Banare

څو ښکلې پښتو لنډۍ

23.07.2011 14:30

گوتې بنگړي د دنيا دود دي

زه له نيستمن جانانه نه غواړم دودونه

په سپينه ږيره راپسې شوې .

رب خو دې مړ کړه د لمسۍ په ځای دې يمه

په خوله به وایم چې مې هیر يې

چې په رښتیا دې هیروم ورکه دې شمه

چي په ښایست مي خفه کیږي.

نور به د ځمکي خوب کوم چي زیړه شمه.

مینه مي پټه درسره ده

پښتانه کله په ښکاره مينه کوینه

خدای دې د ښې ورځې خاوند کړه

چې دشلیدلې لوپټې نه خلاصه شمه

میـــــنه د دوو پېغــــلو مزه کـــه

دوئ به سیالي کړي خولې به تاته درکوینه

تــــــر ســــر بـــه لــوټــــه کــــړمـــه لانــــــدي ْْ

پـــــه کـــار مــــي نـــه دي د مـن

ت ســپـــــــین مـــــړونــــــدونه

که مخامخ دیدن مو ګران دی

په موبایل خو راکوه د زړه حالونه

په سفر ځې څادر دې پریده

روژګۍ راغله تراویح به په کومه

بړستن دې واغوسته ويده شوې

په زړه دې نشته د شرين جانان غمونه

مینه دي پټه پاتې مه شه

رب دي رسوا که چې تاوان درباندي شمه

کوتک په لاس ورته ولاړ یم

یار می خایسته دی هلکان تی زغلومه

ما ویل پټ به دی را تیر کم

سر دی ګنچی وه په دیوال وه لګیدنه

پــېغـله پـه شـګو کــې رهـــي کــړه

پښــې بــه یې ســوځــي خــوله به ژر ژر درکوينه

خلک جوړه جوړه څملي

ابۍ ناترسه ما یوازې څملوینه

خولګی دی خورم نه پری مړیږم

ظالمی ټوله را په شاه شه چی دی وړمه

عزیزالله شاهد 24.01.2013 19:14

خال می د کونډی په مخ ولید
پیغلی له ښایی چی پنځه کیږدی خالونه

حفيظ اللۀ 19.11.2012 21:12

باباولي پرکندهاردی زماجانان يې وزيارت ته تللی ونه

یاسمین 14.08.2012 14:09

دیر شایسته لندی وی

شکیب 26.07.2012 08:38

افغان دوست

زه خوشحال به د کفن سره را پاڅم
که خبر شوم چی پښتون د چا غلام شو.

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
د محمدالله ارین احمدزي پاڼه