزو له امله نه شم کولای نور په خپل زوی لوړې زدکړې وکوم خو پلار یې بیا هم د دې ستونزو سره سره خپل دا د هیلو ارزوګانو دا زوی تر دې ځایه رارسولی وو را یادې شولې. نو ماهم په ټوکه کې ورته وویل چې ځه که خدای کړي وي یو وخت به ته زمونږ د ولایت د کرهڼې رییس یې او خپل وران ویجاړ هیواد او بیا په ځانګړې توګه خپل ولایت او خپلې سیمې ته د کرهڼې په برخه کې ډير څه وکوې، ده هم راته وویل چې که خدای کړي وي زما هم همدا هیله او آرزو ده ترڅو وکولای شم په راتلونکې د هیواد دې ځوریدلو خلکو ځينې ستونزې حل کړای شم او په ټپونو یې څه ناڅه پټی ور کیږدم.د دې ځوان په لیدو او د ځان څخه وروسته چې ناڅه لوړې زدکړې مې درلودې په خپله سیمه او چم کې د داسې بل کس په شتون ډير خوښ شوم او زړه مې غوښتل چې ډير څه ور سره ووایم او ډير څه ترې وپوښتم نو مې د خبرو په ترڅ کې ور ته وویل چې ځوانه موباییل لري . ده هم راته وویل چې هو کې موباییل لرم، نو مې ورته وویل چې کولای شم ستاسو د ټلیفون شمیره د ځانه سره ولرم ! ده هم په ډيره مینه د خپل ټلیفون شمیره راته راکړه .هوکې په همدې ګرمه کیسه بوخت وو چې خپل کلي ته نیژدې بازار ته چیرې چې د موټرو  تمځای وو ورسیدو نو زما او د خان لارې هم سره جلا شوې ځکه ده ته یې لا د مخه کشري ورور په بازار کې موټرسایکل پریښی وو او ما چې څه نه لرل چې کورته پرې تللای وای، نو دې ته اړ ووم چې د موټرو په تم ځای کې لږ څه تم شم ترڅو زمونږ د کلي موټر پيدا شي او بیاپکې کلي ته لاړ شم نو په همدې لټه کې ووم چې یو هټۍ وال چې ډير د مخه زما ملګری وو راسره مخامخ شو او راته یې وویل چې راځه په هټی کې کښینه یو څه کیسه به وکوو ترڅو به موټر پيدا شي زه د خپل ملګري په هټۍ کې د ده سره په مجلس بوخت شوم او د ده څخه مې ډيرې پوښتنې وکړې او دا مې هم ترې وپوښتل چې په سیمه او شااوخوا کې څه کیسې دي نوده راته وویل چې نور هرڅه سم دي خو په سیمه کې امنیتي وضعه ډيره خرابه ده او هر رنګ کسان په یو او بل نوم په  په سیمه کې ګرځي را ګرځي او هسې بیځایه خلک ځوروي، او ډير کسان چې د کابل او یا نورو ولایتونو څخه دلته ځي راځي دوی وروته دریږي پوښتنه او ګرویګنه ترې کوي او ځيني ځيني خو لا وهي او وژني یې هم. نو زما په زړه کې هم د داسې ناوړه کسانو د شتون له امله څه ناڅه ډار پيدا شو او د خپل ملګري ته مې وویل چې یاره په دې خبره خو ډير تبه خړی کړم.وروسته تر دې چې دا خبرې مې واوریدې نو مې خپل ملګري ته وویل چې یاره نور نو زه هم ځم کورته ځکه چې ډير ناوخته ده. هوکې د دې خبرې سره سم موټر هم پيداشو او زه هم د نورو کسانو ترڅنګ په موټر کې سپور شوم او د کلي خواته مو حرکت وکړ، لا مو لاره نیمايي کړه نه وه چې په يوځای کې د لارې غاړې ته خلک راټول دي نو مونږ هم موټر ودراوو د خلکو په ګڼه ګوڼه کې مې ځان د پیښې ځای ته ورساوو د پيښې ځای ته د رسیدو سره سم مې سترګې په یوه داسې کس چې په سرک په وینو لت پت پروت ده سترګې ولږیدې ډير ژر مې خلکو ته وویل چې دا څوک او چا ویشتلی ځکه خدای شته د وارخطايي په وخت کې مې سترګو هم څه داسې سم نه شو لیدلای او بله خبره خو دا وه چې ویشتل شوی کس په خپلو وینو کې داسې لمبیدلی وو چې هیڅ نه پيژندل کیده نو یوه سړي په ژړغوني اواز راته وویل چې دا خو ګل اکا زوی ده نامالومو وله والو دلته پرې ډزې وکولې او دوی په تیښته بریالي شول او وتښتیدل نو مې ډير ژر وو پيژانده چې حتمي به هغه ځوان وي کوم چې د کابل څخه راسره یوځای په موټر کې د لارې ملګری وو چې لږ څه مې د ده د سپن مخ څخه سرې وینې پاکې کړې نو مې ښه یقین راغی چې دا خو ځوانیمرګ خان ده چې دلته ده نامالومو کسانو لخوا په نامالومه توګه وژل شوی ده . د ډيرو خلکو څخه مې دا پوښتنه وکړه چې دې ځوان څه کړي وو چا او ولې وواژه خو د دې نا څرګنده مرګ حال هیڅ چا هم راته وو نه وایه.هو کې وروسته مو د ښکلي ځوان جنازه چې د لویې لارې پر سر په بې رحمانه توګه وژل شوی وو په موټر کې واچوله او د دوی کورته چې په برکلي کې وو ورسوله او هلته مو په کور کې د ده د مور هغه انتظار چې هره پنجشنبه به یې د خپل زوی د راتګ لپاره کاوو د پای ټکی کیښود، د ده هغه زوی چې تل به یې د خپل پلار لاره څارله نور نو یو یتیم او بې پلاره زوی شو، هغه ځوانه میرمن چې د خپل خاوند په شتون کې یې تل نوي خوبونه او نوې هیلې درلودې د دې هیلې د خاورو سره خاورې شوې او د کونډتون او کونډې په ټبرکیناستله، او نه زما هغه ارمان چې زه به په کابل او یا بل ځای چیرې خان ته تلیفون کوم پوره شو او د ده د  ټلیفون شمیره د تل لپاره همداسې ګل پاتې شوه ځکه چې دی په سیمه کې د ناوړه کسانو لخوا په ډيره ناوړه توګه ووژل شو.

ثناألله@خاورین 26.05.2011 08:19

سلام احمدزی وروره انشاالله شپگ ورزی باد دمدینی منوری اومکی مکرمی پرلوری زم انشاالله ده وطن په باره کی اوخاص تاته شخصی دوعا لاس ده مدینی سردارته پورته کرم زکه چی ده مرگری دوعا مرگری ته قبلیگی زه هم ستاسوده دوعاپه هیله ثناء خاورین

ثناءالله خاورین 25.05.2011 18:45

شلام احمدزی وروره په والله چی له سترگوهومره اوشکی لاری کومه ورزچی زماتره له سعودی عرب سخه په شپژمیاشتی رخصتی لار کورته اوپس له شلو ورزو چی ده زره حمله پری راغله اوپه شلمه ورز یی له پانی دنیا سخه سترگی ده تل لپاره پتی کری یعنی هغه سعت رایاد اومخی ته راغی خدای(ج)دی نور زموژ وطن له داسی ناخوالو سخه پاکری اوتاسوته دی خدای(ج)فیق درکری چی پختوژبی ته دومره خدمت کوی مننه ستاورور ثناء خاورین سعودی عرب رفحه

خاورین سلامونه داسې بې ګناه کسانو ته دې خدای جنت ورکړي وروره هیواد مو له ناخوالو ډک دی او د ناخوالو کور دی بس تاسو ښه ځای کې یاست مکې او مدینې منورې ته د تګ پر مهال تل د خپل هیواد په حق کې لاسونه پورته کوۍ چې خدای تعالی پکې سوله امنیت واو ټيکاو را ولي او موږ ته هم دعا کوی او له خپلو دعاوو مو مه خالي کوۍ.

درنښت

ارین احمدزی

محمدګل احمدزی 19.12.2009 09:48

د دې لیکنې په لوستلو مې په خپل هیواد کې ‎ډيرې ناخوالې چې څه یې تیرې شوي او څه لا داده روانې دي تیریږي را یادې شوې.
ګران احمدزی صیب ښکلې کیسه مو په ښکلي ترز سره لیکلې وه.
په ادبي او پښتني مینه
ستاسو ورور محمدګل احمدزی

مینه افغان 19.12.2009 09:45

ګران ورور آرین احمدزی صیب سلامونه او نیکې هیلې.
ستاسو د ویبلاګ په لیدلو خوښه شوم.ستاسو په کیسه کې ریښتیا هم چې ډير د ځور څخه ډک داصستا پروت وو او هیله ده چې نور په ګران افغانستان کې د داسې وژنو او داسې مرګونو مخنیوی وو شي.
په ادبي او فرهنګي مینه
ستاسو خور مینه افغان

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
د محمدالله ارین احمدزي پاڼه