Banare

موږ ولې دومره سره لیرې یو؟

19.12.2011 12:35

موږ ولې دومره سره لیرې یو؟

منی دی، زموږ کلی به لا ښکلی شوی وي، دونو پاڼې به ژیړې شوې وې، ځینې به لاندې را تویې شوې وي، تر ونو لاندې ځمکه به ژیړ او شنه فرش ښکلې کړې وي، دژمي دلاندې لپاره ساتل شوي پسونه به په دغو پاڼو کې خولې وهي، هلته به زموږ دکلا مخې ته په پیتاوي کې ماشومان لوبي کوي، مشران به د دیواله خواته پیتاوي ته ناست وي ځینو به دسترګو پر سر دلاس چتر جوړ کړی وي چې دپیتاوي لمر یې سترګې یونه سي، هلته به د کلي پیغلې منګي پرسر د ویالو په لوري روانې وي، زړو ښځو او ځینو ماشومانو به غواوې تر پړي نیولې وي دپولو پر سرونو به یې پیایي.دشوتلو پاڼې به سرې او شنې وې ځینو ځوانانو به څادر هوار کړی وي او په شوتلو کې به بانډار کوي، شاوخوا به یې پسونه او غواوي څري، دغنمو پټي به تک شنه وي دځینو به خاکاو مات شوی وي او کلیوالو به پسونه ورخوشي کړي وي چې دلاندې لپاره مزي شي.

ځینې کلیوال به لګیاوي لاندې به کوي بیګاه ته به یې د للماش لپاره کلیوال میلمانه وي.آه د پاک زړو کلیوالو مجلس څومره خوږ وي.

زموږ د ګران وطن هر موسم ښکلی وي منی ، ژمی ، اوړی، او پسرلی او دکلي بیا هر فصل خوږ او په زړه پورې وي اوس چې منی دی خپل کلی مې هره شیبه سترګو سترګو ته کیږي ، خو زه نه شم کولای خپل کلي ته ولاړ شم، نه شم کولای خپل کلی آن که له لیرې هم وي ووینم.زه نه شم کولای دخپل کلي څیره ووینم او دخپل کلي او خپلو خلکو لیدو ته داسې تږی یم لکه په پراخه دښته کې په ټکنده غرمه کې یو ستړی مسافر. خو زه نه شم کولای خپل کلي ته ولاړ شم، دا ولې؟

یو وخت به له خپل وطنه هغه څوک محروم و، او نه به یې شوای کولی چې خپل کلي ته ولاړ شي، چې دچا تور به ورپورې و، یا به یې قتل کړی و ، یابه یې په چا ظلم کړی و، یا به یې پخپله سیمه کې غلا کړې وه او یا به هم د حکومت تور ور پوري و، نو دی به کلونه کلونه له خپل کلي او کور څخه لیرې و.

خو اوس ولې زه او زموږ ډیر نور وطنوال دخپل کلي له لیدو څخه بې برخې دي؟ پرون زموږ یو کلیوال چې د حکومت له وسله والو مخالفینو سره هم څه ناڅه خواخوږي لري او تر فاسدو حکومتي ادارو د بیسواده طالبانو اجرآت ښه ورته ښکاري راغلی و، دکلي خوږې خاطرې مو سره یادولې، وروسته مې ورته وویل دا موږ چې په کابل یا نورو ښارونو کې اوسو څه ګناه مو کړې ده چې څوک مو خپل کلي ته نه پریږدي. هغه وویل ، هیڅ ګناه مو نه ده کړې خو تاسې دحکومت تر واک لاندې سیمو کې اوسﺉ که دطالبانو دواک سیمو ته ولاړ شﺉ هغوی مو بهرنیانو یا حکومت ته جاسوسي په تور وژني، لکه چې تر اوسه یې ډیر کسان په همدې تور حلال کړي دي.ما ورته وویل نو ولې داسې کیږي زما کلی دی او زه غواړم پخپل کلي کې ژوند وکړم ما چاته څه ضرر رسولی دی چې نه شم کولای خپل کلي ته ولاړ شم، هغه راته وویل:

ځکه چې اوس قاتلین او جنایتکاران په ځینو کلیو واکمن دي او نور څوک نه پریږدي چې هلته ژوند وکړي ، په تیره هغه کسان چې درس یې ویلی وي او سترګې یې خلاصې دي.

دادی زموږ دښمنانو یوځل بیا زموږ ترمنځ سره کرښه ایستلې ده موږ نه شو کولای چې خپل خپلوان ووینو او خپل کلي کې ژوند وکړو، زما عمر اوس د پنځوس کلونو په شاوخوا کې ده دتیرو جګړو په شروع کې هم نصیب داسې و، چې زه په ښار ته راغلی وم، چې شاته مې مخ اړاوو، کلی مې په سرو لمبو کې را ایسار و، کلیوالو مې ټوپک غاړې ته اچولي و، په کلیو کې مې دنورو سیمو ځوانان ګرځیدل څوک چې له ښارونو ورغلل بې پوښتنې یې ووژل ، زه په ښار کې دیره شوم او ټوله ځواني مې له خپل کلي او خپلو خلکو لیرې تیره کړه، په کابل کې دتنظیمي جګړو له پیلیدو وروسته کلي ته ولاړم یو څوکلونه مې له خپلو کلیوالو سره تیر کړل، چاره نه وه باید دحلالې روزي دپیداکولو لپاره بیرته ښار ته راغلی وای، دا ځل چې راغلم دکلي څیره مې بیا بدله شوه بیا یو شمیر ځوانانو ټوپکونو ته لاس کړل له پاسه بیا الوتکې راغلې ، پردي بیا په ټانکونو سپاره تر کلیو ورسیدل او زموږ په کلیو کې کرکه بیا خوره شوه اوس زه او زما کلیوال یوبل ته دپردي ټوپک له میله ګورو، داسې ټوپک چې نه زما خوښ دی نه زما دکلیوال. داسې ټوبک چې هم زه ترې کرکه لرم او هم زما کلیوال.زه اوس له خپل کلي لیرې یم او خدای(ج) خبر ترڅو به ترې لیرې یم زه چې ورته ګورم دا ځل به مرګ ړومبی شي او زه به مې دخپل کلي او خپلوانو دلیدو ارمان ګور ته راسره یوسم.

اوس موږ بیا په یوه جګړه کې را ګیر شوي یوه داسې جګړه چې زموږ نه ده، داسې جګړه چې زیان یې موږ ته رسیږي او که کومه ګټه لري هغه نورو ته رسیږي.

موږ باید په دې فکر وکړو چې ولې دومره سره لیرې یو؟

۱۳۸۹ دلړم میاشت

ع- سحر

زه زرمتي 19.12.2011 21:51

علم ګل سحر- صيب مننه اول سوچ ډيره مزه وكړه ؟<br /><br />ويښياران وائي<br /><br />وائي خبري ښيكوي خوكوني كګيکوي؟

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
د محمدالله ارین احمدزي پاڼه