Banare

په پښتو شعر کې د جګړې څخه کرکه

02.12.2009 13:34

د جګړې څخه کرکه:

جګړه چې تل د هر انسان لپاره د کرکې وړ ده ځکه چې د جګړې پایله یوازې ذلت او تباهي ده د جګړې له امله هرڅوک او هر قوم چې وي ډيره مادي او معنوي شتمني له لاسه ورکوي ځکه چې د جګړې نوم او کول یې دواړه تباهي ده چې د دې بوټي څخه هم د پښتو په شعر کې ډيره کرکه شوې ده ځکه چې دا قوم د پيدایښت څخه تر دې دمه د جګړو په اور کې سوځي  او تل یې یوازې جګړه کړې، جګړه هم هم ځانته ډولونه لري چې زه دلته د پښتنو کرکه د جګړې څخه هغه کرکه بولم کومه چې اوس او دا څو لسزې کیږي چې د دې قوم بر وړاندې روانه ده جګړه زما به اند دوه ډوله لري:

  • د هیواد د ازادي جګړه:چې دې جګړې ته د ازادي جګړه وايي او که چیرې پر اسلامي هیواد د کوم کفري دولت او یا نظام لخوا یرغل ووشي نو هغه بیا جهاد ده چې کول یې پر هر مسلمان فرض دي.
  • د نورو لخوا د نورو لپاره جګړه: چې دا جګړه دا ډير کاله او داده ان تر دې دمه زمونږ په ګران هیواد کې روانه ده چې د دې ډول جګړې څخه چې یوازې یو قوم ته د بربادي څخه نورڅه نه شي زیږولای تل په پښتو ادب کې ترې کرکه شوې ده او تل یې سوله غوښتې ده او هر وخت او د هرچا لخوا چې دا جګړه کیږي تل یې غندي او غندلې یې ده، خو اوس اوس که چیرې دا پوښتنه چاته ور ولاړه شي چې دلته تا لیکلي دي چې د جګړې څخه کرکه نو بیا ولې په ټولو پښتون میشتو سیمو کې جګړه روانه ده؟ نو د دې پوښتنې ځواب ډير اوږد ځواب لري چې یوازې یوې برخې ته یې زه نغوته کوم:

الف: دا جګړه د دې قوم بر وړاندې د دوی په سیمو کې پيل شوې ده تر څو دا قوم وځپي او سر جګیدا ته یې پرینږدي.

ب:دا چګړه د دې قوم د معنوي او مادي شتمنۍ پر وړاندې د دې قوم د ځينو دښمنانو لخوا پيل شوې او روانه ده چې تل غواړي دا قوم په یوه او بل نوم وځپي.

ج:دا جګړه اوس پر دې قوم ور تپل شوې ده.

چې د ډيرو خبر څخه تیریږم او راځم خپلې موضوع ته اوس به ووګورو چې په پښتو ادب کې د کومې جګړې څخه کرکه شوې ترڅو زما پورتنۍ خبرې نور هم تاسو ته د منلو وړ وګرځي او تاسو یې په ښه ډول سره وومنۍ.

د ټولو څخه د مخه د جګړې څخه د نفرت د څرګندولو لپاره د ښاغلي نجیب عامر دا څلوریځه په دې ځای کې تر ټولو ضرور ده چې راشي چې وايي:

لامـــــــــې هم جنګ نه نفرت دى

لاهــــــــــــــــــم زړه کې لرم مينه

د زړګـــــــــــــــــــــيو په شوديارو

راته ګـــــــــــــــــــــوره کرم مينه

(نجیب عامر: د نیموشپوخبرې کتاب)                   

دلته د خپلې خبرې د ښه ثبوت لپاره دې لاندې شعر ته هم پاملرنه په کار ده چې څه پکې ویل شوي دي او چا ویلي دي چې نور به په خبل شعر مې ولولو چې دوی په دې شعر کې د څه شي څخه ډيره کرکه کړې څه شی ډير غندلي دي.

د وینو ویالې

د جنګ په اور کې سوځيدلای نه شم

نور نو د خلکو غم زغملای نه شــم

اوښکې بهیږي بې بها د خـــــــــــلکو

دا مروارید ارزانــــــــــه ولای نه شم

زړه مې چاودلې په غـــــــمونو کې دی

دا خوار زړګی زهـــــــــیرولای نه شم

د ځوانو هیلو ځوانیــــــــــمرګه ځوانان

په سره کفن کې ښـــــــــــخولای نه شم

بس بوره مور او ځوانه کـــــونډه ناوې

د غم په ټال کې زنګولای نـــــه شم

نور د افغان په ښایسته وطــــــن کې

ویالو د وینو ته کتلای نــــــــــه شم

پریږدﺉ افق د خوشـــــــالي وځلي

د غمو پيټي په شا وړلای نه شــم

ویناوال آغلې عطیه افق:کتاب: د یون صیب شعري غورچاڼ ۹۰ مخ

چې دلته آغلې عطیې افق خور د جګړې له هغو ناخوالو چې کونډې، رنډې او یتیمان شاته پریښودل دي د شعر په ژبه ويلي دي چې دا یوازې د جګړې لاسته راوړنې دي چې که څوک چیرې جګړه کوي نو هغه مجبور او مکلف ده چې دغه ټولې ناخوالې وومني ځکه چې جنګ یوازې د تباهي او بربادي وسیله ده نه د ژغورنې او نجات چې وکولای شي تابه وژغوري.

دلته د کرکې څخه کرکه او هغه څه څخه کرکه چې باید ترې ووشي د ښاغلي بشرمل ناصر دا لاندې شعر هم د دې موضوع لپاره ترټولو ښه او د غور وړده چې وايي:

سور نغری حیات شو لا یې کرکه د زړه نــــــــه وزي

سم لښکریې مات سو لایې کرکه د زړه نـــــــــه وزي

ولاړ به شمه کلی د جانان به یوځل ښکـــــــــــل کړمه

کور کلی میراث شو لایې کرکه د زوه نــــــــــه وزي

لایې د وختونو ارمانونه زړه کې پاتــــــــــــــــــې دي

ګل ورته کلات سو لایې کرکه د زړه نـــــــــــــه وزي

پاڼې د قرآن یې په سکروټو کې ایــــــــــــــــــــره کړلې

وران ښکلی جومات شو لایې کرکه د زړه نــــــــه وزي

چاتوپير را وستی په مذهب او په پـــــــــــــــــښتو کې ده

سرې سکوروټې سوات شو لایې کــــــرکه د زړه نه وزي

غواړي چې کابل او پيښور دواړه دې ځـــــــــان کړي سم

هرڅه مو خیرات سو لایې کـــــــــــــــرکه د زړه نه وزي

تور لوګي لا ګرځي هاغه برکلي کې وینـــــــــــــــــــــــمه

درد او غم مې زیات شو لایې کرکـــــــــــه د زړه نه وزي

چاته بشرمله اوس د سوال لمــــــــــــــــــــــــــنه ونیــــسم

اور شرین ولات شو لای ېکرکـــــــــــــــــــــه د زړه نه وزي

(بشرمل ناصر:ناچاپه اثر)

د ښاغلي بشرمل ناصر په دې ښکلي غزل کې دا کښته څو بیته ډير د غور وړدي چې هرڅوک کولای شي ډيرې او هر اړخیزې ماناوې تر واخیستلای شي ځکه چې ده کرکه داسې انځور کړې ده چې ډيره ښکلي چې یوازې د ده په دې شعر څو خبرې کول غواړم،

پاڼې د قرآن یې په ســـــــــــــکروټو کې ایره کړلې

وران ښکلی جومات شو لایې کرکه د زړه نه وزي

دلته د ښاغلي شاعر په دې شعر کې هغه ناخوالې چې د دې وطن او دین د دښمنانو لخوا څه وشل او لا کیږي او تل د دې قوم او د دې قوم د دین او عنعنې څخه کرکه کوي او په یوه او بل نوم یې وژني او داسې ډنډورې یې پيل کړي دي چې هیڅ ګومان یې هم نه کیده او داسې ډيرې پيښې په دې هیواد کې شوې دي چې یادول یې ډيره لویه خولو او غټ زړه غواړي.

چاتوپير را وستی په مذهب او په پښــــــــــــتو کې ده

سرې سکوروټې سوات شو لایې کرکه د زړه نه وزي

دلته هم د پښتنو پر وړاندې هغه ناخوالې چې په یوه او بل نوم د دې قوم پر وړاندې په لره او بره پښتونخوا کې تر سره کیږي نو د دې قوم او په مذهب کې هیڅ توپير نشته که چیرې د دې قوم دښمن دا خیال وکړي چې زه به لره پښتونخوا کې په چا ظلم وکړم نو بره پښنخوا به را څخه کرکه ونکړي دا نو هیڅ امکان نه لري او کیدای نه شي چې داسې څه ووشي چې د دې قوم ترمنځ د بیلتانه لامل شي.

غواړي چې کابل او پيښور دواړه دې ځان کړي سم

هرڅه مو خیرات سو لایې کرکه د زړه نــــــــــه وزي

اوس د دې خاورې دښمن هم دا ده لګیاده چې دا دواړه سیمې خپلې کړي او هرڅه ته د ځان په ګټه د پای ټکی کیږدي خو دا هم نه شي کیدای او ولې دا خلک د دې قوم پر وړاندې دومره کرکه لري چې هیڅ ویل کیدای نه شي او دا قوم د هیڅ چا څخه د دې ورته کارونو امید هم نه لري او نه یې د چا سره کړي دي او یا لګیاوي چې ویې کوي دا قوم تل سوله غواړي او تل یې په سوله کې ژوند کړی ده.

وخت سره چي جنګ كړو خو بې وسه يوو

ډېر يې كه په تنګ كړو خو بې وســـه يوو

څرنګ به مو هېر شي هغه ګل وطـــــــــن

اوس چي ورنه څنګ كړو خو بې وسه يوو

موږه مسافرو سيورى ونه مونــــــــــــــد

لاندي سر نه سنګ كړو خو بې وسه يوو

ستا غېږي ته نه راځي سپرلي مــــــــدام

سل دُعا په درنګ كړو خو بې وســه يوو

ستا په يو شكمن ست سره اې ښـــــــــكلې!

پاك له زړګي زنګ كړو خو بې وسه يوو

بيا په زړګي اوري د ګودر مـــــــــــــــيني

ياد د بنګړو شرنګ كړو خو بې وسه يــوو

خوب مي ليد چي دښتي وي او غرونه وي

زه او ته لونګ كړو خو بې وســـــــه يوو

يه هاشمي! ستا د غزل پيــــــــــــــــــر لره

زړونه به قلنګ كړو خو بې وســـــــــه يوو

لیکوال(سید محی الدین هاشمي: ډیوې په باد سپارمه)

د ښاغلي شاعر سید محی الیدین هاشمې د دې شعر ټول پيغام د ناوسې او ناخوالو څخه کرکه ده چې دی ترې د ژوند په هره برخه کې سر ټکوي او خپله ناوسي ښيي چې دا هرڅه د ناوسې لخ امله دي چې کیږي او لا روان دي او وايي چې د وخت زمونږ دا جنګ هم د بې وسي جګړه ده ځکه چې وخت داسې راغلی چې مونږ ورسره مبارزه وکړو.اویا دی په بل بیت کې وايي چې (څرنګه به مو هیرشي هغه ګل وطن        اوس چې ورنه څنګ کړو خو بې وسه سو)چې دلته هم دی کیدای شي په دې شعر کې هغه تیرې ناخوالې چې د دې هیواد ګڼ شمیر اوسیدونکې کډوال شول او هجرت یې وکړ نو د دوی دې وطن ته شا کول او د دې وطن څخه تګ هم د بې وسي لامل وو کنې د دوی دا ګل وطن چیرې هیردو چې هیر کړای یې وای او ترې تللي وای.

د محمدالله ارین احمدزي پاڼه