Banare

دوستانو ته د اختر مبارکۍ

28.08.2011 10:14

دوستانو، ملګرو، خویندو ، وروڼو، لرو برو پښتنو او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته له خپل لوري د اختر مبارکۍ نیکې هیلې او سلامونه وړاندې  کوم. هیله من یم چې د روژې مبارکه میاشت مو په خیر سره تیره کړې وي لمونځونه، تراویح او ختمونه مو د الله پاک په دربار کې قبول او منظور شوي وي او د کوچني اختر شپې او ورځې درباندې په خوښۍ تیري شي، دوستانو له دې سره سره چې هره ورځ په هیواد کې د وینو لښتي بهیږي نه پرې څوک په روژه کې زړه سوځوي او نه هم له روژې پرته نه یې څوک په ګرمي کې سیوري ته کوي او نه یې هم په یخني کې ګرم ځای ته، له ټولو خویندو، وروڼو، دیني علماوو، سپین ږیرو او ځوانانو څخه هیله کوم چې په ګران افغانستان کې د تل پاتې سولې لپاره د خدای تعالی لوی دربار ته لاسونه لپه کړي، هیله من یم چې  په نورو اخترونو کې مو لاسونه په وینو سره نه بلکه په نکریزو سره وي، خدای دې وکړي چې دا اختر نور د یتم والي، کونډتون، بورې والي، کور ړنګوالي او جګړې وروستی اختر وي او زموږ هیواد د  جګړې له شر څخه د تل لپاره خلاص شي.دوستانو خوار ارین هم په دعاوو کې یاد ساتۍ او له پامه یې مه غورځوۍ په دې څو لنډیو یو ځل بیا ټولو ته د کوچني اختر مبارکي وایم، اختر مو مــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــبارک شه

اختر په ټوکو ټوکو راغی

نه مې اوږۍ شته نه د غاړې تاویزونه

خلک اختر ته خوندې بیايي

بې وروره خوندې دیوالو ته ناستې دینه

اختر ته ځکه خوشالیږم

زما د یار وعده اختر ده را به شینه

په پښتنه مینه او درنښت

ورور مو محمدالله ارین احمدزی

مدینه 10.07.2012 11:36

سلام نیکی هیلی می وامنی زه به سویدن که یم زما ده خبراونه دیره حوشه شو دیره شه معلومات بکی دی زه عوړم چی به که شیرکته واکړم

خورې پوه نه شوم که شونې وي د اړيکو له لارې له موږ سره اړيکې ونيسی او معلومات به سره شريک کړو.

په درنښت

د بلاګ اداره

رنګینه کومکی 10.07.2012 11:23

سلام زه فیعله نه به سویدن کی یم زما دعه حبراونه دیره حوشه شو زه عوږم چی به دی که شیرکته واکړم نور چه معلومات نه لرم

يو څوک 29.08.2011 09:01

مننه ارين خانه.......

سلیم احمدزی 29.08.2011 06:16

سلامونه او نیکې هیلې پیره
زما له طرفه هم تاسو ټول ته اختر مبارک الله دې وکړي چې دا اختر دې دردیدلي او مظلوم ملت ته د امن او سوکالۍ پیغام ولري.
یاره رامنډه که اختر دی
دواړه لاسونه مې کولاو نیولي دینه
مننه
ستاسو ټولو خوشحاله اختر

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
د محمدالله ارین احمدزي پاڼه