Banare

ټګ ریبار

16.08.2011 08:43

ټګ ریبار
د رنګونو له بازاره څه دې راوړل
راته ووایه له یاره څه دې راوړل
د لاس نښه چې جانان درکړه تا څه کړه
ته هم ټګ شولې ریباره څه دې راوړل
نن خو راشه یو څه غوړې کیسې وکړه
د ښایسته ؤ له بنډاره څه دې راوړل
ملنګان په انتظار درته ولاړ دي
د شاهانو له درباره څه دې راوړل
له مودو وروسته راپیښ شولې نېکمله
ته چې راغلې په دې لاره څه دې راوړل

سید اکبر علی خیل 22.08.2011 04:56

‌وروره ډیرزیات ښکلی شعر دی لیکلی الله دی په ګوتو برکت کړه خو زه نه پوهیږم چی داریباریوازې مونږ سره داسی کوی که نه د هر چاسره همداسی ټګ ده

امین جان محمدی 21.08.2011 08:31

سلامونه اونیکی هیلی می ومنه نیکمل جانه ماشاالله وقیعآ چی ډیر په زړه پوری وا او ډیر زیات می خوښ شو کامیابی او سرلوړی دی غواړم

محمد رسول افضلی 21.08.2011 08:29

ملنګان په انتظار درته ولاړ دي<br />د شاهانو له درباره څه دې راوړل<br />نیکمل ورور دیر ښکلی شعر. ټک ریبار الله تعالی دی له داسی ریبار نه ټول وساتی

محمد رسول افضلی 21.08.2011 08:29

ملنګان په انتظار درته ولاړ دي<br />د شاهانو له درباره څه دې راوړل<br />نیکمل ورور دیر ښکلی شعر. ټک ریبار الله تعالی دی له داسی ریبار نه ټول وساتی

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
د محمدالله ارین احمدزي پاڼه