Banare

زه مو ولې هېـرکړم ؟ ( طنز)

17.12.2011 14:24

زه مو ولې هېـرکړم ؟

( طنز)

لیکوال : سید جمال

ظالمانو ! سخت مو خپه کړم ، ستاسې له لاسه مې نن په تشناب کې ښه وژړل ، څه وکړم په دفترکې که دخپلو هېوادوالو په مرګ هم وژاړم ، د دفتر ملګري مې دغه یوشک راباندې کوي چې ګواکې زه بیا مین شوی یم . یوخو دې خدای ماله دې نامراده زړه خلاص کړي چې په هـرچا به دی میـن وي ، هغه د مخالف خبره مې، که په دېوال څوک راته  سورټکری هم واچوي ، ما بیا ورته یوه څلوریزه لیکلې وي ، کنه نو ما به ولې په تشناب کې ژړل او دا یاران مې په دې هم ښه پوهېږې چې ګومان د ایمان زیان دی . خبره دا ده چې دا څوومه ورځ ده چې په ځینو رسنیوکې زما ځینې ملګرو په ادبیاتوکې دنوښت یا ځان ځلولو او چاته دصیب ویلو او چاته دصیب نه ویلو په سر یو خوږ بحث روان کړی، ماچې دا ټولې تبصرې ولوستلې، نوسخت خپه شوم، ځکه هـیچا هم زما حق نه و ادا کړی او مکمل یې هېرکړی وم ، هیچا هم زما نوم د خپلې خوښې لویو استادانوپه لست کې نه و راوړی ، دې بې انصافۍ راته په زړه داسې ټک راکړ چې والله که مې د سګرېټ ګل تر راتلونکې مشاعـرې له یاده ووځي ، ځکه ماچې نن خپله د خاطراتو کتابچه، چې په هره پاڼه کې مې زړه اوغشی رسم کړی او په ځینو ځایوکې مې د I love you جمله هم لیکلی ، وکتله، نو پوره یوسلودرې اویا مشاعروته تللی یم ، دیارلس اعشاریه څلورلنډۍ مې تر اوسه افتتاح کړي او په هره مشاعـره کې مې خپلوځینو ملګروته دومره  واه ، واه  چیغي وهلې چې بیا دوی دې ته مجبوره وو، چې هم زما د شعـردلوستلو په وخت کې خامخا ووایې چې ( بیا یې ووایه ، بیا یې ووایه ) ، څنګه یې کوي ادب باید د ادب لپاره وي .د خاطراتوپه کتابچه کې مې د هغورادیوګانواوتلویزنونو نومونه هم یاداشت کړي وو،چې له ما سره یې په ادبي ژانرونو اود اتڼ په ډولونومرکې کړې وي او زه په کې ښه ځلېدلی وم ، که څه هم دغو رادیوګانو او تلویزنونو ته د ورتګ لپاره مې د خپل کوچني زوی دسریلاک پیسې هم په موټروکې  وبایللې اوهم به دفترکې غېرحاضرشوم ، زه به پـښتوادب ته خپل کوم کوم خدمت تاسوته یاد کړم؟! تراوسه مې په لسګونوادبي مقالې له بېلابېلوساېـټونو را کاپي ، فیسټ کړې او بیا مې د ځان په نوم په نره نشرکړې دي ، دا بېله خبره ده چې زما د مقالې د هرپاراګرف ژبه اولهجه سره بېلي دي ، په اصل کې زه غواړم ټول وطن ته یو برابرخدمت وکړم . بله خبره داده چې زه یو تازه وړاندیز هم لرم ، ترڅو دا روانه ادبي لانجه ختمه شي ، هغه دا چې سر له ننه دې په ادبي حلقوکې  د صیب له کلمې سره عددي شماره زیاته شي د مثال په ډول صیب ۱ ، صیب ۲ ، صیب ۳  او صیب ۴ ، هرچاته دې دهغه دادبي کارونوپه پام کې نیولوسره دصیب ۱ ، صیب ۲ اوصیب ۳ او ۴ مرتبه ورکړل شي، خو یوخبره کوم ، هغه داچې ګورﺉ زه په صیب ۱ شماره کې یم ، ځکه دا زما ادبي حـق دی.

فرهاد صافی 18.12.2011 15:17

ډیر ښکلی طنز دی لیکلی زما په نظر په هغه ښکیله قلمي جګړه کې دې د ټولو دوستانو ترمنځ د سولې لړۍ پرانیستله اوس به هرو مرو خپه دوستان سره غاړې وځي.
په درناوي

فرهاد صافی 18.12.2011 15:10

ډیر ښکلی طنز دی لیکلی زما په نظر په هغه ښکیله قلمي جګړه کې دې د ټولو دوستانو ترمنځ د سولې لړۍ پرانیستله اوس به هرو مرو خپه دوستان سره غاړې وځي.
په درناوي

صافی صیب مننه خبره دې په ګل بدله، دا طنز زما نه بلکه د لیکوال یې دی زه له تانه او لیکوال صیب څخه یې مننه کوم چې داسې ښکلی طنز یې را لیږلی و ما هم ورته ډیر وخندل په ښکلو جملو کې یې ښکلې خبرې کړې وې، او له تانه هم مننه چې په پوره حوصلې سره دې ولوست.

ورور دې ارین

محمد نسیم ستانکزی د نګاه ټلویزیون خبریال 17.12.2011 18:24

سید جماله وروره لومړی می سلامونه او نیکی هیلی ومنه باور وکړه دومره خوندور طنز مو لیکلی وو چې ټول می ولوست او ډیر سخت خوند یی وکړ او ځینی حقایقو ته مو هم پکی نغوته کړی وه په دی هیله چې دا ستونزی ژر تر ژره حل شی او زمونږ د ژبی خدمتګارن زمونږ د سر تاجونه جوړ شی البته تاسو خپله هم او ارین صیب محترم له تاسو څخه هم یوه نړی مننه چی د ښاغلی جمال ورور دا ښکلی طنز مو راسره شریک کړ الله مو د اوږده ژوند خاوندان کړه زمونږ خو په تاسی سترګی رڼی دی.

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
د محمدالله ارین احمدزي پاڼه