Banare

زده کړه او د خلکو مسوليت

22.04.2012 12:08

زده کړه او د خلکو مسوليت

ليکوال: محمدالله ارين احمدزی

د ۱۳۹۱ لمريز زيږديز کال د وري د میاشتې په ۳۱ نيټه مې له ملي ټلويزون څخه واوريدل چې د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې يو ښونځی تر درې کلن ځنډ وروسته پرانيستل شو.

دا ښونځی په داسې حال کې پرانيستل چې ګڼ شمېر ماشومانو يې هم په پرانيست غونډه کې ګډون کړی و. قومي مشران او دولتي چارواکي هم و. د ماشومان خوښي او په ټولګيو کې د دوی ناستې مې سترګې له اوښکو را ډکې کړې، په دوی کې ډير داسې ماشومان هم و چې پښې يې يبلې وې، ښکلې جامې يې نه وې پر تن کړې، مخونه يې د خواري، فقر، ناپوهي ګردونو وهلي و خو له دې ټولو سره سره يې په څيرو کې هيله او اميد له ورايه ښکاريده او د دې په قدر پوهيدل چې ښونځی يانې څه، دوی له دې ټولو ستونزو، بې کاري سره سره دې ته خوښ و چې ښونځی ورته پرانيستل شو. له دې سره سره چې په ښونځي کې يې څوکۍ او ميزونه نه و، دوی کوم ځانګړی يونيفورم نه لاره، ښونکو يې هم ښې دریشي نه وې کړې ، ټولګي يې هم په پرمختللي ډول نه و جوړ شوي په خاور ناست تورې ته تخته ته سترګې سترګې و. د خيره موسسې کتابچې او بکسونه ورسره. خو دا ماشومان او تنکي ځوانان چې نيژدې درې کاله له زدکړو محروم و نيژدې درې ټولګيه شاته پاتې شوي و. خو له دې سره سره دا په داسې يوه ولسوالۍ کې تر درې کلن ځنډ وروسته هم د ښونځي پراينستل يو ښه زيری دی.

ټول افغانان په هر ولايت کې چې دي،  دې ته اړ دي چې بچيان يې زده کړه وکړي او لوستي شي، ترڅو د کورنۍ، خپلې سيمې،ولايت او ان هيواد راتلونکې په مسلکي ډول تضمين کړای شي او وکولای شي په راتلونکې خپل ژوند په سم ډول سره تامين کړتی شي. ټول افغانان بايد په يوه خبره پوه شي چې د پوهنې وزارت، د دې وزارت اړوند تاسيسات لکه ښونځي، دارالمعليمنونه او نور درسي ځايونه د خلکو مال دی. وسله وال مخالفين که له دولت سره په هره برخه کې ستونزې لري، خو د پوهنې په برخه کې بايد ستونزې ونه لري، ځکه پوهنه لکه چې زما بچي ته اړينه همداسې د ده بچی هم ورته اړتيا لري، بله مهمه خبره داده چې د پوهنې وزارت نه توپ لري او نه هم ټانګ نه هم پوليس او اردو چې دوی به ونيسي دوی يوازې کورونو ته د علم ډيوه رسول غواړي. تر ډيره د هيواد د نورو ولايتونو په پرتله پښتون ميشتې ولايتونه شاته پاتې دي. تيره اونۍ لوګر ته تللی ووم، وړوکي ورور مې چې په ما ډير ګران دی راته په ډيره خوښي سره خپل کتابونه را واخيستل. کتابونه مې د کيفيت او کميت له پلوه وليدل نصاب په ډيره لوړه کچه و او څه ناڅه هيله من شوم او داسې ارمان مې وکړ چې کاشکې زه هم اوس په ښونځي کې وی ترڅو له دې علمي کتابونو څخه برخه من شوی وی. همداسې مې د يو بل ورور د يولسم ټولګي کتابونه هم وليدل ریاضي، فزيک، کيميا، پښتو، دري ، انګلیسي او نور ډير په لوړ کيفيت ليکل شوي و. خو په زړه پورې پکې داوه چې د کمپيوټر د زده کړې کتاب هم پکې و، چې پکې له انټرنيټ يا نړۍ جال نيولې بيا تر ټولنيزو پاڼو لکه ياهو، هاټ ميل، جيميل، فيس بوک او ټويټر په اړه هم پکې په زړه پورې معلومات و يو بل کتاب هم چې نوی نصاب ته ور زيات شوی و معلوماتي و چې د ځوانانو وړتيا ته يې نوره هم پياوړتيا ورکوله او دوی يې له نړيوالو پرمختګونو او لاسته راوړنو خبرول ، د چاپيريال په برخه کې هم يو کتاب پکې موجود و دا کتاب ځکه ډير موثر دی چې په افغانستان کې نن سبا د چاپيريال په برخه کې ستونزې له يوې ورځې بلې ته ډيريدونکې دي. نصاب په لوړه کچه و، د کتابونو چاپي کيفيت او فزيکي جوړښت هم په لوړه کچه و.  په ټولنه کې هره مور، پلار، ورور، خور مکلف دي چې تر ځان واړه تنکي ځوانان او ماشومان ښونځي ته واستوي، ديني علما، قومي مشران، دولتي او غير دولتي چارواکي او ان د دولت وسله وال مخالفين له هيواد سره د شته اسلامي او افغاني مينې په لرلو سره اړ دي چې د ښونځيو، ديني مدرسو، د ښونکي د روزنې له مرکزونو او د پوهنې وزارت له نورو ادارو تاسيساتو او کارکونکو څخه ساتنه وکړي. په ښونځيو کې د ويرې او ترهې فضا خوره نکړي. هر کليوال وګړی اړ دی چې د ښونځي ساتنه داسې وکړي لکه څنګه چې د خپل کور ساتنه کوي، د بل بچی ښونځي ته داسې وهڅوي لکه څنګه چې خبل بچی هڅوي. ځکه حديث دی چې د علم زدکړه په هر مسلمان فرض دی. همداسې د خدای تعالی خوږ پيغمبر هم له زانګو تر ګور پورې د زدکړې لارښونه کړې. ديني علما او قومي مشران د ټولنې هغه منل شوی قشر وي چې په دې برخه کې پراخ لاس لري ترڅو کورنۍ وهڅوي چې خپل بچيان چې د هيواد راتلونکې د دوی په لاس کې ده ښونځي، مدرسې، کورسونو او روزنیزو مرکزونو ته د زدکړې په موخه واستوي.

همدارنګه دلته د نورو مسوليتونو ترڅنګ ځوانان هم مسول دي چې دې برخې ته پاملرنه وکړي، هغه ځوانان چې مسلکي زدکړې لري بايد په ښونځيو کې تدريس وکړي، که هيڅ نه وي دومره خو کولای شي چې په اونۍ کې يوه ورځ د خپل وس سره سم کور ته په نيژدې ښونځي کې تدريس وکړي، يوازې يوه ورځ او په اونۍ کې څو ساعته تدريس کولای شي د زده کونکو په ژوند کې پراخ بدلون راولي. له دې سره سره چې ډيرې کورنۍ کمپيوټر نه پيژني او يا هم په ولايتونو کې د بريښنا د نه شتون له امله کمپيوټر نه شي اخيستی، د ښونځي مسولين، د ولايتونو د پوهنې رييسان، د پوهنې وزير، سوداګر بايد په دې برخه کې هڅه وکړي. همدارنګه چارواکي او ځايي مشران بايد په دې برخه کې د سوال ځولۍ مرسته کونکو ادارو ته وغوړوي، سوداګر، مخابراتي شرکتونه او سوداګريزې ادارې د دې پر ځای چې په ټلويزونونو کې کنسرټونه سپانسر کوي ښه به دا وي چې څو ښونځيو ته په يادو شويو پيسو باندې کمپيوټرونه واخلي.

همدارنګه په هر ولايت کې يو ګڼ شمېر مرسته کونکې ادارې چې د ښونې او روزنې په برخه کې کار کوي بايد د سیمې د نفوذ لرونکو څيرو لخوا اړ شي چې له دوی سره د زدکړه ايزو موادو په برخه کې مرسته وکړي. خو يوه خبره مو ياده وي هغه دا چې ډيرې ادارې لکه د کليو او پراختيا د وزارت د ملي پيوستون پروګرام په څير در باندې لوبې ونکړي، زموږ په ولايت لوګر کې د دې پروګرام له لارې ډيری سيمې په جنراتوري بريښنا د څو موقتو ورځو لپاره روښانه شوې، پايې ودرول شوې، لينونه وغځول شول خو د څو ورځو په تيريدو سره يې يا ماشين خراب شو او يا هم د بيجلۍ بيل ډير و او په پای کې دا پروسه له خنډونو سره مخ شوه او هرڅه په ټپه ودريدل او دا لړۍ نه يوازې په لوګر بلکه د هيواد په ډيرو ولايټونو کې پلې شوه وه خو ډاډه يم چې حال به يې تر لوګره بدتره وي. په ښونځيو کې د لابراتوار، کمپيوټر په برخه کې بريښنا ته اړتياوي خو ښه خبره داده چې تاسو ته لمرينه بريښنا جوړه شي ترڅو په راتلونکې کې کله چې مرسته کونکې اداره درڅخه لاس اخلي دې ته اړ ونه اوسۍ چې ډيزل يا پټرول ورته خريدارې کړۍ کوښښ مو بايد دا وي چې پروژې دايمي ارزښت ولري او د بريښنا د کمښت برخه مو بايد په لمرينه بريښنا تامين شي، ځکه يوه شمسي يآ د لمرينې بريښنا برابرونکې دستګاه چې اصلي وي کولای شي پنځو کمپيوټرونو ته بريښنا تامين کړي. د ښونځي او پوهنې ولايتي مسولين بايد کوښښ وکړي د پروژې ورکونکي يا ډونر ته داسې پلان ورکړي چې د دوی لپاره يې راتلونکې تر ډيره له ډاډه ډکه وي.

مخالفين وسله وال له دولت سره چې هرڅه کوي کوي دي. خو يوه خبره بايد په ډاګه ورته و ويل شي چې له ښونځي سره دښمني يې له خپل اولاد او ټولنې سره دښمني ده، لرې به نه وي چې د اوسنيو مجاهدينو پر ځای به يو وخت دوی وي، لکه څنګه چې نن مجاهدين د پرونيو کړو وړو له امله په خپل کړي جهاد وياړ نه شي کولای دوی به هم داسې وي. تاسو به څه موده وړاندې اوريدلي وي چې د پوهنې وزارت د تيرو دريو لسيزو جګړو ناخوالې د ښونځي له نصاب څخه لرې کړې، دا د پوهنې وزارت د کوم ضد يا مخالفت له امله نه ده کړې، بلکه دا يو مجبوريت و او دا کار بايد لس کاله وړاندې شوی وای خو ځه اوس هم لا وختي دی ښه شو چې دا تور تاريخ زموږ له کتابونو لرې شوې، وسله وال بايد تر ډيره له ننې ګټې پرته راتلونکې او سبا ورځې ګټې ته وګوري، ځکه د دوی هرڅه په تاريخ کې ثبتيدونکي دي او تاريخ بيا تر ټولو ښه قضاوت کولای شي، داسې ورځ به راشي چې د دوی په اړه به هم تاريخ قضاوت وکړي. هغه مشران او ديني علما چې د زدکړې د څراغ په ځليدو کې موثر واقع کيدای شي دوی هم بايد په دې برخه کې خپلې مرستې ونه سپموي او که د دوی د سر په بیه هم کيدونکې وي دوی بايد د علم ډيوه بله وساتي، ځکه که دوی ژوندي وي دوی به د علم د ډيوې ساتونکي و اوسي او که خدای مکړه د پوهې دښمنان د دوی په وژنه او شهادت لاس پورې کړي د دوی نومونه به په تاريخ کې د پوهې د ځلانده ستورو په څير پاتې شي او تاريخ به لکه څنګه چې زموږ په نورو باشعوره مشرانو وياړې پر دوی هم و وياړي او پر دښمنانو به يې لعنت و وايي.

له کورنيو، مشرانو، پلرونو، ميندو، خويندو، ديني علماوو، قومي متنفذينو او ځوانانو څخه مې هيله داده چې خپل بچيان وروڼه، خويندې او وريرونه ښونځي ته واستوي. له دولت څخه مې غوښتنه داده لکه څنګه چې د نصاب په برخه کې لاسته راوړنې لري، همداسې د ښونکي د وړتيا په لوړاوې کې هم رغنده هڅې وکړي، ځکه د دوی ننی نصاب تر ډيره پخواني ښونکي چې له نهم ټولګي څخه فارغ دي د دې وړتيا نه لري چې په يولسم ټولګي کې د الجبر په مضمون کې ميټريک او يا لوګاريتم تدريس کړي.

همدارنګه د ولايتونو د پوهنې مسولين بايد تر ډيره د پوهنې د تخنيکي ستونزو د حل په برخه کې داسې هڅې وکړي چې تل پاتې وي، داسې نه وي لکه د کليو او پراختيا وزارت د ملي پيوستون د ډيزلي بريښنا پروژې چې نن نه بريښنا شته، نه يې هم پايي او نه يې هم لينونه او ګروپونه، ځکه ماشين تيل غواړي او تيل هم پیسې او پیسې هم د اقتصادي ودې په ترڅ کې موندل کيدای شي.

له محترمو ښونکو څخه مې هيله داده که معاش وي او که نه وي که لږ وي او که ډير دوی چې ښونځي ته راځي يوازې د خدای، هيواد او د دې ځوريدلي او کړيدلي ملت د سوکالتيا په موخه زړه له کومې تدريس وکړي، او دا اخلاقي جرأت بايد پکې وي په هغه څه چې نه پوهيږي د پوهنې له رياست، پوهنې وزارت، او په ملي شورا کې د خپلو استازو له لارې دې د خپلې وړتيا د لوړاوي غوښتنه وکړي. ترڅو د هيواد راتلونکې مو روښانه وي. په دې هيله چې نور د هيواد په هيڅ يوه کلي، ولسوالۍ، ولايت او لوري کې د يوې شيبې لپاره هم ښونځی تړلی، بې ښونکي او بې زده کونکي پاتې نه شي.

د ارین ملګری 23.04.2012 10:43

salamona ashna څنګه یې joor ye په خیر یې saat de ter day ښه پکې خوشحاله یې lage lande lekane kawa مړه څوک دومره سر na pase khogaweee

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
د محمدالله ارین احمدزي پاڼه