Banare

غزل

24.10.2011 16:20

غزل

کله چي وکړي څوک دوعا ماته رایاده شي مور
چیرته چي ووینم ښکلا ماته رایاده شي مور

کله چي مور سره ماشوم په پالي پالي درومي
له خولې مي اوځي بسم الله ماته رایاده شي مور

لکه یتیم دیوال ته کینمه ډیر وژاړمه
پردي وطن کي یم تنها ماته رایاده شي مور

ها نصیحت هغه خبري په کتاب کي لولم
هغې وې کړي لا پخواماته رایاده شي مور

سید په شعر کي دمورکئ سره خواله وکړله
خکه خو شین شوم له ژړا ماته رایاده شي مور
سیدشاه خروټی-لندن

فريد پکتياوال 06.11.2011 17:57

اسلام عليكم سيدشاه صيب دلوي اختر مباركي درته وايم اول تاته اوبيادافغان مظلوم<br />ولسته ( الله) (ج) دي زمونږ بل لوي اختر دي سولح اوخوشحالي اختركي چي ټول <br />افغانان په خپل وطن كي دي ارام سا وكاږو امين يارب العلمين؟<br />په اخيركي سيدشاه صيب مننه ستا ترښكولي غزل څخه پااك الله ج)دي نور توفيق دركي ؟<br />سيدشاه صيب بلواري له خپل غزل سره ايميل هم رواستوه

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
د محمدالله ارین احمدزي پاڼه