Banare

غزل

15.03.2011 16:55

غزل

محمدالله ارین احمدزی

لویه فلسفه دې ده په سترګو کې

څومره تلوسه دې ده په سترګو کې

زه خو پکې وینمه یو لوی داستان

ښه لویه کیسه دې ده په سترګو کې

ماته ترې د نوي سپرلي بوی راځي

لویه حماسه دې ده په سترګو کې

ستا دا ګلابي غوټي غوټۍ شونډې

ټوله میخانه دې ده په سترګو کې

غلي غلي ګوري له سالو څخه

بیا کومه کانه دې ده په سترګو کې

هسې ارین ړوند چې شو په تا پسې

مینه پښتنه دې ده په سترګو کې

ثناء خاورين 26.05.2011 13:04

دیرخه په زره پوری ارین وروره زه یو شعر درته لیکم خدای(ج)دی ستا اوتولو لیدونکو خوخ شی@نه می دولت نه می دنیاپکارده@زماده خپلی موردعاپکارده@زه به مارکیت اوبلدینگ سه کرم@ماله جونگره ده اشناپکارده@ده موردعا له محبت دکه ده@ماله ده مورده زره وفاپکارده@خپله ژارم هیس فروامی نشته@ماته په ژوند ده مورخندا پکارده@

سرحد 02.05.2011 18:05

آرین صیب سلام ! خدای دي مدام د لوي خیال له جیګی شملی سره دښکلو شعرونو په حماسو کی بریښیدلی لره ، داشعارو ښوالی دی په فورم کی او دوزن له پلوه دساز او اواز په نری غږ کی بیلی کوم بندش څخه غږ تری پورته کیږی او ما خپله پرون شپه ولوست نو ،خوامی ډیره پی خوښه شوهخدای مدام روغ اوجوړلره

رنګ دی د ګلانو په ګلانو کی
شعر دی په شعرونو کی غوټی سپړوي
درته ولاړدی څی ترلاسه یې کړی
ادب بازار کی اوس هټی جوړوي
زه به درځم درنه به واخلم سودا
زخمی زړګو ته هم پټي جوړوي
له بدوسترګو دی خدای وساته تل
مینی سترګی غشي خپل لټوي
سرحد ملا شو پرون بر جومات کی
خپلو نفلو کی ستا بری لټوي
په درناوي :
سرحد مسکو

سرحد صیب سلامونه او نیکې هیلې

ستا له ځانګړې مینې او ښه نیت څخه یوه نړۍ مننه چې له هیواد څخه بهر په بوخت ژوند کې زما پاڼې ته سر ور د ننه کوې او پکې څه ناڅه مطالب لولې خدای دې راته روغ او جوړ لره په دې هیله چې ژوند دې له بریاوو او سرلوړیو څخه ډک وي.

ورور دې

ارین احمدزی

منت 26.04.2011 12:37

سلامونه!
آرين صيب په زړه پورې غزل دې ليکلې ده زما يې ټول بيتونه خوښ شول خو د غزل مطلع کې ډېرې خبرې دي. په رښتيا چې د يار په سترګو کې هم فلسفې وي او هم تلوسې.
زما دې بيا تمه پيدا کړه
د سترګو کونج کې دې باڼه ورپيدنه
ماته په سترګو کې حال وايه لارې کوڅې د غمازانو ډکې دينه
سترګې دې بيا په ژړا سرې دي
تاته د کور کافرو څه ويلي دينه

ته ښکلی یې او سترګې دې ښکلې دي خو لنډۍ دې ریښتیا ونیولم اشنا.

بریا دې غواړم

ورور دې ارین احمدزی

صفی الله ستانکزی 16.03.2011 10:36

سلامونه ګلابه ښایسته غزل دې لیکلی خو دا بیت یې تر ټولو ډېر خوندور دی ځکه چې په ټولو بیتونو کې یواځې د هغې د ښکلا یو غلی او خاموشه انځور پروت دی خو دلته په لاندیني بیت کې واقعا چې ډېر ښکلی انځور ویستل شوی دی .

ستا دا ګلابي غوټي غوټۍ شونډې

ټوله میخانه دې ده په سترګو کې

زړګیه مننه ستاسو سترګې ښکلې دي، چې زما غزل مو خوښ شو، مننه درڅخه کوم، زه د دې څه نا څه لیکلو راز یوازې ستاسو دوستانو په هڅونه کې  بولم.

ورور دې ارین

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
د محمدالله ارین احمدزي پاڼه