Banare

غزل

07.04.2012 07:52

غزل

درده ته دوا شه درمان مه غواړه
مینې ته رسوا شه ارمان مه غواړه

شعره د الهام په توپانونو کې
جوړ شه یو غزل خو جانان مه غواړه

عشقه د جنون په سرحدونو کې
ورک شه له خپل ځانه ایمان مه غواړه

وسیزه د زړه غوښې مې وسیزه
اوره دې لمبو ته جلان مه غواړه

نن چې رحیمه شمیري د اوښکو پل
نورې د وصاله هجران مه غواړه

عبدالبارې 08.04.2012 13:15

گرانی رحیمه جانی
دا ستا دشعرونو نه خو مونگه بی برخی یو نو اوس به شعرونه را ته وائی او که امکان یی وی نو راته رالیگی به ئی هم

مننه
انجنیر عبدالباری

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
د محمدالله ارین احمدزي پاڼه