Banare

دانار تر ونې لاندې دتورنتو اوښکې ناول چا پ شو

11.01.2011 12:35

 

دانار تر ونې لاندې دتورنتو اوښکې

ناول چا پ شو

(دانار تر ونې لاندې دتورنتو اوښکې) دهغه په زړه پورې ناول  نوم دی چې په دې وروستیو کې د ستر فولکلوریست استاد محمد ګل نوري د کلتوري مرکز له خوا د۱۰۰۰ ټوکو په شمیر چاپ شو.

دغه کتاب دهیواد تکړه لیکوال او ژورنالست احمد ضیا سیامک هروی لیکلی او نامتو لیکوال،شاعر او ژورنالست علم ګل سحر په خوږه پښتو ژباړلی دی.

دانار تر ونې لاندې دتورنتو اوښکې ناول په ښکلي کندهار کې هغه حالت په ډیر ښه ډول انځوروي چې دغه میړني، وطنپال، ځوانمرده او علم دوسته ولس ورسره مخامخ دی.

ښاغلی سیامک هروي د افغانستان یو با احساسه وطنپال او دقیق لیکوال دی نوموړي دغه په زړه پورې ناول په خورا دقت لیکلی دی.

دغه راز ښاغلي علم ګل سحر چې پخپله هم دناول لیکوال دی او تردې دمخه یې د(مینه او جګړه) په نامه یو په زړه پورې ناول او د( مینه او وسواس) په نوم دلنډو کیسو کتاب او په لسګونو نورې لنډې کیسې او طنزیه کیسې لیکلې دي دغه په زړه پورې ناول  په داسې خوږه پښتو ژباړلی چې لوستونکی فکر نه کوي دناول ژباړه لولي نوموړي دانار تر ونې لاندې دتورنتو اوښکې ناول په دقت او امانتداري سره ژباړلی دی.

موږ په داسې حال کې چې دناول لیکوال سیامک هروي او دناول ژباړن علم ګل سحر ته د اوږد او با عزته ژوند دعا کوو افغاني فرهنګ او ادب ته د خدمت په لاره کې ددوی لا زیات بریالیتوبونه غواړو.

                                        مرضیه امین

 


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
د محمدالله ارین احمدزي پاڼه