Banare

غزل

24.11.2011 13:52

غزل

مينــــــــــــه مې په زړه باندې درنه راغله
چټه لکه پېغلـــــــــــــــــــــــه پښتنه راغله

پټه مې حجاب کې دايمــــــــــــــــان کړله
ستره مې عزت کې لوپټــــــــــــــــه راغله

چغې د غرور پـــــــــــــــه کې غیرت وهي
غوره پښتنو نه چې ټپــــــــــــــــــــه راغله

خرپ ئې زما د زړه له کبه وکړلـــــــــــــــو
ستا د مينې جــــــــــــوشه چې څپه راغله

خلاصې مې کړې سترګې د دعـا ځولۍ
ښکلې مې په لپــــــــــــو کې کعبه راغله

ښکل ئې په لیمــــو کړې د کابل خاورې
نن چې خپل وطن ته رحيمــــــــــــه راغله
رحيمه پشتونجار

توریالی ساپی 25.11.2011 14:56

د پښتو ژبی آغلی شاعری میرمن پښتونجار ته سلامونه او نیکی هیلی ولاړندی کوم!
خوښ یم چی پس له یوی مودی وقفی بیا هم ستاسو ژوندی، له مینی، پاک احساس او معنی څحه ډک شعرونه بیا هم وینم او لولم.
کله چی ستاسو اشعار لولم، ځان لا نور هم انسان او لا نور هم یو ښه پښتون احساسوم...
په پای کی غواړم ووایم: په شاعری، افکارو او مټو مو برکت شه آغلی پښتونجار!
په درنښت
توریالی ساپي،
پاریس

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
د محمدالله ارین احمدزي پاڼه