Banare

د طالب منګل نوى غزل

26.09.2011 09:21

غزل
جام د زهرو مې په ټول وجود کې مات دى

له پخوا نه مې اوس درد په زړه کې زيات دى

رڼاګانې مې په سترګو کې شليدلي

نن مې خداى سره د اوښکو ملاقات دى

د سندرو سپين مخونه مې ښکل نه کړل

راټول کړى مې په لپو کې خيرات دى

چې له خپلې زنده ګۍ نه بهر نه شوم

دا مې ستا له زنده ګۍ سره نجات دى

طالب منګل

نیمګړی الهام 28.09.2011 15:25

جام د زهرو مې په ټول وجود کې مات دى

له پخوا نه مې اوس درد په زړه کې زيات دى
منګل صیب څه درنې شوي دي مونږ خو نه وو درته ویلي چې ځان په لومه کې واچوه ښایسته ښایسته بیتونه دې په دردونو تور کړي دي هاها ...
خو ډېر ښایسته راغلی له خداي سره د اوښکو ملاقات حیرانونکې هم ده او ماته نوې خبر ښکاري .

په مینه نیمګړی الهام

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
د محمدالله ارین احمدزي پاڼه