Banare

سانګې

03.10.2011 14:52

سانګې

 د دې خلکو په هجوم کې

آ  سپیـن ږیري ته لـږ ځیر شه

آ  چې خـړ څادریې تاودی

آ  چې زېړ زبېښلی ناست دی

آ  چې آس له نظرتېرکړي

هـرې سانګې ته په ځیرشي

بې اختیاره یې خوله ښورې

څه ساړه اسوېلي کاږې

نن دسانګو په میدان کې

دوه ډولونه دې درزېـږې

آ  سپین ږېري ته لـږ ځیرشه

په شېـبو کې محوه کېږې

هغه تېـر وخت ورپه یاد شي

چې په سور آس په راسپور و

درۍ نېزې به یې په غېـږکې

د ډولـــونو به دربی و

د لونګۍ شمله په خوله کې

تا به وېلي  چې زمری و

په میدان یې رقیب نه و

نه یې آس په تم کېده و

د بخمل واسکټ په غاړه

بس دپـېغـلو به په خوله و

نن د وخت غـشي ویشتلی

اوس له سانګو نه وتلی

مړې مړې اوښکې یې بهـېږې

ټـوله ږیــره یــې لمدېـږې

نه یې آس نه یې ځواني شته

نه یې زور نه یې سیالي شته

د دې خلکو په هجوم کې

اوس د هیچا په یاد نه دی

*******

سید فخرالدین هاشمي

محمدنسیم ستانکزی د نګاه ټلويزيون اوندا راډيو وياند 03.10.2011 18:38

تر هرڅه دمخه د ويبلاګ چلونکی ښاغلې محمد الله ارین احمدزی صاحب ته سلامونه او نیکی هیلی وړاندی کوم او تردی نه هم ورته د لا زیاتو بریاوو او خدمتونو هیله کووم الله مو بریالی لره پورتنی شعر می ولوست په ریښتیا سره ډیر خوند یی راکړ له فخر الدین هاشمی څخه هم ډیره مننه کوم الله پاک دی د پښتو ژبی ټول خدمتکاران ژوندی او بریالی لری.

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
د محمدالله ارین احمدزي پاڼه