Banare

وبه ګورو!!!

09.01.2012 07:45

وبه ګورو!!!

محمدالله ارین احمدزی

مخکې به زموږ سپین ږیری تره په میاشت کې دوه ورځې نادرکه و بیا به را پیدا شو. ما به تل ترې پوښتنه کوله چې لالا چیرې تللی وې؟ ده به راته په ځانګړي انداز ویل چې په ګلدره کې مې د عسکري د وخت یو انډیوال و هلته ورغلی ووم ترڅو یې پوښتنه وکړم.بیا به مې ترې د ګلدرې پوښتنه کوله ما به داسې اټکل کاوو چې ګلدره به هم زموږ له کلي سره نیژدې کلی وي. خو ده به راته ویل چې نه ګلدره د کابل سره نیژدې یوه سیمه ده. همداسې کله کله به  د ده کره هم یو نیم سپین ږیری د دوه درې شپو لپاره راته، سره ناست به و د آزارباش، ټولی مشر، خوردضابط کیسې به یې کولې. زه به ورته ځير ووم دوی به بیا سره وخندل، ملخی  ټوپک، موش کوشه توپانچه او داسې نور نومونه به یې هم اخیستل ما د ټولو پوښتنه ځکه نه شوی کولای چې بیا لالا را باندې غصه کېده ځکه هسې به یې هم کورته راته قاضي قضات وایه، زموږ کلي به چې څوک ډير ځير و او ډيرې پوښتنې به یې کولې او په هره خبره به یې ځان پوهول غوښتل هغه ته به دا لقب ورکول کیده. دا تګ راتګ تر هغه وران و چې تره مې د پښو سړی و او په ځان باوري و خو چې لږ مانده شو او په کور کیناست بیا به یې یوازې دا ویل:پخوا ډير ښه وخت، ډيرې ښې ملګرتیاوې وې، ډير ښه خلک و. زه کرار کرار را غټیدم او د ده پر ځينو خبرو به مې سر خلاصیده، ګلدره مې هغه وخت پیدا کړه چې په ښونځي کې شامل شوم او په ښونځي کې مو د په جغرافیې په نوم د یو درسي کتاب په لوستلو پیل وکړ کله چې ښونکي راته یاد کتاب پیل کړ د هیواد ولایتونه یې راته تشریح کول نو د کابل په اړه په شته ورځني درس کې مې یوه ورځ ګلدره هم تر سترګو شوه او تره هغه تیرې کیسې یو ځل بیا زما په زړه را و وریدې. یوه ورځ له خپل پلار سره کابل ته هم راغلم او پوه شوم چې ګلدره دومره نیژدې ځای نه دی لکه څنګه یې چې ما اټکل کړی و. همداسې مې یوه ورځ ملخی ټوپک هم ولید. خو زموږ تره بیا نور د دې جوګه نه و چې ګلدرې یا شکردرې ته لاړ شي او کیدی شي یاران یې هم د ده ځای ته رسیدلي وي ځکه تر یو څه وخت وروسته مې دوی هم نه تر سترګو کیدل خو تره به مې یو نیم وخت ویل چې زما یو ملګری و که ژوندی وي خدای دې عمر ورکړي او که مړ وي خدای دې جنتي کړي ګل خان نومیده د ګلدرې و ډير تکړه ځوان و. دا کیسې مې تر هغه په غوږونو کې وې چې ما هم ځينې دوستان پیدا کړل، بس زه به هم تلم راتلم، ملګري به مې هم تلل راتلل، خو د تره په یوه خبره نه وم پوی شوی چې ده به ویل پخوا ډير ښه وخت ډيره ښه ملګرتیا وه. زما د ملګرو شمېر له کلي پیل شو، ښونځي ته شوم له ښونځي پیل شو او بیا ان تر پوهنتون او دفتر پورې ورسیدم. د تره مې لس اته ملګري و خو زما پنځوس شپیته ملګري و. سره تلو راتلو، خوړل څښل مو، چکرې به مو وهلې. خو د وخت په تیریدو سره دا هر څه بلې خواته روان و. د کلي ملګري را څخه هغه وخت بیزاره شول چې زه ښونځي ته راغلم، ځکه دوی به ویل چې په دښته کې باید توپ ډنډه وکړو، توشلې یا مردکي وګټو خو زه اړ وم چې د سبا لپاره راکړل شوې کورنۍ دنده تیاره کړم. بس لارې مو سره بیلې بیلې شوې. ښونځي ته چې راغلم بیا مې ملګري ډير شول خو دوی هم یوازې یوه موده راسره مزل وکړل، ځينې په ښونځي کې ناکام شول په پخواني ټولګي کې پاتې شول، ځينې ایران ته لاړل او ځينو ته هم ویزې راغلې او عربي هیوادونو ته شول. په پوهنتون کې مې هم ډیر ملګري و، دوی بیا یو څه ښه و نیژدې څلور کاله مو سره تیر کړل، په دې څلورو کلونو کې مو ډيرې ښې او بدې خاطرې سره لرلې خو کله مو چې د کابل په یو لوکس هوټل کې د فراغت جشن یا لمانځغونډه جوړه کړه بس هغه یې وروستۍ ورځ شوه. یو نیم به مې چیرې لیده خو یوازې په ستړی مه شې، خیر یوسې، باندې به مو د زړه سود سره کاوو. همداسې تر دفتر پورې را ورسیدم، کله چې زما موقف تر نورو ټيټ و نو د ځان سیالانو سره به مې د زړه خواله کول، او د لوړ پوړو کسانو زړه به مې  ساته که مې داسې نه وی کړي نو هره ورځ به یې ویل دفتر کې اقتصادي ستونزې دي کیدی شي دوه درې کسه وباسو. خو بل دفتر ته له تګ سره سم به دوی هم را څخه پاتې شول. تر دې دمه داده نیژدې شل کاله کیږي په یارانو سر یم خو د زړه یاران پکې راته شپږ اته پاتې دي، وبه ګورو چې دوی راسره تر کومه پاتې کیږي، ځکه لکه څنګه چې ټولنې، کړه وړه، عادات، دودونه مختلف دي همداسې ملګري هم د ګڼو طبعیتونو خاوندان وي. ډير ملګري مې په کلونو یاد نه کوي زه یو نیم وخت ورته فون وکړم خو دوی راسره داسې وغږیږي ته به وايې چې په زور ورسره خبرې کوم، یو نیم یې بیا هغه وخت راته زنګ و وهي چې بیکاره شي او یا هم زه په کوم نوي دفتر کې دنده واخلم دوی هم راسره تر جوړ په خیر وروسته وايي موږ هم یاد کې ساته او ځينې چې بیا په لوړو موقفونو کې وي دوی بیا هسې بړوس وي چې ته ورته سلام وکړې دی به درته ګیلې انې او بهانې پیل کړي او دې ته به دې اړ باسي چې نور یې خوشې کړې. نو اوس زه د لالا په هغو خبرو څه ناڅه پوهیږم چې پخوا تر ننه یوازنی شی چې بیخي ډیر و هغه صداقت او ریښتونې ملګرتیا وه هغه متل دی چې وايي(اول زده کړه بیا کوژده ) نو ملګري هم باید تر هرڅه وړاندې وتلل شي او وروسته ورسره د یاري تار وغځول شي.

نيمګړی الهام 08.03.2012 11:02

سلامونه ګلابه ستړی مشې دا لیکنه خو دې خوندوره ده خو په اخرې برخې مې سر خلاص نه شو خداي دې نه کوي چې ته بې ملګرو پاتې شې او ملګري دې له تا جلا شي بس ځینې ځینې نیمګړي الهامونه به در سره وي که نور څوک وي او که نه ....

الهام لالا دا منم خو په دنیا کې تر ښو ملګرو بد ډير وي او تر ښو کسانو هم بد، بس دا لیکنه مې ډيره د زړه له درده کړې وه دې وخت کې ډير غمج ووم.

په درنښت

ستا ارین

نیازمحمد مینه ناک 09.01.2012 16:27

سلامونه او نیکی هیلی احمدزی صاحب !
لیکنه می ولوستله د لوستلو په وخت کی زه هم ورسره کلي ته ولاړم هر څه په کی کلیوال وو او بل دا چی ګرانه مه خفه کیږه زه درسره یم.
ستا د نورو بریاوو په هیله
ستا ورور مینه ناک

مینه ناک صیب مننه چې زما نیمه او نیمګرې لیکنه دې ولوسته او خوښه دې کړه دا چې ته راسره یې زه ویاړم. ورور دې ارین

رفیع الله ستانکزی 09.01.2012 12:22

سلامونه او ښه وختونه یارانو - ارين صاحب کور ودان دا د يادښتونو ليکل دې نوی کار دی او ښه دې په خوند لیکلی دی، ډېر مې خوښ شو خپل عاميانه توري دې هم په کې ځآی ځای کارولي دي، چې د ليکنې خوند یې ډېر کړی دی او وایم بلا دې کړې، بس ښاد اوسې او خدای دې په خوښۍ کې هم شاعري، ليکوالي او نوښتګري درباندې نازله کړي، هاها ښې چارې دوستانو

ښې چارې ستانکزی صیب ډيره مننه چې تاسو هم زما غریب دا له  غربته ډکه لیکنه ولوسته خوښه دې کړه او داد دې راکړ.په درنښت .

ورور دې

ارین

زابلى 09.01.2012 11:08

ارين اشنا له دې ليكنې دې ما داسې وپاموله چې خورا دردېدلى يې خېر خو دى؟ خير دې له زغم نه كار واخله او بل كه ته ونه خاندې هېڅوك دې نه شي خندولى، خو كه دې وخندل ټوله دنيا به خوشحاله او خندانه درته ښكاري. زړه مه كمزورى كوه، هسي خو رحمان بابا څه ښه ويلي و، چې يې فكر ستا له فكره مخالف وي،، كه سل كاله درسره وي اشنا نه دى،

بس یاره شکر دی چې لږ څه لیکی شو که مې لیکلی نه شوی پیره زړه مې چاودیده او هسې به ډک زړه مړ ووم. کشر ورور دې

ارین

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
د محمدالله ارین احمدزي پاڼه