Banare

غزل

12.09.2011 08:38

غزل
یوه هیله ده ښایسته ده لکه مینه
د دردونو یو شیبه ده لکه مینه
د آسمان د ستورو خونو کې ده پټه
تل ځلیږي خو خپه ده لکه مینه
رنګ ېې نشته، ده سپیڅلې لکه پرخه
تړمو اوښکو یو څپه ده لکه مینه
هر احساس ورته د زړه په سترګو ژاړي
د شاعر د درد ټپه ده لکه مینه
د بیلتون د سرو لمبو په جام کې لامبي
د غمجن زړګي نشه ده لکه مینه
د ارمان د سمندر تر غاړې ناسته
په سرو سترګو رحیمه ده لکه مینه

يوسف ظریفي جلال اباد 16.09.2011 09:09

لومړی خو رحیمه پښتونیار ته سلامونه
او بعد له سلامه شعر ډیر ښکلی دی خو بیا هم لږې مطالعی ته اړتیا لرې ، هڅه وکړه شعر دې تر دې هم ښه کیدای شي خو مطالعه له یاده و نه باسې .

دا که زما په دعا کیږي رب دې باچا که چې سلام ته دې درځمه

وسلام
یوسف ظریفي د جلالکوټ له ښاره

غرنۍ 16.09.2011 08:14

رحیمې جانې شعرونه دې لولم نیت خو مې کړی چې یوه وړه شان لیکنه دې په شعرونو وکړم خو بښنه به د مستعار نوم راته کوې ځکه خپل نوم ان تاته هم نشم څرګندولی او شعرونه دې ډیر ګړندي روان دي تر ستورو ېې بس یو څو ګامه پاتي دي او بس
خدای دې ګړندۍ لره یوه خور دې غرنۍ

فريد پکتياوال 12.09.2011 21:33

ډېرپه زړپورې غزل منميي

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
د محمدالله ارین احمدزي پاڼه