Banare

غزل//لا هم شته دي څو سړي په دې وطن کې /////// څو سرونه معنوي په دې وطن کې

12.06.2011 16:35

غزل

لا هم شته دي څو سړي په دې وطن کې

څو سرونه معنوي په دې وطن کې

له جګړې نه پوره نه شوه ای پښتونه

لا هم شته ده زنده ګي په دې وطن کې

نور راځۍ قلم ته لاس کړو علم زده کړو

شته خبرې ضروري په دې وطن کې

یو شو لوستی اوس پوهیږي ښه په ډيرو

موږ تباه شو سمدستي په دې وطن کې

راځۍ راشی اوس دوران د انټرنیټ دی

لاهم شته څو ښونځي په دې وطن کې

چې نه درد وي نه بمبار وي لویه خدایه

غواړو سوله ورور ولي په دې وطن کې

ارین ناست وي لاس تر زنې یو څه لیکي

څو را ویښ ویده بچي شي دې وطن کې

محمدشاه احمدزی 04.12.2013 09:17

سلامونه احمدزی صاحب ددی ښکلی شعرنه دی خدای تعالی دی بريالي لره همیشه پښتوته خدمت کوه ډیره مننه ددی دښکلی شعرڅخه دی الله دی مل شه

انجنيرشيرمحمدحسني دبلغاريا نه٠ 22.06.2011 12:40

ګرانه وروره احمدزي صاحب هيله ده چۀ نيکي هيلی می ومنۍ تاسو او ستاسو غوندی نورو ورونو ته دی پرورديګار برکت ورکړې چه زمونږ ژبی او کلوتور لپاره کار کوې مونږ تول پر تاسو باندی فخر کوو او خوشحاله يو.تاسی ټول ليکوال زمونږ دی ژبی بلی ډيوی ياست.کور نه مو ودان قلمونه مو په وطن او نړي کی پر هر چا ه باندی بر او کاميابه لری

ګران حسیني صیب له مینې ښه نیت څخه مو مننه چې دومره لرې زما پاڼه ګوری وروره د خپلې ژبې ویل، لیکل  او پالل د ویاړ ځای دی دا زه د ځان لپاره نه کوم بلکه دا د دې سندریزې ژبې حق دی چې باید ادا یې کړم ادا کول یې ناشوني دي خو له خپلې وسې سره هڅه کوو. بیا هم مننه

ورور دې

ارین احمدزی

يو څوک 16.06.2011 09:23

پنډ پنډ سلامونه ارين صېب ته!

نه يوازې دا چې شعر مو ښکلی دی بلکه د ستايلو وړ هم دی.
ګرانه! زه چې هر کله د چا په شعر او يا په کومې ليکنې خپل نظر د تبصرې له لارې څرګندوم نو د دې به دا مطلب نه وي چې زه ګنې د شاعر يا ليکوال د شعر يا ليکنې سپکاوی کوم بلکه زه دا غواړم چې زمونږ شاعران او ليکوال بايد د دغه ستر الهي استعداد څخه په سمه توګه ګټه پورته کړي.
ښه ارين صېب ته اوس پخپله ووايه چې زمونږ ځوان نسل ته او څه کول په کار دي او زمونږ شاعران ځوانان کوم لوري ته روان دي نو زه به څنګه خپل نظر نه څرګندوم او د هغوی بدو نه به سترګې پټوم "خبرې ډېرې سر يې يو" چې دې وطن ته د قلم او ذده کړې ډېر ضرورت دی حال دا چې زموږ ځوان مکتب ته د ذده کړې پر ځای فېشن ته ځي او په همدې توګه زمونږ د هېواد مکتبونه هم پر ځای دې چې ټولنې ته پوه،تکړه او له استعداده ډک ځوانان وړاندې کړي نو هر کال خرۀ توليدوي او ټولنې ته يې وړاندې کوي همدا ستر لامل دی چې هيواد مو د سمېدو جوګه نه دی او په هېوادوالو مو ښه ورځ نه راځي .

نو دا ستا شعر راته ډېر په زړه پورې ښکاره شو ولې چې په يو خاص احساس ليکل شوی او ډېری خلک د علم او پوې لور ته رابولي.
ګوره ګرانه ارين صېب زه دا هم نه وايم چې دا خلک دې شونډې اوسترګې په شعر کې نه ستايي. بالکل دې ستايي زما هم خوښيږي زه خو کومه پرېښته نه يم خو خبره دسې ده چې هر څه ځانته اندازه او وخت لري.

بر يالی اوسې

په درنښت
يو څوک

علم ګل سحر 14.06.2011 11:47

وه ارین صاحب ډیر ښکلی شعر دې لیکلی په قلم او فکر مو برکت
زموږ د ویښولو ارمان زموږډیروخواخوږو مشرانو ګور ته وړی دی
خدای دې وکړي چې موږ او تاسې خپل خلک ویښ ووینو

مننه استاده دا ستاسو ښه نیت او لطف دی چې تل زما ډير کمزورې خبرې په مینه ګورۍ او ډاډ را کوی په دې هیله چې د پښتون قوم لپاره ستا په څير د دردیدلو او ریښتونو پښتنو ارمانونه پوره شي.

کشر ورور دې

ارین

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
د محمدالله ارین احمدزي پاڼه