Banare

پښــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــتو لنډۍ

17.08.2011 12:29

 څو ښکلې پښتو لنډۍ ویې لولۍ او که که مو کومه نوې ښکلې لنډۍ په ذهن کې درګرځې د تبصرو په کړکۍ یې موږ سره شریکه کړۍ او یا یې هم د بلاګ له لارې د اړیکو د مینو له لار را ولیږۍ ترڅو یې خپرې کړو او نو ر هم ترې خوند واخلي. 

څوک د واده په ارمان دینه

چاته په کور کې شاه بلبلې ناستې دینه

کله خفه کله غصه شي

زما اشنا د ماشومانو خوی کوینه

څوک یې مړوند باندې اوده شي

څوک یې د یو نظر کتو په ارمان وینه

د زړه په سر مې زخم جوړ شو

په مړاوو سترګو اشنا ورکړه ټکړونه

د چا په زړه کې زخم جوړ کړي

د چا زخمي زړګي ته ورکړي ټکورونه

د دنیا داسې زنده ګي ده

نن بادشاهي ده سبا خیر غواړي مینه

زړه مې سوری لکه غلبیل دی

د یار غمونه پکې رو رو چڼوومه

دنیا نیمګړې نیمه خوا ده

مرګي پناه کړل ښکلي ښکلي صورتونه

زړه مې په تیر حسن مین دی

تیرې چړې مې له ځيګره وتې دینه

زما د زړه دښتې ګله

خزان دې هر وخت په سپرلي رژوینه

زما په مینه کې خواږه دي

دا غمازان دي چې کاږه کتل کوینه

نه یاري کړم نه پرې پوهیږم

چې د چا ورانه یاري وینم قار راځينه

د نن ځواني د ګلو لښته

په زړګي سخته راکوي رټ ځوابونه

مازدیګری دی سوال قبلیږي

په جاینماز ناست راته پورته کړه لاسونه

چاته حال ویلی نه شم

زه د دنیا له ژونده تا ویستلی یمه

څوک محلونو کې اوسیږي

څوک د ناکامه په کیږدۍ کې ژوند کوینه

ښکلي که ډير وي خدای دې ډير کړي

خوږه اشنا زه به په تا صبر کومه

زړه مې په هغه وخت کې بد شو

چې ور دې پورې کړ ځنځیر دې واچاوونه

څوک په ټوډي موټر کې ګرځي

څوک د کرې لپاره بل ته سوال کوینه

په چا د مینې امتحان وي

څوک په هجران کې د خپل ځان شپې تیروینه

د یارانې قول یې راکړ

قسم یې راکړ چې مې ونه ویې حالونه

 د نورو لنډیو لباره په خپل وار سره دا ځای کښیکاږۍ: او یا هم دا ځای  او یا هم دا ځای او یا هم دا ځای کښیکاږۍ: 

عبدالرحیم موسی زی 19.03.2013 07:47

دا چې لنډۍ په کلیواليو ناستواو محفلونو کې ډیر رواج دي په رښیا هم چې د لڼدیو په ارزښت هغه کسان ښه پوهیږي چې هغوی د لنډیو په معنا پوه شي او پرې سم فکر وکړي.<br />د لڼدیو له ځانګړتیاوو څخه یوه دا ده چې د لڼدیو لیکوالان څرګند نوي.

ثنا خاورين 21.05.2012 01:38

کله به یم کله به نه یم @زمایاری په ڑنگه مه شمیره مینه@غم راکوه چی سومره ڈیر وی@زڑه سمندر ده زایه وی داستاغمونه@SANA

ثنا خاورين 21.05.2012 01:04

کله به یم کله به نه یم @زمایاری په ڑنگه مه شمیره مینه@غم راکوه چی سومره ڈیر وی@زڑه سمندر ده زایه وی داستاغمونه@SANA

سرحد٠ 21.04.2012 15:47

خبر دی ستا په ګل بدل شي « زه به کاروان کاروان لنډئ درولیږمه<br />که مې په چا پوری تړی ته«بیا به له دي کلی ګیلی زه درلیږمه<br />داحمد زیو کلی غټ ده «په هر پټي کښې یې ګلان کرلی دینه<br />مساپری کښې مې زړه تنګ شو»خودپردیو شتون وطن کښې نه منمه

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
د محمدالله ارین احمدزي پاڼه