Banare

خدای (ج) ته منظمه خط _/// _ نن خدای ته ليک ليږمه څه وليکم؟

22.05.2011 13:04

خدای (ج) ته منظمه خط _/// _ نن خدای ته ليک ليږمه څه وليکم؟
زه پريشان په دې سکڼي ماښام کې

نن خدای ته ليک ليږمه څه وليکم؟

چې دا زما او د هغې کيسه ده

د سلو زرو نقابونو شاته

د يوې پېغلې د پردې کيسه ده

په هغه شپه مې رڼاګانې څښلي

چې له هندارو لوپټه ډکه وه

په تصويرونو کې شوخي ويده وه

هم له رنګونو آئينه ډکه وه

خو يوه شپه وه بې امکانه غوندې

هغې لفظونو ته تکرار ورکوو

چې زه او ته به سره نه بيليږو

ما قسمونو ته تکرار ورکوو

اوس دهغې يادونه پاڼې،پاڼې

چې د دردونو انتها پاتې شوم

د ليونتوب کيسه مې ختمه نه شوه

له خپلو سترګو نه پناه پاتې شوم

لکه کالبوت زما په خيال کې پرته

لکه موزيم کې د ډبرينو کاڼو

يوه تاريخي مجسمه ولاړه

چا پرې ليکلي دي په تور ټکو

دا دسندرو بوتخانې تصوير دی

دسلو زرو د ګونګرو ملکې

د يوې ډمې پريښتې تصوير دی

خو نور يې نه لولمه څه پرې کوم

په دغه ښار کې د قبرونو لوحې

لا د تقدير پاڼې شليدلي نه دي؟

نصيب مو تورې د لاسونو لوحې
ما د معصومې شپې څادر د پاسه

د ډېرو ستورو جنازې کړي دي

په دعاګانو کې چې سا ورکه ده

وخت د کمزورو جنازې کړي دي
نن خدای ته ليک ليږمه دا ليکمه

چې بنده ګي د انسان ودروه

نور زه داوښکو عبادت نه کوم

دا زنداګي د انسان ودروه

طالب منګل

ثناءالله خاورین 30.05.2011 23:39

سلام پرتولو دوستانو گران لودین صیب زمونگ باس په شعرکی نه وو ده شعرپه عنوان کی وو سرنگه چی ستاخوخ شوهمداسی یی زمونگ په زره کی هم زای نیولی دی خدای(ج)دی وکری ستاسرپری خلاس شوی وی مننه خاورین سعودی عرب

اسدالله لودین 26.05.2011 09:20

منګل صاحب ډیره تبصره کول نه غواړم باید دومره ووایم چې ښکلی،له خیاله ډک،له تصویرونو ماله مال،او له خوندونو سره مل شعر دې ویلی.
د نورو پنځونو په هیله دې.

ثناء الله خاورین 26.05.2011 07:56

سلام منگل وروره اوخاص اکبری صاحب ستا نیوکه زما په خیال بی زایه به وی زکه ددی عنوان معنا سه ده یعنی دلیل یی سه ده چی نن خدای ته لیک لیگم سه ولیکم باید موگ او تاسی تر دیوی خور فوری لگ معلومات وکرو بیا نیوکه کوی شو مننه خدای(ج) دی وکری چی ستاسو په زره کی ده خفگان زای وو نه نیسی

زلمی 24.05.2011 14:10

محترم منګل !
زه هم د محترمی ډیوی خور سره موافق یم .
کڅه هم زه شاعر نیم خو د ستاسو شعر په زړه پوری او خاص مفهوم پکې نغښتی دئ .
د عنوا په هکله یی محترمی ډیوی جانی خپل نظر وړاندې کړی دئ ، خو زه غواړم د ستاسو په اجازه د یوه چرسی قیصه درته ولیکم ، خدای دوکړی چې خفه نشی .
وایی یو چرسی چې چرس څکولی وو نو په یوه خلوت کنج کې خمار او په ډیر ژور چرت کې غرق ناست دئ .
یو څوساعته وروسته دهغه کوم دوست په لاره تیریده چې ناڅاپه یی سترګی په چرسی ولګیدی ، اوسمدلاسه دسلام په ویلو چې بادرو خانه اسلام علیکوم ! بادرو چې په بله دنیا کې مصروف وه په ځواب کې یی ورته وویل چې مرګ د اسلام علیکوم ؛ دوست یی ورته وویل چې بادرو ته ولی په قهر یی مه خو ښکنځلی درته ونکړلی سلام مې در کړ ! بادرو ورته او وي چې پدې وخت کې د ستا سلام تر ښکنځلو بدتر وه . خو دوست یی بیا په ټنګار چې ولی ؟ بادرو ورته وویل چې په همدې لحظه کې مه دخدای تعالی سره جروبحث درلود چې ته دې تروو ( شړومبی ) د مچ په شان په کې راولودلی ( راپیدا شوی ) ! دستاسو د لا بریالیتوبونو په هیله

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
د محمدالله ارین احمدزي پاڼه