Banare

باران

02.05.2011 16:16

باران

دا د چا د مینې زور دی

شونډې وچې ګریوان څيرې

ګرځوم کلي په کلي

خدایه تاته مې اسره ده

ما در وړې پناه تاته

ستا له دغو بنده ګانو

نوره تمه زما نه شي

نور په دې کلي او چم کې

راته دی هرڅه فراق

څوک په مینه پورې خاندي

څوک د مینې کورګۍ وران کړي

زموږ چم غماز غماز شو

نور پناه در وړمه تاته

له دې چمه مې زړه بد دی

نور خوشاله یم په تیښته

ربه ته راباندې وکړې ستا د رحم بارانونه

نور مې مړاوې ارزوګانې

بس د رحم باران غواړي

بس د رحم باران غواړي

يو څوک 31.05.2011 05:50

قدرمن ورور ارين صېب ته غرونه غرونه سلامونه !!!!!!!

ګوره ارين صېب زه چې ستاسې شعر هر کله ستايم نو د دې به دا مطلب نه وي چې ګنې زه کوم افراط کوم ښه ته پخپله قضاوت وکړه چې دې ازاد نظم ته به د چا پلار ټينګ شي .
ياره اشنا دا نظم خو زما دېر خوښ شو دا نظم ما ته په ايمېل کې راولېږه چې زه يې سردار علي ټکر ته ورکړم چې زمزمه يې کړي البته کمپوز به يې د ماسټر علي حيدر وي.

په ډېر درنښت
yaw_sok@yahoo.com
يو څوک

بیا هم ستا له مینې منننه او بریا دې غواړم.

ورور دې

ارین احمدزی

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
د محمدالله ارین احمدزي پاڼه