Banare

ای شهیده!

27.09.2011 13:03

امرالدین سرحد :داروښا د داکترنجیب الله دشهادت
د پنځهلسمي کالیزی په مناسبت

ما راوړي نن ګلان له لرې کلي
په پاک نیت مې ستا په کبر غوړولي
زه چې گورم دی کبرو ته هرې خواته
رنگا رنگ جنډ ی هرچادي ځړولي
ستادکبر په زیږو خاورو د پاسه
ښکلي ښکلي سره ګلان دي راشنه شوي

ای شهیده!
نورڅه نه لرم بیان کړم
دوطن د درد کیسې دي
جنگ وهلي گران وطن ته
جوړې تورې دسیسی دي
تاچې مخکې و ویلي
گوري وار مو خطا نشي
که واک واخیست ټوپکدارو
بیا نو مرگ او ادیرې دي
درته وایم خپل احوال زه
د وطن جامې زړی دي
تڼۍ نلري گریوان کې
ډیری یخې لاس و پښې دی
دغربت پښې لوڅې پوڅې
له تڼاکو هسې سری دي
له دی چاودو چاودو پوندو
سری وینې تری خورې دي
د رانجو په ځای چوخړنې
دواړه سترگی یې نیولي
هره ورځ په ژړا پروت دی
ر ڼې اوښکې تکی سرې دي
په بدن کې یې پیدا شوې
څوغونداري سری دانی دي
د رنځور وضع ترخه ده
اوازې خورې وری دي
ډلی ډ لی طبیبان دي
لټوي علاج رنځور ته
هر طبیب ته که په ځیر شئ
ددی رنځ هلته کیسې دي
اوس په دی متیقین شول
اوس لیکلی یئ نسخی دي
په ملی مصالحه کی
ددی رنځ درمل پکی دي

عبید الله جمال 29.09.2011 09:15

ډیرښه خوشحاله شوم چی داسی څوک هم په افغانستان کی چی د یوه ښکاره حقیقت بیان په خپله پاکه زبه کوی او هغه نور چی یواځی د یوه ناکاره حقیقت پسی روان دی او خپله لاره یی ورکه کړی هغوۍ ته یو روښانه لار وښیی او ورته د سترګو غړولو چانس پیدا کړی.
خو څومره چی ما اوریدلۍ دی هغه چی رښتیا کار کول غواړی نه پاتی کیږی او هغه چی د خلکو په غولولو خپل سیاسی وخت تیره وی هغوۍ بقا لری ، لکه چی نن سبا یی ګورو خو ددی په ویلو یو ښکاره پښتو متل را یاد شو چی وایی سل دی ومره یو دی مه مره د لویی پکتیا یو زمری اوسیدونکی مور یو زوۍ راوړۍ وه خو جهان دده سیاست او پوهیی ته ګوته په غاښ پاتی شوی وه .
د هر سیاست وال دری خاص خواص وی چی یو د هغه وجود او دوهم د هغه ژبه او دریم د هغه سیاسی کردار چی دا دری واړه سره یوځای شی نو یو روغ سیاسی جوړښت رامنځته کیږی ، دا هم ښکاره ده چی سیاسی وړاندوینی په افغانستان کی چا کړی او د کوم یوه خبره په حقیقی میدان کی ټولو ته ښکاره شوی او هر یوه افغان یی ملاتړ او د تصویر په شکل لیدلی، او د کوم یو سیاست وال ژوند د هغه د شعار سره برابر شوۍ دۍ، دا به ټول د یوه رښتونی سیاسی ځواک په نوم یواځی د هغه ښاد روح په وجود کی وګوری ، د ژوند د شروع نه تر هغه اخری د قیقی پوری یی د افغانیت شعور له لاسه ور نکړ او نه یی تری رنګ بدل کړ تر څو یی خپل سر د دی افغانستان لپاره قربان او د شهادت په جامو ټول افغانیت ته ښکاره که .

مننه

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
د محمدالله ارین احمدزي پاڼه