Banare

ګلالی

15.01.2011 08:47

ګلالی
هو ګلالۍ !ګلالۍ خو په اصل کې د یوې انجلی نوم دی ګلالۍ د خپلې مور نازولې نخره بازه اود کرشمو ډکه لور وه خو کله به هم ترینه یو ځوان زلمی زوی جوړشو چې هغه په عوامو کې عامه خبره چې د تاووه به یې دکور دیوالونه لړزیدل دا هغه زلمی زوی و چې ټول عمر یې د خپلې غمځپلې مور د زړه په ناسور شوو زخمونو د صبر او حوصلې پټی ایښودې.د ګلالۍ د زیږیدنې هیبت د ګلالۍ مور دومره ژړولې او غمولې وه چې د نا توانی یې خپلې ماشومې لور ته شودې نه شوې ورکولی
یوې مور ته به له دې نه نور څه سخته وي چې خپل نوي زیږدلي ماشوم تنده په خپلو پاکو او خوږو شیدو ماته نه کړی.
هو د ګلالۍ مور هم د دغو بدمرغه میندو نه یو مور وه چې له هیبته یې یو ټکی شودې نه درلودې چې خپل ماشوم پرې غلی کړي بس ټوله ورځ دخپل رنځور خاوند تر څنګه ناسته وه اودخپلو اوښکو به سمندر کې یې خپل او د خپل خاوند د د ارمانونو جنازه لاهو کړې وه .او ددې ماشومې خوپه کوغیدو ،کوغیدو مری ناستې وې او نور په کې د ژړیدلو توان نه وو پاتې تر څو چې د د وې د مالت یوه ښخې چې په اصل کې د ګلالۍ د مور پوښتنې ته راغلې وه او نا څاپه یې دې وړې ماشومې کوغیدو ته پام شوی و هغه یې په غیږه کې راپورته کړې وه او په خپلو پاکو ا و مقدسو شودو یې د ګلالۍوچې مری پستې کړې وې
ګلالۍ داسې یوه انجلی وه چې کړه وړه یې د یو بله ځمکه او آسمان توپیر لرل،کله به داسې د نخرو ډکه انجلی شوه چې د سهاره به تر ماښامه له سینګاره نه اوزګاریده او کله به یې هم د ژمي په سړو ورځو کې سهار د ملا په آذان د هلکانو جامې واچولې اود سهار لمانځه نه روسته د مور سره دخپل کور بام ته وخته او د دمالت د ځوانانو نه مخکې به یې خپل د کورګي د با مونو نه واورې توګلې .
کله،کله به یې د مورپه زړه کې سودا پیدا شوه او سخته به وویریده چې انجلۍ ده هسې نه چې ملا یې وبریښي نو مور به ورته د ځانه سره یو رومال هرو مروراو اخیست چې ګلالۍ به پرې ملا ټینګه وتړي کله چې به ګلالۍ ته مور وایلې چې زویه دا دسمال تر ملا وتړه چې ملا دی خوږ نه شی نو ګلالۍ به ورته کټ کټ په خندا شوه او مور ته به وایلې :مورکې! څه د جنګ میدان ته خو نه ځم چې ملا راباندې تړې او بیا به یې د خپلو ګنډو ویښتانو چوټی تر ملا راتاو کړ او مور ته به یې ووایل دا دی مورې ملامې وتړله اوس به مې ملا نه خوږیږي.کله چې به د مالت سړي د خپلو بامونو پاکولو ته د بامونو سر ته راجیګ شول نو ګلالۍ به د خپل کورد بامونو واورې ټولې توګلې وې.ګلالۍ به د ځوانانو په لیدو د خیاله د سره پټو راتاو کړ تر څو یې د مالت ځوانان ستړی او ستومانه بارخوګان چې لکه د میخوشه مڼو به شان سره شوي و ونه وینی بیا به لکه توپان د بامه راکوزه شوه مور به یې ورته حیران ، حیران کتل او دواړوبه د ډیرې ستومانۍ نه خپلې تودې کوټې غیږې ته پناه ویوړه .
ګلالۍ به سملاسي
د هلکانو جامې وویستې او د مور غیږته به ورننوته او بیا به یې د لاسونو تڼاکو ته کتل او خپلې مورته به یې د نخرو نه ژړلې مور به یې ورته لاسونه ښکلول او ارمان به یې کوه چې کاشکې داسې یو څوک پیدا کیدلای چې د پیسو به بدل کې یې ورته بامونه توګلي وی. خو هغه وخت کې د ځوانانو ډیره خواري وه ځکه په وطن کې جنګ روا ن وو او دجنګونو له امله ټول ځوانان یا خو په مورچلونو کې ورک و او یا خو هم مهاجر شوي و .
ګلالۍ به کله کله په ځان شکي شوه نو ځان ته به غوسه وه چې ځه لیونی هسې دې ځان مورته زوی زوی کوې ، د زوی بلا دې درشي.ته څه زوی یې کله د پشې د میو نه دومره وډاره شې چې له ویرې دې دمور په تخرګ ورننوځې او په چغواو سرو دې پیشو څه چې لیوه هم وډار شي چې څه ټکه درباندې وغورځیده او ته....ته دې ایله مور ته ووایې چې مورې و مورې ګوره پیشو ماته ګوری او بیا میو کوي او کله بیا لکه تږی لیوه به نیمه شپه دې د اوبو ډبه په لاس کې نیولي وي او په توره تیاره کې د پاکو اوبو نلکې نه د چکلو لپاره پاکې اوبه راوړې.
ګلالۍ به مور د ورځې د اوبو نلکې ته نه پریښوده ځکه چې د ورځې به د اوبو نلکې ته ډیر ځوانان راتلل او په وار به یې اوبه اخيستې او نور داسې رقم به رقم خلک به د اوبو وار ته انتظار کوه نو ځکه به د کلالۍ مور ګلالۍ ته د ورځې نلکې ته دورتګ اجازه نه ورکوله او مور به یې تل یوه خبره په خوله وه چې د ځوانانو سترګې به دې رانه وخوری د ورځې نلکې ته لاړه نه شې چې سترګې به دې وباسم نو کله چې به شپه پخه شوه نو ګلالۍ به دمور سره په توره تیاره کې د اوبو نلکې ته ورتله او ډبي به یې راډک کړل. کله چې به سبا شو نو د مالت ښځو چې به د حجاڼۍ په کور کې د اوبو ډبي ډک ولیدل نو ویل به یې چې د حجاڼۍ سره پیریان دی هره شپه ورته د اوبو ډبي ډکوي.د ګلالۍ مور ته د مالت ښخو حجاڼۍ ویلې ځکه چې د خداې د کور په دیدار مشرفه شوې وه. حجاڼۍ به د خندا شنه شوه او به ډیر ویاړ به یې ویلې هو شکر د خدای زور او نظر راباندې دی دا پیریان خو هم د هغه د زورنښه ده چا به لا د پیریانو ارمان کوه چې مونږ باندې به د خدای دا مهربانی کله پیرزو شي زما کور کې خو زماځامن هم شته او خاوند مې هم شته خو بیا هم د نلکې د اوبو په زیږه چایو مړه نه شوم کاشکې خدای مونږ ته هم دا پیریان پیرزو کړي د ګلالۍ مور به د ځانه سره غلې ،غلې وخاندل خو چاته یې څه نه ویل
ګلالۍ به د خیاله دمور په ځنګانه سر کیښود او په ډیرخوند به یې ویلې چې مور سختې ویرې اخیستې یم او د ویرې مې یخني کیږي دلته به ستا په ځنګون سر کیږدم کنه د ویری به مې زړه وچاودی مور به یې ډیره ورټله چې هغه په نیمه شپه کې چې لکه شیشکه روانه وې هلته دې دا ویره چیرته وي؟ چې اوس په سمه ورځ په کور کې ویریږې.نو ګلالی به مور ته ویلې مورې هغه خو داسې خبره ده چې د شپې له خوا راسره پیریان وي او د ځانه بیځانه اوسم اوس خو په سد یم نو ځکه ویریږم مور به یې ورته خندل او به خندا کې به یې ورته وویل ځه تیره شه دا د انجونو چمونه مه کوه خو ګلالۍ به نه تم کیده ځکه چې د خیال خوب به نیولې وه نو دا د درواغو پلمې به یې کولې.
.
د ګلالۍ به کور کې د کلالۍ نورې خویندې هم وې ټولې د تعلیم خاوندانې وې او ډیرې پښتنې او با عفته انجونې وې ټولې د ګلالۍ نه مشرانې وې د ګلالۍ د مور یو ارمان وو چې د کور تور سرې یې په عزت په ښه کورونو کې خوندي شي او ګلالۍ هم دې ته ډیره ځوریدله چې د خویندو بد بختي یې د مور زړه بیا مات نکړي او دا ارمان ډیره ځوروله.په هغه ورځو کې یې یوې خورته د یوې ډیرې پښتنې او درنې کورنۍ نه مرکه شوې وه او د ګلالۍ د مور هم ورسره رضا وه چې خپلوي ورسره وکړي ګلالۍپه هغه ورځ د مور د وینا سره برابر د میلمنو عزت کولو کله چې دوه درې ګینټې د غرمې ډوډۍ ته پاتې شوې نو د ګلالۍ مور انګړه ته راوواته او ګلالۍ ته یې وویل چې زویه د غرمې د ډوډی بندوبست وکړی،ګلالۍمور د لاسه ونیوله او پخلنځي ته یې ویوړه مورې په پخلنځي کې ولیدل چې نوڼې یې د غرمې د ډوډۍ په بندوبست کې اخته دي یوه پخلۍ کوي بله په مینځلو اخته ده او یوه د خټکي به ماتولو بوخته ده ګلالۍ یوه ټوته خټکی راواخیسته او مورته یې خوله کې ورکړ مورې ډیره خوشاله شوه او د ګلالۍ لاسونه یې په لاسونو کې ونیول او د اوښکو په دعایې ورته لانده کړه .
مورې لاړه بیرته میلمنو ته او ګلالۍ د میلمنو د عزت کولو به چارو کې بوخته شوه خو داسې به چرتونو کې ډوبه وه او خدای ته به یې د ځانه سره زاری کولې چې مورې خپه نه شي خدای ته به یې عذر کولو چې خدایه زه د خپلې مور اوښکې نه شم لیدلی شکر دې د الله مهربانی ده د پلاره مونږ ته د ژوند کولو لپاره هر څه پاتي دي خو یوازنی کمي چې مونږ یې لرو د هغې کمي په خاطر مې مور تل د زړه غوښې خوري که څه هم ما مې مور ته تل ددې کمي ځای ډک کړې خو بیا هم زما مور دې ته ډیره ځوریږي وخدایه زما مور ته د زړه صبر ورکړې
په دې حال کې د ګلالۍ مور غږ وکړ!
چې ګلاله زویه ورشه خویندو ته دې ووایه چې میلمانه ځي مخه ښه ته یې راووځي کله چې میلمانه انګړه ته راووتل نو د د میلمنو نه یوه سپین ګیري وویل چې موټر به دلته د کومه کړو ګلالې ورته زر ځواب ورکړ چې بابا ټکسی مې تیار راوستی دی ایله چې تاسو مهرباني وکړی
سپین ګیري ګلالۍ ته ډیره شاباسی ورکړ
او دعا یې وکړه چې الله دې هر چاته ستا به شان اولاد ورکړي . دګلالۍ مور ډیره خوشاله شوه او د کور دړه یې خلاصه کړه چې میلمانه رخصت کړي ګلالۍ د ځانه سره غلې غلې بنګیدله چې خدایه ته ورحمیږې چې دا سپینګیری بابا داسې څه ونه وایي چې زما دمور سترګې پرې د اوښکو نه ډکې شي
کله چې د ګلالۍ مور دړه خلاصه کړه نو سپین ګیری بابا به جګ غږ د ګلالۍ مورته ووایل: ځه حجاڼۍ مه راوځه ګوڅه کې سړي دي ورننوځه او بیا یې په سوې ساه وویل هی هی دخدای له کارونو جار شم، چې دا یو زوی دې لرلی............!!!

صیام 27.07.2013 16:10

ماشاءالله ډیره شه د پند نه ډکه او په زړه پوری کیسه وه الله دی اجر درکړی <br />مننه له تاسونه

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
د محمدالله ارین احمدزي پاڼه