ټپیزی
02.05.2011 16:27ټپیزی
امرالدین سرحد
دکونډې ځوی په پښوپڼی وي
دکمیسه تڼی یې دری وي
شونډي نري سترګي یې شنۍ وي
څڼې په اوچلی راخورۍ وي
داتڼ مینځ کې تاویده مینه شومه
سپرغی دمینی تکی سری شوي
په کلی کور کې آوازی شوي
همزولو مینځ کې ګونګوسی شوي
دکونډی سترګي په ماسری شوي
له دی پردیو پړپړونه ستړی شومه
سبا به جوړی مرکی شی
مورجانه لږ بې حوصلی شی
ګوندی دلمروړانګی لږی سری شی
دمیلمنوو ډډی تودی شی
څی زما دبخت غوټه په ګوتو خلاصه وینه
خدایه پاک نیت لرم پخوانه
څی مور خپه نشی له مانه
یمه غوټی ښکارم له ورانه
اغزی تیره دی شاوخوانه
نظر می نکړی څی غوټی به پاتی شمه
دواده شپه څه ښایسته شپه وه
پیغلوپه شونډو دنداسه وه
زما د همزولو مرکه وه
هغه کیسه څومره خوږه وه
دکونډی ځوی په غیږ کی پاڼی پاڼی شومه
ارین صیب تاته دالی
بیگا په خوب کی می دیار په شوند چک ولگو
سهار چی پاسیدم بالخت نه می توته وری وه
ښکولې ټپيزي دي تاسو کوشش وکړي چې نوري هم ښکلوې ټپيزي ټوکې ټکالې او داسې نور دنېي معلومات په خپل سيټ کې وکاروى ؟
ډېرې ښې ټپيزې وې ډېر خوند يي کړې
ډیر په زړه پوری ټپیزی دی
ارین وروه
درته ډالی وی
زړه می دا ستا خبری غواړی
لکه د للمی باران غواړی بارانونه