Banare

شنه شنه ستوري// ازاد شعر

06.02.2011 12:46

شنه شنه ستوري

محمدالله ارین احمدزی

ستا په مینه کې له ځانه پردی شوی

د ځان بولم د اسمان دا شنه شنه ستوري

کله سر یې په شمیرلو شمه هسې

کله ورکړمه سپوږمۍ ته پيغورونه

ستا د مخ صفت کومه بس لګیا شم

زما یاد شي ماشوم، کوڅې د کلي

تا به ویل چې نن به کومه لوبو کاندو

ما به ویل چې پلار مې شور کړي مستي نه کړم

ته به غلې شوې روانه زړه نیولې

اوس د کلي ظلم ګورې چې دوی څه کړي

لګوي په تش دیدن چې پابندي دوی

تاته وايي کورنه ونه وزې یې غټه

ما ته وايي چې کوڅه ولې ګرځې

هسې نه څوک په تاشک د څه شي وکړي

بیا به کلي کې ټول خلک په تا خاندي

حیران کړی د دې کلي سخت دستور یم

له دې کلي نه مې کرکه شي اوس ډيره

دوی کوي شیطانتونه چغلیانې

زما او ستا په پاکه مینه دوی شکي شول

زما، ستا منځ کې اوس لوی لوی دیوالونه

بس دې کلي کې د مینې باران وکړې

او د مینې پنځونکې لویه خدایه

چې په کلي د مینې شورو او ځوګ شي

ای د مینې پنځونکې لویه خدایه

یو د مینې باران وکړې زموږ په کلي

چې شو خلاص له شیطاني او ورور وژنې

ټول په یو ځای کې میشته په خوشالي شو

هرځای مینه وي ټول ژوند شي مینه مینه

خور دې 09.02.2011 12:50

سلامونه ګرانه وروره ستا د د خولې د خندا په هیله یم
چې شو خلاص له شیطاني او ورور وژنې
ورورګله که یې بده نه منې دا یو بیت د شعر دې داسې ولیکه چې
چې مو خلاصه له شیطان غماز شي مینه
د خوښی او سر لوړی په هیله دې یم
خور دې

سلامونه او نیکې هیلې خورې په دې هیله چې روغه جوړه به یې، دا چې تا راته داسې وویل نو زه به یې په کتاب کې چې چاپوم یې همداسې ولیکم او سم به یې کړم.

مننه

ارین احمدزی

روبینه احساس 09.02.2011 06:02

سلامونه او نېکې هيلې ارين صېب!
آه څومره ښکلی او په زړه پورې نظم مو ليکلی څومرې په زړه پورې انځورګري مو کړې څومره مينه ناک او سپېڅلي کلمات مو پکې رانغښتي.
او دا خو بيا ټولو ته جوته ده چې زمونږ په پښتنه سيمه کې د مينې سپېڅلي نوم ته په سپک نظر ګوري او زه نه پوهېږم چې دا خبره څومره پر ځای ده خو زما په اند چې مينه کول خو څه ګناه نه لري.
لکه څرنګه چې ښاغلي صفی الله ستانکزي پخپله تبصره کې ويلي دي چې.
(( په وروستي قسمت کې ځکه د شعر خوند خرابه شوی چې له اوله تر اخره ټول د ښکلا د مینې انځور دی په وروستي قسمت کې بیا وروروژنه راغلې زما په نظر ښه به دا وه چې د شعر پاي هم د هغه چا په یاد ختم شوی واي چې له پیله ورته لیکل شوی )).
نو زه يې په خپل نظر د نظر د څرګندوې تائيد کوم.
د دواړو قدرمنو د لا برياو په هيله
روبينه احساس

صفی الله ستانکزی 06.02.2011 14:52

د زړګي سره خوږ ارینه سلامونه او ښې چارې
د پښتو زرغون ګلابه په دې اخر کې دې ځان سم راتاو کړی بښنه غواړم چې دا خبر مې وکړه : خو ( یو د مینې باران وکړې زموږ په کلي ، چې شو خلاص له شیطاني او وروروژنې ) زه نه غواړم ډېر څه ووایم په ټولیز ډول ډېر ښایسته او د خوږو دردونو ښکلی انځور دی . په وروستي قسمت کې ځکه د شعر خوند خرابه شوی چې له اوله تر اخره ټول د ښکلا د مینې انځور دی په وروستي قسمت کې بیا وروروژنه راغلې زما په نظر ښه به دا وه چې د شعر پاي هم د هغه چا په یاد ختم شوی واي چې له پیله ورته لیکل شوی .

په ډېره مینه ستا ورور

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
د محمدالله ارین احمدزي پاڼه