Banare

خبرتيا

18.07.2011 11:52

 خبرتيا

مېرمن کلتوري ټولنيز بهير  د عامه پوهاوي پروګرام  او  ابرار موسسې  په مرسته د   شعر او عامه پوهاوي تر سرليک لاندې د شعر  سيالي جوړوي. په دغه سيالۍ کې د ګډون په موخه  د هيواد ټولو ښځينه شاعرانو ته خبر ورکوي چې خپل د سولې ، وطن ، علم ، د بشر حقونو ، خپلواکي او داسې نورو ټولنيزو موضوعاتو په اړه  يو قطعه شعر د ١٣٩٠  کال د زمري تر ٢٥ نيټې پورې ( 16 Aug 2011 ) په لاندې برېښناليکونو راواستوي.

له ٣٠ غوره شوو شعرونو څخه درې شعرونو ته ډالۍ او پاتې ٢٧ شعرونو ته جايزې او  ستاينليکونه  ورکول کېږي.

د برېښناليک پتې :

mirmanbaheer@gmail.com

toobaneda@yahoo.com

د لا ډېرو مالوماتو لپاره په لاندې شمېره اړيکې ټينګې کړئ:

0773582655


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
د محمدالله ارین احمدزي پاڼه