Banare

د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر دخواخوږۍ پیغام

19.05.2012 08:37

د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر دخواخوږۍ پیغام

په ډیرې خواشینۍ سره مو دمیرمن بهیر دیوې تکړه غړې، وتلې ژورنالیستې او شاعرې حسیبې شهید  دشهادت خبر ترلاسه کړ.

انا لله و انا اليه راجعون

میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیرپه ترافیکي پیښه کې دخپلې یوې ګرانې غړې، ښې شاعرې، ویاندې او ژورنالیستې د شهادت د خبر په اورېدو سره، د يو لوى ویر احساس کوي. الله پاک دې دغې ګرانې خورته فردوس جنت په نصيب کړي .

میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیرددوې دکورنۍ غړو، خپلوانو او د لروبر افغان فرهنګي کورنۍ ته د خپلې ژورې خواشینۍ او خوا خوږي مراتب  وړاندې کوي ددوى په غم کې ځان شریک بولي. دغې ګرانې خور ته فردوس جنت او کورنۍ او خواخوږو ته یې دالله پاک په دربارکې د جمیل صبر دعا کوي.

د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر

دارالانشآ

زه هم په خپل وار سره د ځوانې، تاندې او هڅاندې پښتنې خور حسیبې شهيد پر مرګ سخت خواشينی شوم ، خدای ته لاسونه لپه کوم چې الله دې جنت پردوس نصيب کړي، پاتې شونو او کورنۍ ته دې خدای د زړه صبر ورکړي. مرګ حق دی هرڅوک مري، خو له وياړه ډک مرګ، چې ډير در پسې خفه شي اوښکې در پسې تويې کړي، ډير کم پيدا کيدونکی دی، خو د شهيدې حسیبې لپاره دا بسنه کوي چې ډيرې پښتنو ورڼو او خويندو پسې اوښکې تويې کړې.

مرګوټي داسې ځوانان يو وړل

له ډيره خياله يې کاږه وړل اورميږونه

په ځانګړې مينه محمدالله ارين احمدزی

ګل محمد شفیق 11.06.2012 08:49

د حسیبه شهید شهادت د پشتو ادب او ژورنالیزن لپاره یو ستره ضایع ده څو کاله مخکي مي د ارواښادي د ټپي کیدلو خبر د ازدی له رادیو نه واورید کوم چي د کابل جلال اباد په لاریه یی موټر ټکر شوی وو خو او بیا یی موټر ما په خپلو سترګو ولید چي ډیر خراب شوی وو خو د دالله یو معجره وه چي شهید په ځل نشوه شیهده زخمي وه او بیا الله ورته صحت ورکړ خو دا ځل چي مي د نوموړي د شهادت خبر وراورید ډیر پري خپه شوم . ځوانی مرګي شهیدي ته د جنت له خالق نه فردوس جنت غواړم او د کورني غړو ته یی صبرجمیل .

په درنښت
ګل محمد (شفیق)

جيلاني 26.05.2012 14:02

انا لله و انا اليه راجعون

شهيىدزوی 19.05.2012 09:27

واقعآ چې د اراواښادې حسیبې شهید مړینه د پښتنو فرهنګیانو او فرهنګپالو لپاره یوه ستره ضایعه ده،خو له لوی خدای څخه ورته دفردوس جنت هیله کوم او کورنۍ ته دې الله پاک جمیل صبر ور کړي، او له خدایه غواړم چې ترې پاتې دوه اولادونه یې صالحه او نیک عمله لوی او تر مراده ورسوي.
پرګور یې د الهی انوار باران اوسه (آمین)

له هندوستانه مې راستون کړې
له ګورستانه به دې څوک راستنوینه
جنت یې ځای شه

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
د محمدالله ارین احمدزي پاڼه