Banare

جاويد او کرن د مینې دوه سفيران!

27.10.2013 16:29

موسيقي د انساني روح د تسلۍ  يوه فطري ذريغه ده. د اوبو شڼا د سيند فطري غږ،دمرغانو غږاودبنګړو غږ او هغه څه چې د انساني روح د تسلۍ فطري ذريعه ګڼل کيږي موسيقي بلل کيږي.     جاويد او کرن

دا چې د نورو ژبو غوندې پښتو هم د موسيقي خواږه لري د پښتو ادب په ډګر کې څومره ورته کار شوی دی يوه لنډه کتنه به ورته وکړو.

پښتو ادب ته موسيقې له پخوا راغلې ده خو څومره چې پښتوموسيقي وده وکړه د خوږو کيف يې څومره اغېز وکړ دا هغه وخت و کله چې رفيق شينواري د ولسي سندرو هغه لاره ماته کړه کومه چې په هماغه وخت کې يې نوي نوي قدمونه ايښي و.

 رفيق شينواري پښتوولسي موسيقي  ته نوی رنګ ور کړ نوموړي له يوه داسې اسلوب له لارې ځان د شهرت مقام ته ورساوه چې هم موسيقي وده وکړه او هم ذوق مخ پر ودې شو.

 له هغه وروسته خيال محمد استاد دموسيقي ډګرته راووت چې دپياوړو پېژندونکو پښتو ادب شاعرانو شعرونه يې زمزمه کړل.

 خيال محمد استاد هم د يوه ځانګړي اسلوب له لارې په خپل خواږه غږ کې داسې غزلې،سروکې،چاربيتې او سندرې وويلې چې په ګرده پښتونخوا کې يې ساری نه ليدل کيدو.

 لياقت او استعداد ده ته د غزل د شاهین شاه لقب هم ورکړله هغه وروسته نور سندرغاړي هم دې ډګر ته راووتل چې يو پکې ګلزار عالم و ګلزار عالم هغه سندرغاړی و چې د خپل قوم لپاره يې د فکري بيدارۍ جرس وغږاوه.

 څنګه چې دی ډېر له سياسي کړيو او مشرانو سره پاتې کيدو نو د روماني سندرو سربېره يې انقلابي سندرې هم وويلې او په ولس يې ځان ومانه چې ډېر شمېر خلک يې له نوم سره اشنا دي.

 همداسې د موسيقي د پرمختګ ګامونه روان وو،چې نور ورته ښځينه او نارينه سندرغاړو هم رامخه کړه.

کله چې د نوې موسيقي وخت راغی دې ته داسې با استعداده ذوقي ژڼي راغلل چې پښتوولسي موسيقي ته يې په ماډرن (نوې) موسيقۍ کې د يوې نوې زاويې له مخې وليدل او د پښتو ولسي موسيقي روح يې پکې پو کړچې د دې نوښت لاسته راوړنه هارون باچا ته رسيږي.

 هارون باچا ښه لوستی او په موسيقۍ پوی دی څنګه چې په نوې موسيقي کې ځانته يوه نوې لاره پيداکول له سترو سترو کوښښنو او سرحدونو تېرېدل هم زيار غواړي هارون باچا دا لاره وهلې.

 هم يې د موسيقۍ پوره پوره خيال ساتلی او هم يې په مينوالو ځان منلی دی،چې په هم عصره معاصره زمانه کې دوه زلمي سندرغاړي دې ډګرته راووتل چې اوس هم هڅې کوي پښتو موسيقي ته يو څه ورکړي او پښتو موسيقي يوه داسې موسيقي کړي چې نه بهرني فرهنګونه را دننه پريږدي او نه د بې ذوقۍ او خمود لمنه پراخه شي.

 موږ وينو په افغانستان کې د سندغاړو شمېر ډېر زيات شوی چې ځيني خو يې نه مسلکي دي او نه د ذوق په قوه سمبال دي؛خو جاويد اميرخېل او کرن خان بيا داسې نه دي دوئ هڅه کړې چې د نوښتونو سربېره د ټکو په سمه توګه استعمال،د شعر دقيق اولوړ ذوق انتخاب او د ځانګړي اسلوب له لارې د خپلو غږونو نه يوه داسې د ګلونو ګلدسته جوړوي لکه باغوان چې يوـ يوګلاب را ټول کړي او يوه ګيدۍ ترې جوړه کړي.

 جاويد هغه سندرغاړی دی چې په ډېر کم عمر کې يې په لره او بره پښتونخواکې په ډېر لږ وخت کې د شهرت پوړۍ ته ورسېد.

 هغه په سندره،نظم رباعي ،ټپه او غزل کې اوچت لاس لري او تل هڅه کوي چې د خپلې ځانګړې لارې کومه چې يې ځانته د اسلوب پيداکولو لپاره ټاکلې ده مخته یوسي او مينه وال وخت په وخت په خپل ښکلي او لبريز غږ ونازوي.

 د جاويد په غږ کې يو ډول سوز پروت دی،چې د انسان جزبات راپاروي او د ځانه سره يې مشغول ساتي په ځينو وختونوکې چې تراژيديکې سندرې وايي نو په انسان دمايوسۍ سيلاب راولي ولې دې زلمي د مايوسۍ سندرې ډېرې نه دي ويلي او هڅه يې کړې ده چې خپل مينوال د خپل غږ په خوند او کيف کې لکه شمع خندان وساتي او سربېره پردې جاويد اميرخېل د سندرې لپاره ښه عالي او په معيار پوره ذوقي کليپونه هم جوړوي چې دا کار هم د ده د شهرت لپاره يوه اهمه لاره ګڼل کيږي.

 که موږ جاويد اميرخېل يادوو ورسره په همعصره معاصره زمانه کې کرن خان هم ترې کم نه دی.

 دغه زلمی چې لوستی هم دی د ژورنالېزم په برخه کې يې هم کار کړی دی په ډېر کم وخت کې يې نوم وباسه.

 کرن خان لومړۍ د ټپيزو په ويلو پيل وکړ ترڅنګ يې غزلې هم و ويلې. کرن خان د ټکو سم ويل د جديت او غنايت ترڅنګ يې د غږ ارامۍ ته هم پام کړی دی.

 دا زلمی هم کوښښ کوي چې يوه ځانګړې لاره ځانته پيداکړي. دی که له يوې خوا ټپيزې ښې ويلی شي؛نو ورسره ورسره سروکې ټپې،سندرې او غزلو ويلو کې هم اوچت لاس لري.

 د کرن خان په غږ کې خدای ج يو بېل کيف پيداکړی دی کرن خان چې په مينوالو ځان منلی يو لوی علت يې هم د لرو او برو نه بيليدونکو افغانانو وروڼو لپاره د يووالي سندرې ويلې دي او لا يې وايي.

 که کرن خان د لوی افغانستان لپاره د سندرې په ويلو مشهور شو نوجاويد اميرخېل هم د ازادۍ سندرې سره د شهرت داسې منارې ته وخوت چې را کوزيدل يې بيا ستونزمن کار دی.

دغه دوه زلمي د حالاتو د غوښتنې سره سم د کلام انتخاب کوي او خلکوته يې وړاندې کوي.

هرمسلک ستونزمن دی هرې موخې ته رسيدل هنر او فن غواړي.

 که نور سندرغاړي هم غواړي د دوئ په شان د شهرت منارې ته وخيږي نو دشعر ښه انتخاب،د ټکو ښه استعمال،دموسيقي سره ځان عيارول او ديوې نوې او ځانګړې لارې ته ځان رسول چې هغه د پښتو موسيقي د ودې لپاره هم ګټوره وي او هم د مينه والو د خوښې وړ وګرځي او داسې يو هدف ځانته وټاکي چې د مينوالو په زړو کې  ځای پيداکړي.

ترڅو دپښتو موسيقي مړاوی روح بېرته تازه شي او د نورو ژبو د موسيقۍ غوندې پښتو موسيقي هم ساه واخلي او په ذوقي جامه سمباله شي.

له بده مرغه په افغانستان کې د هنر او فن قدر تر پښو لاندې دی او تل هڅه روانه ده چې د هنر او فن خاوندان ورټي او په يو نه بل نوم يې بدنام کړي،چې دا ستونزه زياته په فرهنګي کړيو کې هم شته .

شاعر او ليکوال ته د ليوني او ډم خطاب کيږي،خو سندرغاړي ته بيا د ډم خطاب سره سره نور تهمتونه چې هغه د ده د ژوند شخصي مسايلو پورې تړلي وي لګول کيږي چې له داسې ستونزو سره دغه فنکاران زيات مخ شوي دي او ځينو ځايونو کې خو د مرګ ښکار هم شوي دي.

که موږ پر نازيه اقبال باندې د جنسي تيري د تهمت يادونه وکړو نو غزاله جاويد د مرګ ښکار شوه که موږ نور سندرغاړي هم ياد کړو ځينې يې بهرنيو هيوادونو ته د ځان ساتنې فنا يوړه او ځينې يې چې پخپل خواږه هيواد کې خپل ژوند کوي له بېلابېلو تهمتونو سره مخ شوي دي،چې يو يې پر کرن خان دا تهمت دی چې ګواکې دی د پاکستان د استخباراتي کړيو سره د جاسوس په توګه کار کوي. ځينې د پښتو ادب دوښمنان چې نه غواړي پښتو ادب وده وکړي دا هم وايي کرن خان افغانستان ته د جاسوسۍ لپاره راځي.

کله چې له داسې مايوسيو سره مخ شم نو د خوشال بابا دا بيت رانه بې واکه زمزمه شي.

زه يې چالره وهم قدر يې چا زده

په اور وسوزه دا تورې قلمونه

خوشال بابا رحمته الله عليه

زه وايمه راځې چې د يوه انسان په توګه د نورې نړۍ د وګړو په شان په مينه او محبت کې ژوند غوره کړو او داسې رول ولوبوو لکه کرن خان او جاويد اميرخېل،چې د مينې او سولې د سفيرانو په توګه يې په خپل ولس د مينې او هنر په زور ځان منلی دی.

راځئ په خپل هيواد کې د فن او هنر خاوندانو ته د ژوند اسانتياوې برابرې کړو او هغوئ وهڅوو څو د مينې او هنر خواږه زموږ پر درديدلي او غم ځپلي ولس را پېرزو کړي.

په همدې هيله

فريد احمد تسکين ـ پکتيا افغانستان

۱۳۹۲/۷/۳۰ تله

خلیل 16.01.2014 23:26

کرانه متن ویر زما خوش شو دیر شایسته کور دی ودان مننه یو نری دا زما فسبوک دا khalil ahmadzay

گل زمان 28.10.2013 05:46

تسکین صاحب سه موضوع ده<br />خو په افغانستان کی کم موسیقی پوهان دی چی د پیشاور موز ته ورپیزنی دلته په پشتو کی ناشناس .شاولی .منگل.ایوب او نور پیاوری استادان لرو په تا باید ددوی نه شروع کری وای<br /><br />مننه<br />

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
د محمدالله ارین احمدزي پاڼه