Banare

میرمن بهیر د رحیمه پښتونجارد شعري ټولګې مخکتنه وکړه

23.04.2012 13:20

شفیقه (خپلواک)

میرمن بهیر د رحیمه پښتونجارد شعري ټولګې مخکتنه وکړه

میرمن کلتوري ـ ټولنیزبهیر د خپلو غونډو په لړ کې د ۱۳۹۱ کال د غویي د میاشتې په دوهمه نیټه د رحیمه پښتونجار شعري ټولګه(درې ګلونه) مخکتنې ته وړاندې کړه غونډه د ورځې په یوه بجه د شکریه کمالزۍ په ویندويۍ پیل شوه .د غونډې ګډونوالو د رحیمه پښتونجار شعري ټولګه او شاعري د پښتو ژبې او ادب لپاره مثبته  وارزوله  او د هغې د ادبې هڅو ستاینه یې وکړه د هغې د (دری ګلونه) شعري ټولګه د ډیرو میرمنو د خوښې وړ ګرزیدلې وه او هرې یوې بیلابیل نظرونه درلودل، د میرمن بهیر یو شمیر غړو ددغې شعري مجموعې په اړه مقالې او ویناوې واورولې:

اوږۍ امیل وویل: د لومړۍ ټولګې په توګه د رحیمې شاعري له ساده والي سره،سره ډیره زړه راښکونکې او خوندوره ده .

ګلالې امرخیلې پخپلو خبرو کې وویل: د پښتونجار دغه مجموعه په زړه پورې مجموعه ده او زموږ پر ادب یوه ښه زیاتونه ده خو ارمان چې ټیپي غلطۍ یې دا خوند لږ راکم کړی دی.

میرمن شاه ګل ګلزاده پخپلې وینا کې وویل:د هغې شعرونو کې د ښځو درد پروت دی او هر ښځه ځان په کې لیدی شي.که څه هم په ځينې ځایونو کې د وزن او تسلسل ستونزه شته خو دې د شعر په معنا ډیره اغیزه نه ده کړې.

جمیلې صافۍ هم په همدې نظر وه او ویل یې ما چې کله د هغې د(اوښکې مې نه دریږي) شعر لوست نو بې اختیاره مې اوښکې ورسره روانې شوې.

له دې وروسته پاکیزه آرزو( د شاعرې په آزادوشعرونو کې ترکیبونه)تر عنوان لاندې لیکنه وه او په پای کې نعیمې(غني) د هغې په شعر کې د ښځینه احساساتو د شتون په اړه خپله لیکنه ولوسته چې دلته یې خپروو،غونډه د مازدیګر په څلورو بجو پای ته ورسیده.

دری ګلونه د ښځینه شاعرۍ یوه بله بیلګه

دری ګلونه د رحیمه پښتونجار د شعرونو ټولګه ده چې په یوسل اویو ځلویښت مخونو کې د دانش خپرندوی ټولنې له خوا خپره شوې ده.په نوموړې ټولګه کې د شاعرې د خپل ذوق او فکر سره سم په بیلا بیلو فورمونو کې شعر ویلی دی،زه دلته د هغې د شعر دنوعیت په اړه نه غیږم او  دا کار هغو ته چې دشعر په اړه له ما په ډیر څه پوهیږي  پریږدم او ترکومه ځایه چې زما خبره ده زه د رحیمه پښتونجار په شعر کې د ښځینه احساس د بیان په اړه یو ځه لیکم :

که د هغې د شعري ټولګې نوم(درې ګلونه) او د کتاب د پښتۍ انځور( یوه  مور له دریو ماشومانو سره) ته ځير شو نو له دې ځایه به پوره آدرس تر لاسه کړو چې دا د یوې مور او په ټولو کې د یوې ښځې شعري ټولګه ده او دا به هم معلومه شي چې هغه غواړي چې د یوې ښځې ریښتونې ځيره موږ ته راوښيي (له کورنۍ سره یوځاي،ملي جامې،ګڼې،سینګار،او دراتلونکي په لور یوه له هیلو ډکه خو اندیښمنه موسکا )دا ټول د یوې ښځې ځانګیړنې دي.

له دې ورهاخوا رحیمې د پلار ،مور،خور،ورور،ماشومانو،خاوند،مینې،ناخوالو،درد او هر څه یادونه په خپله ټولګه کې له خپلو تجربونه  ستایلي او غندلي دې ، که له یوې خوا یې له خپلې مور او خور سره د مور د بنې په غږ آن د مور په غیږ کې اوښکې تويې کړې دي له بلې خوا یې د پلار په مرګ پوره ویر کړی او د لور فرض یې پوره کړی، له دې سره یې خپل ورور او ماشومان هم نه دي هیر کړي، او  هغوی یې هم په خپل ځای د خپل ژوند د سړو او تودو شریک بللي:

خو د شعري ټولګې ډ یره برخه یې د مین لپاره احساساتو ته ځانګړي شوې ده او داسې ښکاري چې د هغې شاعري د هغې له مېنې سره سم مزل کړی وي لکه چې وایي :

په هغه تورو شپو کې

پاس د بلۍ په لمن

چې مو د مینې ډیوې بلې کړلې

او بیا په دې سفر کې هر څه په مخ ورغلي،د مینې غوښتنه یې کړې:

وامې خله ما جګه کړه په غیږه په لاسونو کې

کیمږده بیا چیرته د زړګي په درشلونو کې

او یا هم:

ستوری مې اوربل کې شه دړۍ، دړۍ

ټیک مې د جبین د حسن وول مې شه

د وفا او لاس نیوي غوښتنه یې کړې:

لاس د رحیمې چې ګوره پرینږدې

خپل د خوږې غیږې په نصیب مې کړه

پټه مینه یې په ځان کې له ډیرې تندې وروسته موندلې:

چې مې ښه ځان ته پام شو

زه ومه ډیره تیږې

ستا دخبرو تږې

شکمنه شوې اوګیلې یې کړې:

زړه ویل چې ،زه ستا مینه نه یم، زه درته ګرانه نه یم، زه درته ګرانه نه یم.

په غلا یې مینه کړې:

اوښکه شه جانانه چې لیمه درنه چاپیره کړم

پټ به په بڼو کې دیدنونه سره ښکل کړو

د بلې هرې ښځې په ځیر په خپله مینه کې حسوده ده:

تاته  به ډیرې تنکۍ پيغلې تور پيکي غوړوي

د رحیمې خړ پيکی تاته د روماله ووت

او لږ څه بغاوت یې کړی، په مینه کې یې ګناه کړې او بیا یې هغه ګناه پټه کړې نه ده بلکې اعتراف کوي او هغه ګناه  خوږه او سپيځلې ګڼي:

ماته په دنیا او په عقبا د عشق سزایې

راشه چې دې ښکل کړم په ایمان خوږه ګناه یې

همدارنګه:

موږه ګناه کړې ده

د نازولي لیوني په شان سپیځلې ګناه

یوه د مینې ګناه،یوه دمینې ګناه

مګر ژوند یوازې په مینه هم نه دی ولاړ او نورې ډيرې خبرې هم په ژوند کې شته چې احساسات راپاروي او ویل یې ژبه غواړي ،رحیمې هم ځینې داسې موضوعات را اخیستي دي او د خپل درد خواله یې له خپلو اوښکو سره کړي دي:

چوپه خوله یې زما اوښکې

               فریادونه درکې نغاړې

                                   سلګې ډوبې دي په تا کې

نا هیلي یې لرلې:

اغیارو به طعنې راته د ژوند د نیمګړتیا کړې

دا تیږې د آسمان وې چې په سر راوریدلې

یا :

زه مې د اوښکو په هینداره کې نن

د خپل ارمان جنازه

هلته کې لرې د ګوګل په جلګه

دزړه په ګور ښخوم

خو کله، کله د حالاتو له لاسه دومره احساساتي شوې چې چاته  د قلم په ځای توره اخلي او بیا یې د قلم په شان اخلي.

اویا هم د (امریکا ته )تر عنوان لاندې غزل:

خو د رحیمې هر څه احساسات چې دي په ټولو کې د یوې ښځې احساسات دي چې خپله سپيڅلتیا یې لرلې ده ،

نوموړې د خپلې شاعرۍ په ډیره برخه کې د شاعرانه شیبو د انځورولو له پاره د قاف غرونو ته نه ده تللې ، د شاعرۍ ژبه یې یوه ریالیستیکه ژبه ده چې د ژوند شیبې یې شاعرانه کړې او بیا یې هماغه انځورونو ته شاعري کړې چې(د حج میلمه ته،ګرانه اختر دې مبارک شه ،ها د کابل په شپوکې،سره جوړه،ستا مینه )شعرونه یې ښې بیلګې دي.   لاس دې یې تل په قلم بر وي.

صمیم صافی 01.09.2012 11:11

هیله کوم چې د اغلی پښتونجار د ژوند(زدکړه،د پلارنوم،د زیږیدو ځای او نیټه او اصلی ټاټوبی) په هکله کې مو موږ ته معلومات راکړل موږ دا به مو پر موږ لویه پیرزوینه وی

صمیم صافی 01.09.2012 04:20

د ویبپاڼی له چلونکو څخه غواړم چې اغلی رحمیه پښتونجار راته راوپیژنی چې دا به یی پر موږ لویه پیرزوینه او لورینه وی

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
د محمدالله ارین احمدزي پاڼه