Banare

شعر

24.11.2009 13:15

میــــــــــــــــــــــنه

مینــــــــــه پيل د هرڅه ده انتــــــــــهایې نا مالومـــــه

مینه غم د سوي زړه ده بس ژړا یې نامـــــــــالومـــــه

زړه د مینې ځای ځای ګی ده پکې اوسې تر تــــــــرتله

کله وو چې وځي د زړه نه بیا راتلا یې نامــــــــــــالومه

دا چې څوک په چا مین شي او اخته په دغه رنـځ شي

هیڅ درمل د مینې نــــــــــــــــــشته او دوایې نامالومه

چې خفه درنه جانان شي او بیـــــــاپيل کړې ښیـراوې

بس روانې وي داچارې او دعایـــــــــــــــــې نامالومه

د سپن مخ په تماشه شي د هرڅه نه لاس په ســــر شي

هیڅ یې نه لږیږي پته ښـــکلیـــدایې نامالومـــــــــــــــه

دا د مینې داســــــــــــــتانونه دي روان په دې دنیا کې

خدای خبر چې دوی د چــــــــا دي خپلیدا یې نامالومه

چې میــــن په ښکلي مخ وي او یا غواړي دا پي مخي

چې ګناه ده که ثواب ده او جـــــــــــــــزا یې نامالومه

بس آرین ویلي دا دي چې میـــــــــن په خپل جانان یـم

نن جانان رانه خفه ده او پــــــــــــــــخلا یې نامالومـه

محمدالله آرین احمـــــــــدزی

د طلوع تلویزون خبري تالار

۱۳۸۸ کال د لیندۍ ۲ نــیټه

د محمدالله ارین احمدزي پاڼه