Banare

د برښنا شرکت برښنا: صمدخان غر

09.02.2014 06:15

اوس اوس که مو چيرې ټلویزيون ته سر ورښکاره کړی وي بس برښنا ده، سپما ده، اعلانونه دي او که سهار وختي د سړک سر ته را و وزي ټول ښار به ددې شرکت موټرو او مامورينو په سراخيستی وي،

خو که د شپې په ښار کې وګرځې نو بيا به تپه تياره وي او د برښنا اعلان به در ياد شي چې وايي( برښنا د تيارو روښانه کونکې) خو زه له دې اعلان سره ډير موافق نه يم ځکه له کله چې زموږ سيمې ته د برښنا برښنا راغلې نو جنراټوري برښنا چې معمولا هره شپه به زموږ په سيمه کې وه د برښنا شرکت له برکته په موږ ودريده او اوس مو په کوڅو کې يوازې د سپيو غپا، او د برښنا بې برښنا ستنې يا پايي ولاړې وي.

ډير وارې د بې برښنا شرکت مسولينو له رسنيو سره په خبرو کې ويلي دي چې دومره برښنا راغله، هغه کلي ته ورکول شوه، دغه کلي ته ورکول شوه، ددې کلي ستونزې حل شوې او د هغه حل شوې، خو د دوی له ورتګ سره سم رڼا کورونه تياره شي، ځکه بازاري برښنا پرې شي، کابليان چې هسې هم عصري دي زاړه څراغونه او ډيوې سيند ته ګذار ته کړي، او د بې برښنا شرکت برښنا يي له ژونده وباسي.

د ژمي له راتګ سره سم د کابل ښار ډيرې سيمې د برښنا دنشتون له سختې ستونزې سره مخ دي، په ډيرو سيمو کې برښنا په شپو شپو نه وي، يو نيم ځای بيا يوه شپه تر منځ وي، خو تګ راتګ به دې دومره زړه تنګ کړي چې بیا دې اډو زړه نه کيږي چې ګروپ ولګوې، کله کله خو داسې هم کيږي چې برښنا راشي، د بټونو واړه  څراغونه لګيږي خو برق نشي لګولی.

له دې سره سره چې په تير کال، سږکال او راتلونکي کال کې د دولت په پراختيايي بودجه کې تر ټولو ډيره بودجه ياد شرکت ته پام کې نيول شوې خو لا هم کابل ښاريان په تور تم کې د دوی د نن سبا ژمنو ته په تمه دي، خو يوه خبره مې هيره نه شي هغه دا چې وايي ماړه ته ټول ماړه ښکاري، د برښنا شرکت په هر دفتر کې غوړ بريتي ناست کارکونکو ته درې څلور بخارۍ لګيدلي وي، سهار مهال ښه ګرم موټر کور ته ورځي او د مياشتې له پوره کیدو وړاندې يي تنخواه هم بانکي حساب ته رسيدلي و نو دوی يي څه ميرمن…… ځکه دوی خو هسې هم په مزو کې دي.

په دې شرکت کې له دې سره سره چې اوس اوس نيمه خصوصي شوی دی، خيښي دوستي دومره زور اخيستی دی چې يو کس پکې والله که په لسو آزموينو مقرر کړې، زه درته د يوې ډيرې محرومې سيمې کيسه کوم، ياده سیمه کې کوم وزیر، وکيل يا بل د چارو واکی يانې چارواکی کور نشته، خو له ولايتونو را تښتيدلي ډير ځوانان پکې ژوند کوي، ياده سیمه د کابل په ختيځ کې پرته د احمدشاه بابا مېنه، حسين خيل، بګرامي، احمدخان کلا، سيد جماالدين افغان مېنه، بت خاک او کارته نو ده، دې سيمې ته خدای هم په قهر شوی دی او دولت هم، د خدای قهر يي دا دی چې سر پکې نشته، کله يو يي په ستوني کې ورختلی وي کله بل.

د دولت قهر ورته دا دی چې نه سم سړک لري، نه سمه برښنا او نه هم سم ښاري خدمات، نيږدې يو کال کيږي په بګراميو کې خدای خبره له اسمانه را تويي شويو اوبو تر يو کيلومتر ډير سړک چې دا يو کيلومتر يي په يو ميليون ډالر جو ړ شوی دی کنډ کپر کړی دی خو د کابل ښاروالۍ يي يوازې اوبو سيند ته نشي ويستلای او اوس موټرې په يو طرف روانې وې، یاده سيمه اوس تر ډيره د ښار په کثافت داني بدله شوې، له ټول ښاره ښاروالۍ او ژیړکميسي ځوانان مرداری راټولوي د بګراميو ولسوالۍ ته مخامخ يي د استوګنې کورونو په منځ کې د سترې پوښتې پر سر خالي کوي او بيا يي له هغه ځايه ان تر خاکجبار پورې په لارو کې شيندې او يوه برخه يي د لته بند غرونو ته رسوي چې دا هم بیرته سخت بادونه همدې سیمې ته راوړي.

اوس به راشو د صمدي برښنا ته، صمدي صيب چې په ټلويزيونونو کې ناستې سخته تجربه لري، ښه نيکټايي يي کړي وي يو وخت يي ځان د وزارت وړ باله او کمپاين يي شروع کړی و څو د اسماعیل خان تر لرې کیدو وروسته د برښنا وزير شي، خو ښه شو چې نه شو او خدای دې د نورستان د والي په راتلونکې اخته کړي، هغه داسې چې الله دې د څارنوالۍ په ګير کې ورکړي.

صمدي کلونه کيږي ژمنې کوي چې نن به برښنا پوره شي سبا به پوره شي، خو يادې ژمنې کلونو ته وغځيدې او د کابل په ختيځ کې ددې محرومې سيمې خلک تل په تورو تمونو کې شپې سبا کوي، واړه ماشومان چې درسونه وايي د شپې په ژړا څملي او سهار په ژړا را پورته کيږي ، ځکه د شپې په تور تم کې يي نه درس ويلی وي او نه يي هم کورنۍ دنده اجرا کړي وي او سهار وختي اړ وي څو ښونځي ته ولاړ شي نور نو هلته چې هرڅه و هغه به تيريږي.

برښنا شرکت يو څه ښه زده کړي دي سپما وکړۍ څو برښنا ولرۍ، خو دوی دا سپما داسې پيل کړې چې په ډيرو سيمو کې يي برښنا يوه شپه تر منځ کړې او هغه هم په خپل وخت نه راځي، خو پوښتنه داده که چيرې برښنا صادراتي يانې له بل هيواد څخه وي او چاته يي په سوال هم نه ورکوۍ نو ولې بيا يوه شپه تر منځ بايد هره شپه وي تر څو يو لوري ته يوه نيمه روپۍ پکې شرکت ته پاتې شي او صادراتي هيواد ته هم ډير عاید ورشي او بله ګټه به يي دا وي چې هم به  د ښاريانو کورونه روښانه وي او هم به د پنځو خوندو او پولاد علمدار له سريال څخه خوند اخلو.

په حسين خیلو کې شپږ مياشتې کيږي چې برښنا راغلې تر نن پورې خلکو نه سمه برښنا ليدلې او نه هم چيرې ميتر لوستونکی دې سيمې ته راغلی دی څو زموږ لګښت وګوري چې چا څو روپۍ لګولي دي، يوه ورځ زه د دوی د چوپړتياوو برخې ته چې په احمد شاه بابامېنه کې ده ورغلم ما ورته وويل وروره برښنا خو هسې هم نشته تورې تيارې ته ناست يو او تاسو مزې کوۍ راشۍ دا تير حسابونه خو مو خلاص کړۍ، که کسان نلرۍ، په لسګونو بې کاره ځوانان دي موکه ورکړۍ څو درسره کار وکړۍ او خلکو ته خپل خپل حساب ورکړي، خو  د دوی ځواب دا وو چې ستاسو نوبت بلې اونۍ ته دی، بله اونۍ داده دوه مياشتې تيرې شوې او د ميترخوان صیب څيره مو ونه ليدله، خو په وتو کې يو کس راته داسې غلی په ټوکه وويل، وروره ښونځي نه دي رخصت شوي چې د رييس يا د ځايي مسول خپلوان له ښونځي فارغ نشي او دلته مقرر نشي نو تر هغه مو څوک بيل نشي ويلای.

 

توبه مې دي وي خدايه، يو وارې په لومړي سر کې چې کله په سيمه کې پايي دريدې هره ورځ د برښنا په انجينرانو په نمبر سره ښورواې ،غرمې خوړې او انرژي به مو پرې څکلي کله چې برښنا راغله د ميټر په موخه مو هر یوه ته تر پنځو سوو زرو روپو پورې په جيب کې ور واچولې اوس چې ميتر شته لږ لږ لګښت مو کړی دی نو بيل نه راځي.

 

يو وارې مخکې هم ياده ستونزه ما د برښنا له يو غټ چارواکي سره ياده کړې وه او ورته مې ويلي و چې ستاسو په شرکت کې فساد شته دی خو دی وچ منکر شو وايي نشته دی، بله ورځ مو کوم ملګري کومې ځايي راډيو ته ټليفون کړی و او ورته يي ويلي و چې دلته موږ په کورونو دوه دوه زره افغانۍ ټولې کړي دي او وکيل مو وايي چې د برښنا انجينران به د پايو د نصب پر مهال ډوډۍ خوري ترڅو مو کار وکړي، په دې ټليفون باندې زموږ کار په ټپه ودريد بيا ورغلم انجينر ته مې وويل چې ولې کار دريدلی دی، نو انجينر چې ځان يي ډير لوی اکاډميسن باله راته وويل: تاسو راډيو ته شکايت کړی دی نو موږ هم کار نه کوو، ما ورته وويل چې وروره شکايت خو مې حق دی خیرات خو نه راکوې دولت معاش درکوي، مزې کوې، چړچې کوې دا دې وظيفه ده چې ته يي ونکړې ولې زموږ د کوڅو کوټه سپي يي وکړي که پيريان.

خو سړي راته په ډيره غصه وويل: درځه درځه، تا سهار کور کې هګۍ خوړلي دي زه تراوسه نهار ناست يم.

ډير افسوس مې وکړ، ځکه ما ويل کاشکې ته زما يا زما په څير د نورو له کورونو خبر وی چې موږ څو تنه سهار په کور کې به ماړه نس وچه ډوډۍ خوړلی شو، خو بس څه يي کوې په افغانستان کې هرڅوک من دي، خو د ښاروالۍ او برښنا شرکت والا دوه نيم مني دي، ځکه دوی سره زر ښه ډير دي، کله يي چې غصه درته راشي نو دستي د پنځوسو پر ځای د پنځو زرو برښنا بيل درته را ليږي تر هغه چې ځان سپينيو پنځه زره نورې دې هم په کرايه او منډو کې تلي وي.

په ياده اداره کې د شفافيت نشتون ډيرو ته معلوم دی او کيدای شي ډيری ښاریان زما لیکنه ولولې او یو ډول پکې خپل ځان و ويني خو د برښنا شرکت ځواب به بيا هم دا وي چې نه هيڅ خبره نشته دا تش تبليغات دي،هرڅه سم روان دي، دوی ته به هرڅه ځکه سم وي چې سهار يي موټر راوړي، ښې ډبلې تنخواوې اخلي او ښه په مزو کې دي خو موږ ته ځکه د منلو وړ نه دي چې نه برښنا لرو او نه تر اوسه په سيمه کې سم سړک، ښونځي يا هم روغتون.

خو ښه به دا وي چې سمون راشي، دولتي چوپړتياوې د هر چا دي که په وزیر اکبرخان، مکرويانو،نوي ښار او يا دريمه کارته کې وکیل، وزير او نور غواړي چې کور يي برښنا ولري، غریب ولس هم اړتيا لري څو يي کورونه روښانه وي، ځکه د غريب په کور کې ايرکنديشن او يخچالونه نشته خو يوازې برښنا يي يو څه د ژوند اړتياوې پوره کولای شي.

هيله من يم برښنا شرکت، صمدي صیب، او نور مسولين يي په دې خبرو لږ څه غوږ وګروي کنه تر دې وروسته به هم دا لړۍ همداسې جاري وساتو، خو زموږ لړۍ کله هم د تربګني او پولې پټې دعوه نه بلکه د خلکو حقوق او د خلکو لپاره د خلکو له غوښتنو سره قلمي مبارزه ده او کوو به وګورو که چيرې دغريب آذان څوک واوري او غوښتنو ته مو رسيده ګي وګړي، کوڅو کې مو د خټو له لاسه ماهيان نیول کيږي، د اوبو د وتلو لاره نشته، خو بيا هم دعا کوو چې الله دې افغانستان جوړ کړي، او الله دې د واک ګدۍ داسې خلکو ته په لاس ورکړي چې رښتيا يو څه کولای شي، او کنه هغه چې تش په څوکيو ناست دي، خبرې کوی خو عمل نه، الله دې نور افغانان له دې ډوډۍ مارو، پيسه مارو، ځان پالو چارواکو په خير سره خلاص کړي.


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
د محمدالله ارین احمدزي پاڼه