Banare

تصویر د خیال آئینه ده

24.12.2012 12:17

تصویر د خیال آئینه ده
شیبې دژوندانه بدلیږي او د بدلون په دغه لړی کې د انسان ژوند د ماشومتوبه ها تر مرګ دمه پورې د شيبو زیږنده وي او دغه شیبې د انسان په ذهن کې د تصویرونو په شان یو خیال جوړ یږي چې څوکې د خپلې لیدلوري په پر تله دغه تصویرونوته دژوندون د آئینې نوم ورکوي.
چاته مینه وګرځي او د خپل معشوق او یا معشوقې تصویر سره په خیالونو کې لوبې کوي او څه هم پیښې وګرځي د ژوندون د ښه او بدوشیبو چې د تصویر په بڼه د ذهن د کتاب په ژورو کې ځای ونيسي چې د وخت او د عمر په تیریدو سره کله نا کله د سترګو په روښانه آئينې کې ورته د اوښکود بلو ډیوو به ځلانده دنیا کې د نظر مخه شي.څوک ورته دخیال په لړی کې د مینې پتنګان وګرځي او څوک یې هم د نارواووپه حکم د ظلم او او ځان ځانۍ په ګردابونو کې ډوب شي.
خو کله ناکله دغه یادونه داسې ښکلي تصویرونه جوړ شي چې د یادولو په وخت یې يو انسان د اوښکود مرستې نه پرته د دغه تاو او درد له ځغمه نه شی وتلی خو زمونږ غښتلي شاعر طالب منګل دغه ښکلی درد په ډیر مهارت او نازکۍ د یو بیت په سپیڅلې غیږه کې
لکه یو مونډه چې خپل کلاب دپاڼو په غیږه کې خوندي ساتي نازولی دی.
تصویره زه درپسې مرم په آئینه کې نه يې
د ګلابونو د موسم په آئينه کې نه یې
او کله هم چې د ژوند په روانه کې دوخت او حادثو له امله د تصویرونورنګونه په خیالونو کې تت شي او کله هم چې د شاعر ذهن ته د ژوندي تصویر تصور دومره لوړ شي چې د هغې په وجې د شاعر زړه په چغو شي آو په نارو او سرو شي چې ګنې د مینې یې دنیا ړنګه نه شي او نه چې مینه یې د حالاتو او حوادثو په ناخوالو کې ورکه شي نو هله په چغو ،چِغو سر شي چې
څه حادثه درسره مله ده ولې نه خبریږم
بلا مودې وشوې صنم په آئینه کې نه یې
او کله چې دوه مئین د یو بل لیدو ته ونه توانیږي نو د نهیلیو سیوري یې په زړونو راخوره شي د لاسونو سرې ګلغټۍ یې د سپیرو خاورو په غیږه کې ښخې شي او زړونه یې د ګوګل په کور کې ټوټې ، ټوټې شي چې د دغې درد تصویر ته د پښتو ژبې خوږ ژبي شاعر طالب منګل په دې بیت کې څومره ښکلی خیالي رنګ ورکړی دی چې
ستا د لیدود ملاقات شیبه بدنامه پاتې
په لپو ځان راټولوم په آئينه کې نه یې
او بیا هم مئین په رپانده او او مات زړګي په سړو اسویلیو کې ځان نهیلی احساسوي او د خپلې مینې د دردونو او یادونو کې ځان ورکوي او د ځان په بیا بیا موندلو کې ناکام شي نو هغه وخت د خپلې ورکې مینې د یادونو نه مرسته وغواړي چې
لا هم تر اوسه د دې چم خلکو یادیږې ګلې
لا هم تر اوسه ددې چم په آئینه کې نه یې
ځوان شاعر ځان د نهیلیو او د مینې به داغونو کې ورکوي خو بیا یې هغه دمینې نازکه رشته رایاده شی چې (د مینې خو درد هم خوندور وي) نو ځکه ځان د مینې په مظبوطو دیولونو کې بندي کړي او د مینې او زړه ارادې ته ځان وسپاري ځان ترینه بې ځانه شي اووخت ورته د د بې برخې قسمتونوپه نامه د تورو ګړنګونو په څیر مخې ته ودریږي لکه دغه بیت چې زمونږ ځوان شاعرداسې ښکلی پنځولی
د ستا داغونه به ساتي د ګلابونو په څير
وخته خو ته به د عالم په آئینه کې نه یې
د پښتو ژبې خوږ ژبی ، نازک خیال ،او بې جوړې شاعرته د شعر په دنیا کې نورې بریاوې هم غواړم او الله پاک نه امید کوم چې قلم یې تاند او دالهام ښاپیرۍ یې تل د مینې په وزرونو کې زمونږ د کلابونو شاعر ته د وږمو نه ډک زیري راوړي او د شعر ګلبڼ کې یې د بیتونوګلغټۍ د وږمو په پرتو کې تل غوړیدلي او تاندې اوسي په قلم دې برکت او دا لهام په ښاپیرۍ دې رحمت شه زما یاره
ګل ساپی


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
د محمدالله ارین احمدزي پاڼه