Banare
غزل
18.07.2011 14:43
غزل
اوس د زړه په درد اخته یم ژر به مړ شم
اوس په بل ځای کې میشته یم ژر به مړشم
ستا د مخ په تمه ډيرې شپې شوې تیرې
ستا په یاد لا هم تازه یم ژر به مړشم
نور مې درد دی ټول وجود رانه نیولی
بس د زړه په درد اخته یم ژر به مړشم
نوره ختمه حوصله زما بیلتون کړه
ژوندی پروت په هدیره یم ژر به مړشم
ستا د مینې کیسه وکړمه سپوږمۍ ته
بس هغې سره اخته یم ژر به مړشم
ستا د خال مینه په ستورو باندې وکړم
هر وخت ناست په تلوسه یم ژر به مړشم
د ارین درد من زړګي ته دعا وکړه
ستا دعا ته په تمه یم ژر به مړ شم
د ۱۳۹۰ کال د چنګاښ د میاشتې ۲۷
وزیراکبرخان مینه
احمد خان 27.08.2011 23:28
آرین صاحب
ډيرښکلی غزل دی لیکلی په قلم دی برکت شه
سلیم احمدزی 19.07.2011 08:44
سلامونه او نیکې هیلې:
امید دی چې روغ جوړ او خوشحاله ژوند ولرې ماشاالله غزل مې ولوستلو او ډیر زیات مې خوښ شو د تل په څیر دا هم ډیر خوندور غزل دی هر یو بیت یې ښکلی دی کامیاب او بریالی اوسې الله د مرګ له تکې تورې بلا په امان لره
مننه
ستاسو ورور سلیم
په درنښت
ورور دې
ارین احمدزی
هيواد 19.07.2011 07:58
ډيرښکلی شعردی
بشرمل نا صر 18.07.2011 14:59
ګر انه وروره ږ الله د ي صحت درکړي خو چې غز ل ته مې وکتل که چيري څه نا څه نا روغي درسره وي شا عري به دردمنه شي ډېره ښکلې غز ل ده په قلم دي برکت شه
په مينه بشرمل نا صر
بس بشرمل صیب زه  او ته له ناروغیو نه خلاصیږو خدای تعالی دې په ما او تا رحم وکړي.
مننه
ورور دې
ارین
ټولې تبصرې
ستاسو تبصره
لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
د محمدالله ارین احمدزي پاڼه