Banare

سيالي( لنډه کيسه)

02.11.2011 16:29

سيالي

( لنډه کيسه)

حفيظ الله تراب

د سهار څلور بجې به وې، چې د کابل په لومړني موټر کې په ډېرې خواشينۍ کېناست. رښتيا چې د  خدای او بنده وعده يوه نه وي، ګنې هغه چې له اوږدې مسافرۍ  وروسته په کومه هيله او تلوسه کور ته راغلی و، نو داسې څه ورسره وشول، چې  په خيال کې يې هم کله نه و تېر شوي. پر ټوله لار يې له ډېره درده پر سر لاس ايښی و. د پيسو کمی له يوې خوا، خو هغه سپکاوی چې ورسره مخ شو، هغه څه و، چې تر مرګه يې نه شو هېرولای. څو ځله په لار کې هغه خبره، چې يوه نېک کس ورته کړې وه، ورياده شوه او په نه منلو ورته ځان ډېر پړ ښکاره شو، خو اوس  اوبه له ورخه تېرې وې.

 د هغه چې د کور د تګ ورځې رانږدې شوې، نو لومړی يې خپل لمسی سترګو ته ودرېد، ورپسې زامن او بيا ټول کور. په دېرو وسو وسو يې څو جوړه تسپې، خرما او دوه بوشکې د زمزمو اوبه واخيستې او ژر ژر په الوتکه کې له نورو ملګرو سره کېناست.

ماښام موده وه، چې کابل ته ورسېد. په کور يې ونه لورېده، چې د هرکلي زيار دې وګالي. محمود خان پله ته يې په بيړه بيړه ځان ورساوه او د خپل ولايت په موټر کې سپور شو. څومره چې به نږدې کېده، نو زړه به يې هوا کوله.  ښه و، يو موتروان ورسره ولسوالۍ ته د تلو هوکړه وکړه. د شپې لس بجې وې، چې ډرېور د خپل کور مخې ته ودراوه. دروازه يې وټکوله. څه وخت وروسته يې د لاټېن رڼا وليده. د هغه زړه نور هم خوشاله شو. زلموټي لمسي يې ورته د کلا ور پرانيست. لمسي يې په سينې پورې راجوخت او په سترګو سنرګو يې ښکل کړ. هغه هم بې له دې چې د زمزمو بوشکو پسې ورشي، په منډه کور ته لاړ او په لوړ غږ يې وويل:

ـ زېری مې درباندې، بابا راغی. له دې سره يې يو يو زوی برنډې ته ورغی، خو د دې پر ځای چې ستړي مه شي ورسره وکړي، د هر يوه په تندي کې د غوسې کرښې د لاټېن په رڼا کې ښکاره شوې. هغه د زامنو پيکه هرکلي ته هک پک شو. فکر يې کاوه، چې ښايي، په کور يې کومه لويه ټکه رالوېدلې او دې ترې لا نه دی خبر. په ورو يې پوښتنه وکړه:

ـ خير خو به وي، مور مو څه شوه؟

مشر زوی يې سترګې سرې کړې:

ـ مور، مور پرېږده، د شرم خبره کوه، د حيا نه دې خلاص کړو!.

حاجي صيب حيران شو:

ـ د څه شي حيا؟! زه خو له هېڅ نه نه يم خبر؟!

بل زوی:

ـ په قام کې دې وشرمولو، داسې څوک کوي؟

حاجي صيب نور هم حيران شو:

ـ اخر خبره څه ده؟ خبره ښکاره کړﺉ!

مشر زوی په ډېرې غوسې:

ـ موږ چې ستا لپاره اپين خرڅ کړی و، نو د همدې لپاره چې ته به مو په تربورانو کې پوزه برې کوې؟!

حاجي صيب چې په يو دوه کې حيران و:

ـ ما خو په ټول ژوند کې کوم بې ننګه کار نه دی کړی، د خدای لپاره دا څه اورم؟!

کشر زوی:

ـ د لالا دا مقصد دی، چې ته خو موږ حج ته د سيالۍ لپاره لېږلی وې، خو تا زموږ سيالي له خاورو سره خاورې کړه.

حاجي صيب:

ـ څنګه مې خاورې کړه، په دې خو مې پوه کړﺉ!

مشر زوی:

ـ نور نه پوهېږم، همدا نن شپه به بېرته کابل ته ځې، قسم په خدای که رانه دلته شپه تېره کړې.

حاجي صيب:

ـ اخر ولې؟ حج مې وکړ او دا دی راغلم!

کشر زوی:

ـ لالا وايي، چې د نورو غوندې به  سبا موږ هرکلي ته درشو، مخې ته به موټرې درشي. په تربورانو کې به مو سترګه جيګه شي.

حاجي صيب حيران و، چې څه وکړي. همدې کې يې د شا له لوري د خپلې مېرمنې د پښو ښکالو واورېده، غوښتل يې چې له هغې نه مرسته وغواړي، خو چې شا ته يې د ورتګ هڅه وکړه، د برنډې له ژۍ نه لاندې ولوېد. د حاجي صيب سر په کلکله ځمکه ډېر کلک ولکېد. د هغه سترګې ودرېدې. مېرمنې يې د زړه په مښلو پيل وکړ.

مشر زوی:

ـ نور نه پوهېږم، که مري او که چوي، همدا نن به بېرته کابل ته ځي. ګوره نوره خبره وانورم.

ښه و، څه شېبه وروسته حاجي صيب سترګې  وغړولې او کېناست. هغه خپلې مېرمنې ته په مظلومانه انداز وکتل، خو مېرمنې يې چې د زوی غوسې ته وکتل، نو حاجي صيب ته يې په ارامه وويل:

ـ سړيه! اوس هم نه څه تلي او نه راغلي، د زامنو خبره دې سهي ده. د تربورانو د خاطره خير دی همدا اوس بېرته کابل ته لاړ شه. ( له هر څه وځه، له نرخه مه وځه). سبا به دې زامن سروبي پورې د خيره مخې ته درشي.

هغه چې د زامنو د غوسې کچې ته وکتل، نو په داسې ډول لکه په خپل حج چې پښېمانه وي، ستړی ستوړی په نيمه شپه بېرته له کوره د کابل د تلو په نېت ووت. خو په ټوله لار د تللو کړاو ته دومره نه و غمجن، خو دې ته فکر وړی و، چې هسې نه د حج ټوله خواري او ثواب يې خدای د تربورانو په سيالۍ کې  ترې وانخلي.!!

 


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
د محمدالله ارین احمدزي پاڼه