Banare

فیس بوک والو ته خبرداری

10.03.2012 13:11

فیس بوک والو ته خبرداری

ژباړه او زیاتونه: محمدالله ارین احمدزی

دوه امریکايي ميرمنې د فیس بوک له لارې پوه شوې چې د یو کس ميرمنې( بنې) دي.

په واشنګټن کې څارنوالانو ويلي دي، چې دا دوه له یو بل څخه ناخبره بنې هغه وخت په دې پوه شوې چې یوې میرمنې د بلې په اکونټ کې د هغو انځورونه کتل او پکې یې ولیدل چې له خاوند سره یې یوه بله میرمن په داسې حال کې ولاړه ده چې د واده کیک پرې کوي.

دې میرمنې لومړی خپلې خواښې ته وویل او وروسته یې له محکمې سره اړیکې ونیولې.

د دوی خاوند آلن اونیل چې د زندان افسر دی د دوو ښځو په لرلو تورن شوی دی او کیدی شي د روانې میاشتې په وروستیو کې محکمې ته حاضر شي.

په امریکې کې د څو میرمنو لرل قانوني جرم دی.

د محکمې اسناد ښيي چې اونیل په ۲۰۰۱ کال کې له لومړنۍ میرمنې سره واده کړی و، خو وروسته تر دې چې دی پرته له طلاق څخه له خپلې میرمنې لرې کیږي خپل نوم ته تغیر ورکوي او په ځان باندې د آلن فولک نوم ږدي او دوهم واده کوي.

محکمه وايي کله چې دوی د ده د لومړنۍ میرمنې تر اړیکو یو ساعت وروسته د هغه له مور سره اړیکې ونیوې، ښاغلی فولک بیرته خپلې لومړنۍ میرمنې ته ستونی شوی او وايي چې تر اوسه یې دې ته طلاق نه دی ورکړی او لا یې هم خاوند دی.

ویل کیږي چې تر اوسه نه ښآغلي اونیل او نه یې هم لومړنۍ میرمنې د طلاق غوښتنه کړې.

څارنوال وايي چې ده خپلې دوهمې میرمنې ته ویلي دي چې دا دې د ده د واړه په اړه څه نه وايي تر څو هرڅه سم شي، خو میرمنې یې له محکمې سره اړیکې نیولي دي.

که اونیل مجرم وپيژندل شي نو یو کال به ورته د بند سزا واورول شي.

تر دې وړاندې هم په ایران کې دې ته ورته پيښه هغه وخت د طلاق لامل شوه چې د یوې میرمنې خاوند په فیس بوک کې په مستعار نوم د آی ډي تر جوړولو وروسته له خپلې میرمنې څخه داسې خبرې و ویستې چې دې یې خاوند ته کول نه غوښتل.

د یادې میرمنې خاوند په محکمه کې ټول اسناد او له خپلې میرمنې سره شوي چټونه یا بریښ بنډارونه وښودل او میرمنې ته یې د دې له امله طلاق ورکړ چې له ده سره یې خیانت کړی و، او له څو نورو سره له اړیکو لرلو څخه یې پرده پورته کړې وه.

د دې میرمنې خاوند ادعا وکړه چې میرمنې یې ده ته هم د نامشروع اړیکو ست کړی و او دا ست به هره ورځ تکراریده.

د میرمنې خاوند یاده میرمن هغه وخت ګیر کړه او راز یې افشا کړ چې دوی دواړه په کور کې و، میرمنې یې په کمپيوټر کې په فیس بوک کې چټ کاوو او خاوند یې هم په بله خونه کې د موباییل له لارې له دې سره بریښ بنډار کاوو او کیسه داسې شوه چې خاوند یې هغه لاس په لاس ګیر کړه او خپل مستعار نوم، مستعاره آیډي یې دې ته وښوده او دایې طلاق کړه، له دې سره سره چې ده خپلې میرمنې ته طلاق ورکړ خو په ایران کې د شته اسلامي نظام سره سم میرمن یې د نامشروع اړیکو په تور بندي شوه.

په نړۍ کې د نړۍ جال له چټک پرمختګ سره سره چې ځينې اسانتیاوې یې رامنځ ته کړي دي او ان تر دې چې په عربي نړۍ کې د اوښتونونو لامل شو خو په کورني ژوند کې یې په نوره نړۍ کې ډير خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.

لالا ، بټنوال 11.03.2012 13:37

په فېس بوک کې خو ګډې وډې معاملې شته خوپدې برخه کې افغانان خاص مشکل نلري ديو طرفه زمونږ په وطن کې کوم خاص نافذه قانون نشته چې دښځو د حقوقو په برخه کې موثر رول ولری اوکه شته دکاغذ پرمخ دی اودضرورت په وخت په غریبو خلکو تطبيق کیږی ، زمونږ ډېر قومندانان اوپه نوم مشران هریو څوښځې لری ، اودبله طرفه زمونږ د ډېرو فېس بوکیانو ښځې بېچاره ګانې سواد نلری اوکه يوه نيمه ېې لری فېس بوک نه کار نه اخلی ، د احمد زی صاحب څخه بياهم دهغو لخوا مننه کوم چې دا مشکل لری ،زه فکر کوم پدې برخه کې نن سبا ډېره پاملرنه مبایل ته په کارده چې د ډېرو کورونه ېې وران کړل

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
د محمدالله ارین احمدزي پاڼه