Banare

ژوندی مړی

24.12.2011 15:56

 ژوندی مړی

لنډه کيسه

يوه هوښيار ويلي: ( څوک چې  له مرګه نه وېرېږي، هغه له ټولو ډېر وېرېږي). ما چې به کله د خپل زړورتوب کيسې خپلو اولادونو او دوستانو ته کولې، نو په هغه ورځ ټولې درواغ شوې. کور ته چې راورسېدم، نو ايله مې په ځان پسې پښې راکښلې. په جوړ شوي کټ کې اوږد اوږد پرېوتم. پر زړه مې د بېوسۍ داسې يوه څپه راغله، لکه ايله چې اوس د درېو کالو ماشوم يم. خپل دوه نازولي ماشومان مې سترګو ته له واره ودرېدل، چې ښه دا خواران به مې له مرګه وروسته څه کوي؟! دواړه مې ځان ته رانږدې کړل او په داسې ډول مې وروکتل، لکه له هغوی سره چې مې وروستی ديدن وي.

 له وېرې مې زړه وار په وار ډوبېده. لږ وروسته مې چې خپلې مېرمنې ته وکتل، نو خپلو سترګو ته يې څادر نيولی و او په پټه خوله يې داسې ژړل، لکه  د مرګ چې مې لومړۍ ورځ وي.موږ دواړه ملامت نه وو، کله کله پوهه هم انسان ته بلا شي. موږ ته چې نن ورځ ډاکټر صيب د لابراتواري معايناتو تر کولو وروسته څه وويل، نو په کار وه، چې په چغو چغو مو ژړلي وای. ډاکټر صيب چې د معايناتو پاڼې او عکسونه وليدل نو راته يې وويل:

ـ د زړه يو وال دې پوره بند دی. ځيګر دې هم نږدې دی، چې کار پرېږدي. کيڼ پښتورګی دې ډېر کمزوری دی او سر دې هم داسې ښکاري، لکه چې دماغ ته دې پوره وينه نه ورځي. وينه دې داسې ده، لکه د درېو کالو دماغي ملاريا چې هم لرې. لنډه دا چې د ډاکټر صيب د وينا له مخې زه په ټوله مانا يو داسې ګنج الامراض وم، چې پرته د خدای له لورينو شونې نه وه، چې زه دې تر يوې اونۍ پورې هم ژوندی پاتې شم.

ډاکټر صيب وويل:

ـ هن! دا نسخه به زما له درملتونه واخلې او که چېرته دې نصيب  و، نو يوه مياشت وروسته راشه، چې دوا دې بدله کړم.

د درملو اخيستنې هم د څټ له لوري حلال کړم. پوره نيمه بوجۍ دوا يې چې ډېر پړسېدلي سېرومونه هم په کې وو، راکړه.

ماښام مې ښځه په زهير ځان پاڅېده، لومړی يې راته سپلني لوګی کړل او بيا يې پر لمانځه سربېره پوره يو ساعت زما د ژوندانه د دوام لپاره نفلونه وکړل. د هغې سترګې له اوښکو ډکې وې. خو کله کله به يې په داسې مظلومانه انداز پټ راوکتل، لکه زما او د هغې چې اخرنۍ شپه وي.

د شپې راته سېرومونه يو په بل پسې چالان شول. بې شمېره ګولې مې تر ستونې تېرې کړې او په پای کې مې هغه نيمکول، چې ډاکتر صيب راکړي وو، هم په يو جام اوبو کې وڅښل.

د شپې مې يو يو خپل سترګو ته ودرېد، د ژوند هره خوږه او ترخه مې سترګو ته  يو په بل پسې راتله، خو چې هر څومره به مې زړه کلک کړ، مېرمن او اولادونه مې له سترګو نه پناه کېدل.

نه پوهېږم، چې په دغو ناهيلیو کې څنګه خوب وړی وم؟!

خو سهار چې مې کتل، نو مېرمنې مې خپل وړوکی د ستکول تيار کړی و. پاکې جامې يې راته راواخيستې. حيران شوم:

ـ په دې څه وکړم؟

ـ بس زه دې پېښور ته وړم.

ـ پېښور ته؟! د څه دپاره؟

هغې که هر څو ټينګار وکړ، خو ورسره مې ونه منله. زړه کې مې ويل، دغه لګښتونه چې تر پېښوره کوم، ښه دا ده، چې دغه روپۍ مې خوارو اولادونو ته پاتې شي. اخر مې ورته وويل:

ـ ښځې!( د ګور شپه نه پر کور کېږي). هسې هم مرم. که يو څو ورځې ژوند مې وي، ښه دا ده، چې له تا او اولادونو سره يې تېر کړم. خو مېرمنې مې قسم کړی و، اخر يې دليلونو ته تسلیم شوم.

  په پېښور کې چې تر څو د ډاکټر د معاينې نوبت رارسېده، نو د ارادې په لحاظ په بشپړ ډول يو ارواښاد وم. اخر يې زما نوم  واخيست. په زنګېدلو ګامونو ورغلم. چې کېناستم، نو لومړی مې د درملو لويه بوجۍ  ورته مخې ته کېښوده او د دې لپاره چې زما د رنځونو  په تشخيص کې ورسره مرسته وکړي، ورته ومې ويل:

ـ چي، دغه دوايانې مې هم خوړلي دي. خو ما چې څو بوجۍ خلاصوله، هغه راته وويل:

ـ  کېده، کېده، هغې ته ضرورت نشته. تر لنډو پوښتنو وروسته یې راته الټراسونډ او نور معاينات وليکل. مېرمنې مې له لاس نه ونيولم. ښه و، هلته نوبت و. پر مېز يې څملولم. ګېډه يې راغوړه کړه او په معايناتو يې پيل وکړ. خو لږ وخت لا نه و تېر شوی، چې په ژړغونې انداز مې ورته وويل:

ـ ډاکټر صيب! د زړه  وال مې ډېر بند دی که لږ؟. هغه لږه شېبه وروسته په جدي توګه وويل:

ـ چا درته ويلي؟ ستا زړه خو ټيک ټاک دی. له چپرکټ نه مې له خوشالۍ داسې ورټوپ کړ، چې  ګومان يې وکړ، زه يې وهم. سړی ووېرېد، خو راته يې وويل:

ـ څمله.

چې پرېوتم، نو ورته مې وويل:

ـ ډاکټر صيب! لکه چې يوې ګردې مې کار پرېښې؟.

هغه څه ونه ويل، تلوېزون ته يې کتل:

ـ ګردې دې له ټيک نه هم پسې ښې دي.

نږدې مې غېږ کې له خوشالۍ کلک نيولی و.

لږه شېبه وروسته يې په ليکلو پيل وکړ. زه مې ځيګر ته ډېر خپه وم. ځکه د دې د لاسه ډېر ځوانان د خاورو مېلمانه شوي، خو چې په کاغذ کې مې وليدل، نو ځيګر ته يې هم نارمل ليکلی و. زړه مې و، چې له خوشالۍ نه د کابل د لارې کرايه هم ورکړم، خو په وسو وسو يې زما نه پنځه سوه کلدارې زما په ډېر ټينګار شيريني واخيستې.

د باندې چې راووتم، نو داسې وم، لکه نوی چې دنيا ته راغلی يم. په مېرمنې مې زېری وکړ. د هغې له ډېرې خوشالۍ له سترګو غوټۍ غوټۍ اوښکې روانې شوې، د زړه له اخلاصه يې خدای ته شکر وکړ، خو لا مې مې نورومعايناتو ته سودا وه.

يو ساعت وروسته مې نور معاينات هم راغلل. د معايناتو د لوستو پر وخت مې د ډاکتر څېرې ته سترګې څلور کړې وې، چې راته يې وويل:

ـ ستاسې د تسل لپاره به معمولي دوايي درته وليکم. مبارک شه، هر څه دې ټيک ټاک دي.

په عاجزۍ مې ورته وويل:

ـ ډاکټر صيب! خدای دې درسره ښه وکړي، زه خو هلته په مړ حساب وم. چې ډېر ژوندی وی ، ايله يو مياشت به مې دنيا کې آب و دانه وی. ډاکټر صيب! تا خو راسره دومره ښه وکړل، لکه له سره چې ژوندی شوی يم!!

ډاکټر موسکی شو:

ـ کابل جانه! دا څه نوې خبره نه ده. تا غوندې ډېر روغ مړي، له هغه ځايه موږ ته روزانه را روان وي!!!

وزير اکبرخان

کابل

۱۳۹۰ لمريز.

عبدالبصيرزهير 12.03.2012 20:41

گرانه وروره ستا قصه می ولوستله دیر خفه شوم خدا دی هیڅ مسلمان پدی مرض نه اخته کوی په ریشتا چه ډیره غمگینه قصه وه.

mohmmad,yousaf,bitani 16.01.2012 06:58

ګرانه وروره واقعآ ستاسی درژوند خاطری ته می ډیروژړل ځکه چی زماهم یوروراره وه چی همداسی دزړه والونویی کارنه کاوه خوهغه مو ترفرانسی ورساوه د پاکستان تول ډاکترانوته می بوته د هرداکتربه می چی نوم واوریده هغه ته به می بو ولی ده خونتیجه یی داوه چی داکترانوبه ویل چی دپیدایښت راهسی یی داتکلیف ورته پیداشویدی هغه ډیرهوښیار او دمره خوشنصیبه وه چی هغه دچاخبره چی تیږی ته به یی لاس ونیوه بی هیلی به یی نه پریښوده ، هغه ټول راز اونیازماته معلوم وه هغه به دخپل زړه راز اونیاز له هیچاسره نه کاوه دهغه ځکه ما اودی تقریبآ همزولی وو او بل زه په پوهنتون کی ومه خو بدبختانه ما هرڅه وکړل خودهغه وریضی ورځ تر ورځی زیاتیده بلآخره هغه له مانه پوهنتون پاتی شواوزه عسکری ته لاړم چی دهغه دمریضی لپاره یوڅه پیسی وګټمه اوبل په کورکی د ډوډی لپاره یوه روپی هم نه وه اله بلی خوانه یی زما مشرورورچی په سعودی کی دمزدوری لپاره تللی وه هغه هلته په مزو اوچړچوسره خپل کور خپل وریض زوی خپله زړه مور واړه واړه اولادوه هیرکړل اوپه خپل غیش اونوش اخته وو ، څو واری می خپل وراره پاکستان ته هم بوته خوچی په دی وار راتلمه بیامی دهغه سترږی ونه لیدلی ګرانه له ډیری ژړانه درته نورڅه نشم لیکلی خو

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
د محمدالله ارین احمدزي پاڼه