Banare

غزل

02.04.2011 11:04

غزل/ طالب منګل

هغه ښکلى مې په زړه کې غځېدلى
د شيدو سنيد يې په خوله کې غځېدلي

د شرابو په جامونو کې يې شونډې
د جنت په دروازه کې غځېدلى

د خوږو شاتو کسې يې ډکې څښلي
د سندرو په وياله کې غځېدلى

د کوثر له خونده ډکې سپينې سترګې
خيال د ستورو په ډيوه کې غځېدلى

د تمبې له شاه يې راکړه سپينه غاړه
چې وجود مې په نشه کې غځېدلى


طالب منګل

عابد وردگ 12.04.2013 12:25

‏‎ ‎زما دیر خوش شو

حقيار 02.04.2011 13:09

ايا تاسو کولائ سي چي زماده ويبلاګ<br />link<br />ستا سو په ويبلاګ کښي کښيدي مهرباني<br /> http://haqyaar.wordpress.com

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
د محمدالله ارین احمدزي پاڼه