Banare

د رڼا کلنۍ مشاعرې رپوټ

21.09.2011 09:58

د رڼا کلنۍ مشاعرې رپوټ

د مېرمن کلتوري -ټولنیز بهیر دریمه کلنۍ مشاعره د روان کال د وږي د میاشتې په ۲۵ چې د ۲۰۱۱ زېږدیز کال د سپتمبر له ۱۶ نېټې سره سمون لري د سهار په ۸ بجو او دېرشو دقېقو د دوهم مکروریان په کابل هوټل کې د پرتمینو مراسمو په ترڅ کې پیل او ولمانځل شوه.

په پیل کې غوڼده د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په لوستولو سره چې د قاري پلوشې الکوزۍ له خوا قرائت شول پیل او له هغه نه وروسته د هېواد ملي سرود هم وغږول شو.

د غوڼدې لومړۍ ویناواله په ولسي جرګه کې خوست د خلکو مشره او د میرمن بهیر د دارالانشا غړې مېرمن ساهره شریف وه چې د خبرو تر څنګ یې د مېرمن کلتوري ټولنیز بهیر پیغام هم ګډونوالو ته ور واوراوو، همدا راز د غوڼدې دوهمه ویناواله آغلې طوبی ندا ساپۍ وه چې په څو ټکو کې یې د بهیر کلنۍ رېپوټ ولوست او د میرمن بهیر دفعالیتونو او پښتنو میرمنو د اوسني حالت په اړه یې په زړه پورې پریزینتیشن وړاندې کړ. چې مېرمن کلتوري بهیر د لومړي ځل لپاره د ۱۳۸۷ کال د غبرګولي په میاشت کې د یو شمېر تکړه او با احساسه فرهنګپالو مېرمنو لکه آغلې ساهره شریف، طوبی ندا، فریبا سوله مل، دلافروز زیرک ، لینا شریفی، خاطره اسحق زۍ زرغونه رحمتي، اینجنیره راضیه نعیمي، حمیرا کاوون... او نورو په ګډو هڅو د کابل په استقلال لېسه کې په کار پیل وکړ.

دا بهیر نه یواځې په کابل بلکې په ځینو نورو ولایاتو لکه بلخ، نیمروز، فاریاب، پکتیا، غزني، کندهار، خوست او ځینو نورو ولایتونو حتی له هېواد څخه د باندې د جرمني په ښار کې هم څانګې لري چې د یو شمېر ځانګړو ورځو لکه د ښځو نړیواله ورځ، د مور ورځ ، دسولې ورځ ... له پاره یې تل ښایسته غونډې او مشاعرې هم ترتیب کړې دي یاد بهیر د دې کلونو په ترڅ کې د ښځو د ښو ادبي هڅو او نازولو په موخه هر کال د همدې مشاعرې په ترڅ کې د هېواد غوره فرهنګپالې هم ټاکلې دي چې په لومړي کال کې دا ویاړ آغلې طوبی ندا ساپۍ تر لاسه کړ دوهم کال آغلې ګل مینې یوسفزۍ، مینې صابر وردګ او سږ کال دا ویاړ مېرمن ګلالۍ امرخېل تر لاسه کړ.

د مېرمن بهیر د دې ویاړونو تر څنګ ځینې نور داسې شیان هم شته چې یادول یې اړین دي او هغه دا چې مېرمن ادبي بهیر د مېرمنو او نجونو اته آثار او کتابونه چاپ کړي او نور دچاپ په درشل کې دي ، چې په دې غونډه کې یې هم شاهد وو، چې د (ښوونې او روزنې اصطلاحات)تر سرلیک لاندې د میرمن ساهره شریف کتاب ددې ځل ویاړ دی.

دې مشاعرې ته د نورو ګڼو فرهنګي ټولنو تر څنګ د قلم د نړیوالې ټولنې پیغام هم را رسیدلی و چې د دې ټولنې د مشر سیدفخرالدین هاشمي لخوا ولوستل شو وروسته د غونډې اصلي برخه چې مشاعره وه پیل شوه چې د هېواد زیات شمېر تکړه شاعرانو او لیکوالو مېرمنو له مرکز او ولایاتو څځه پکې ګډون کړی وو چې لومړی شعر آغلې اوږۍ امیل وړاندې کړ په همدې ترتیب بلقیس محبوبي، طوبی ندا ساپۍ، زمزمه نیازۍ، سونیتا مدبر، محموده تقوا او نورو خپل شعرونه ولوستل.

له مشاعرې له لومړۍ برخې وروسته د هېواد یوه تکړه ځوان کومېډین د څو شېبو لپاره د خندا او خوښۍ لمن خوره کړه.

د غرمې د ډوډۍ له خوړلو او د ماسپښین د لمانځه له ادا کولو وروسته بیا هم مشاعرې دوام درلود چې آغلې عادلې حصین، مرضیه امین، آریا حافظ، تمنا توآنګر، للمې، مینې منګل، صحرا علیزۍ، زرمینه کاکړ، شفیقه خپلواک، حیا بابکرخېل ، لېمه حافظ، مینا نظري، ګل مینه یوسفزۍ، ګلالۍ امرخېل، وږمې فضلي، تورپیکۍ مومند، ویدا حافظ، هیلي احدي، فرحناز سحر، پلوشه الکوزۍ ،حیا بابکرخیل، لېمه نیازۍ، نرګس ،ښکلا،ځلا زرمتۍ، لطیفې لالهاند ، پاریسه خزان ، پروین ، اویستا، مسعوده، پاکیزه نیمګړې، فرزانې ځدراڼ، سوله نیازۍ، آمنه امین ځدراڼ، پلوشې، فرزانې، عارفه نورګلۍ او داسې نورو خپل شعرونه ولوستل یاده دې وې چې د مشاعرې ویندویي آغلېو لطیفې لالهاند او شهناز بابکرخیل کوله او ورپسې د ماشومانو یو ګروپ ښکلې ترآنې د ګډونوالو حضور ته وړآندې کړلې.

د غونډې په بله برخه کې د کال غوره فرهنګیالۍ اعلان شوه چې دا ویاړ مېرمن ګلالۍ امرخېل تر لاسه کړ، چې د ساهره شریف له خوا د سرو زرو مډال، ګلاس کپ او ستاینلیک ورته ورکړل شو.

له هغې نه وروسته د لنډیو سیالي پیل شو چې دو ګروپونو د ګل او پسرلي په نوم پکې برخه واخېسته چې ګډونوالې یې اوږۍ امیل، سونیتا مدبر، مرضیه امین، محموده تقوا، هیلۍ احدي، ګل مینه یوسفزۍ، شفیقه خپلواک او فرحناز سحر پکې برخه اخېستې وه چې په پای کې دواړه ټیمونه مساوي اعلان شول.

همدا راز مېرمن کلتوري ټولنیز بهیر د ځینو تکړه لیکوالو شاعرانو او سندر غاړو له پاره ځینې ستاینلیکونه هم په پام کې نیولي وو چې د هېواد تکړه سندر غاړي ښاغلي شفیق مرید ته د ښاغلي علم ګل سحر لخوا د لمر تلوېزیون رئیس ښاغلي ګل آغا شېرزاد ته د ساهره شریف له خوا اواستاد نجیب منلي ته د نور محمد سعید په لاس او څېړندوی محمد نبي صلاحي ته د ومان نیازي او همدارنګه صمیم پکتیاوال ته چې تل یې له میرمن بهیر سره مرستې کړې دي،ستاینلیکونه ورکړل شول.

د غونډې په پای کې دری شعرونه د ژوري هیئت له لوري د مقام ګټونکي شول چې د لېمې نیازۍ شعر لومړی مقام، طوبی ندا دوهم مقام او د شفیقې خپلواک شعر درېیم مقام وګټلو، چې کپونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.

د دې تر څنګ د ژوري هیئت له پاره چې ښاغلي عبدالستار سعادت، ومان نیازي ، نور محمد سعید، نورګل شفق پکې دشعرونو ارزونه کوله اود ژوندون تلویزیون خبر یال حمیدالله خان ته هم ډالۍ په پام کې نیول شوې وې او هغه شاعرانو ته چې په غونډه کې یې شعرونه ولوستل د ښاغلي صالح صمیم پکتیاوال په لاس ډالۍ ورکړل شوې.

په مشاعره د پخوا په څیر د پچې په اساس د کال نیکمرغه نجلۍ آغلې نظیفه نیازۍ غوره شوه چې د میرمن بهیر ځانګړی سوغات ور کړل شو.

د میرمن کلتوري ټولنیز بهیر سږنۍ مشاعره د مازدیګر په ۴:۰۰ بجو پای ته ورسېده .

ثمرګل احمدزی 28.09.2011 15:31

واه واه دا خو یې توره کړې ....

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
د محمدالله ارین احمدزي پاڼه