Banare

افغانی الاصله امریکایان او غربیان څه وایي

06.05.2012 14:37

افغانی الاصله امریکایان او غربیان څه وایي

څه موده کیږی چۍ په امریکا او غربي اروپا کی د ځینو میشتو افغانانو لیکنﺉ په سایټونو کې وینم او لولم یې. فکر کوم دوی به کومه نوی خبره ولری. افغانانو ته به د نوری نړﺉ د پرمختګونو رازونه ووایي. دوﺉ به نور پرمختللي هیوادونه لیدلی وي  پخپل خواروزار وطن به یې زړه درد کړی وي او په دې اړه به ښې لیکنی ولرﺉ.

خو له بده مرغه په پاړسی ژبه کی متل دی وایي(( کاسه های ګرمتر از آش)) دوی همداسی دي.

فکر به کوﺉ د افغانستان په یوه غره کې ناست دي، اوږدی اوږی څڼی یی پریښې. او خپلو ښوونځیو ته یې ټوپک نیولی . خپلو خلکو ته یې ټوپک نیولی چې دپرمختګ په لاره ولاړ نه شي. ته به وایي چی دادی واسکټ یې اغوستی اوس به دکابل یا کوم بل افغان ښار په یوه ګڼه ګوڼه کی ځان الوزوي.

خو دوی هغه د ستمیانو خبره نیکټایي داره طالبان دي. تر دوی هغه کسان چې دلته جګړی کوي او افغان وطن یی په دوزخ بدل کړی ډیر شرف لري. ځکه هغوی خو خپله جنګیږي. داچې پاکستان، ایران، آی ایس آی ، امریکا یا هر څوک یې جنګوي بیله خبره ده خو تر دوی ځکه ښه دي چې پخپله جنګیږي که نور بې ګناه خلک وژني پخپله هم وژل کیږي. خو دوی دا افغانی الاصله امریکایان او غربیان څومره منافقان دي. دوی په امریکا او جرمني، ډنمارک او نورو په اصطلاح کفري هیوادونوو کې ناست دي، زامن یی بهترین کالجونه لولي، لورګاني یی په بهترینو پوهنتونونو کې زده کړې کوي. داچې نوری څومره خوښی لري ټولو ته مالومه ده.

له دی جملی څخه یو هم زیرکیار دی او بل بسمل دی چې د کفارو په دسترخوان ناست دي او خپل وطنوال په جګړو سره اخته کوي.

دوی که دومره نران وي افغانستان ته دی راشي. د امریکا مزدوري دې پریږدي. ویل کیږي د نړﺉ استخباراتي سازمانونه هڅې کوي په افغانستان کې د جګړې اور تل بل وساتي  نو بیا یې داسې کسان خپل ګوډاګیان ټاکلي چې دهغو په وسیله داسی خبری وکړي چۍ افغانان نور هم جنګ ته وهڅوي. په یوه تازه لیکنه کی چارپوه زیرکیار اخوند ویلي چی طالبان باید له افغان اسلامي دولت سره مزاکره ونه کړي او دغه بې عقلان یې نور هم په ملا ټپولي چی جنګ وکړی او پری نه ږدی چی پښتانه ښوونځي ته ولاړ شي، پښتانه پوهنتون ونه وایي. پښتانه همداسی دتل دپاره په غرو رغو او خاورو ایرو کی پاته شي. زیرکیار د یوه پښتون دوسته سړي اکټونه کوي خو زما دخدای غاړې نه بندوي نه پوهیږم د کوم استخباراتي سازما په لومه کې به ګیر وی زکه څه چی دی وایی هیڅ کله  د پښټنو په ګټه نه دی.

دا په امریکا او غرب کی ناست کسان چی داسی مضمونونه لیکی زیاتره یی هغه کسان دی چی د روس اشغال په وخت کی د تره کی اوکارمل د مزدور رژیم لوړرتبه منصبداران و. په هغه وخت کی د اشغالګرو ترڅنګ ولاړ اوس دادی خلګ جهاد ته تشویقوی دوی په دی ډول خپل جنایتونه پټوی. دوی هغه څه وایی چی پاکستان یی یې وایي

دوی خبر نه دی چی دلته د وحشی طالبان له لاسه په پښتنو څه تیریږي دوی خبر دی خو ځمکه هغه سوزی چی اور پری بل وی دلته که موږ وژل کیږو زموږ اولاد له تعلیمه پاته کیږي موږ د طالب جان له لاسه ښار ته نه شو تلالی او دشپی ډوډی نه شوی بیدا کولای ددوی یی پری څه. دوی خو کرار په کورو کی ناست دی هر څه ورته امریکا او غرب ورکوی دوی زموږ له کنډکپرو سرکونو چی طالب جان پری ماینونه فرش کړی څه خبر دی دوی زموږ له کورونو څه خبر دی چی امریکایان او ددوی نور باداران یی تلاشی کوی د دوی کور خو دلته نشته . پښتانه تباه دی، پښتانه برباد دی پښتانه د ژوند له هر ډول خوښیو بی برخی دﺉ او زیرکیار او بسمل او نور غربیان او کمونیستان یی په تباهی کی بې برخی نه دی.

موږ دوی ته وایو په لحاظ د خدای نور د غرب له بلډینګونو زموږ سیل مکوۍ. او موږ پښتانه جنګ ته مه تشویقوۍ – اخیر پښتانه هم انسانان دی پریږدۍ چې دوی هم د نورو غوندی ژوند وکړی ولی یې ژوند ته نه پریږدۍ او که بیا نه قراریږۍ راشۍ تاس هم او دلته چی هرڅه کوۍ بیا به مو ومنو.

محمد انور اخلاص

خیرت انګار 08.05.2012 06:52

ریښتیا هم چې بسمل او زیرکیار غواړي د ورور په نقش کې د دوښمن رول ولوبوي.
هغوی چې پښتانه مقاومت ته را بولي، خو خپله لسګونه کاله پخوا په غرب کې مزې او چړچې کوي.

زه فکر کوم هغوی هم نور هلته بې خرڅه شویدي، ځکه هغه یو خو ېې پخپله یوه لیکنه کې ځانته د پوهنتون استاد(!!) نوم هم ورکړیدی. غواړي چې د همدې زهرجنو لیکنو له لارې خپل نفوذ په پښتني اذهانو کې کې پیدا او وروسته په مرکزي اداره کې یوه لویه څوکۍ ترلاسه کړي.
هغه بل سیتمی خو بیا د بایرن څخه رمباړې را وهي، او جالبه خو لا داچي د ځنو عقیدتي مجالسو او غونډو اعلانونه هم دی پخپله پاڼه کې خپروي.

خدای پاک دې دا تور مخي د ورور په جامه کې دوښمنان اصلاح، که نه وي، تباه کړي

خیرت انګار

وطن پال 06.05.2012 14:49

په قلم مو برکت شه بیخي یو یو ټکی مو ریښتیا دی . خوتالیبان خو بیا هم عملي ورانې کوي دوي بی عمله هم دی. بس تشې خبرې کوي او هغه هم بی معنې او تورې.

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
د محمدالله ارین احمدزي پاڼه