Banare

غزل////ستا په سترګو کې الهام دی د غزلو ـــــــــــــ ستا خندا سمه سندره د بلبلو

05.01.2011 08:21

غزل

محمدالله ارین احمدزی

ستا په سترګو کې الهام دی د غزلو

ستا خندا سمه  سندره د بلبلو

ستا په مینه کې دي ډير څه ما موندلي

ستا سینه کې ده کرکیله بس د ګلو

ستا په مینه زما مین زړګی چې ښاد شي

ستا هر ناز دی د زخمي زړه د پاللو

ستا په کړس خندا کې دومره لوی تاثیر دی

پرې مینځلی شي ډير زړونه د ناولو

ستا په سترګو کې اغیز د مینې ډير دی

دي سرې شونډې دې  پيالې ډکې له مُولو

دا چې زلفې دې پر مخ باندې خورې کړې

نن دې هوډ دی د ارین د ځورولو

محمدتوفيق لایق 09.04.2012 12:25

آرین صاحب ډیر داحساس نه ډک غزل

شهزاد محموم پکتياوال 03.03.2011 04:36

سلامونه او نيکي هيلي
ګرانه ارين احمدزي وروره ډير په زړه پوري شعر دي ليکلي دالله ج څخه درته کاميابي غواړم . واله چي دستاشعر مي ډير زيات خوښ شو ډير په زړه پوري شعر وه سم د عشقانو د زړه مرهم وه .
شهزاد محموم پکتياوال

اسرار(انور) 07.01.2011 08:40

ډيرمحترم ارين صاحب

ماشاالله ښکلي شعر مو ليکلی دی الله دی همت نور هم درکړی چی د ادب دنیا ته د همیش لپاره خذمت وکړي.
اسرار(انور)

عبدالصمد صمیم وردګ 06.01.2011 08:33

سلامونه محمدالله ارین احمدزی صیب غزل دی دستایلو وړ ده همیشه کامیابه او سر لوړی اوسﺉ
په درنښت ستاسو ورور عبدالصمد صمیم وردګ

وردګ صیب له مینې مو یوه نړۍ مننه، بریا او سرلوړي مو زما یوازنۍ هیله ده.

ارین احمدزی

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
د محمدالله ارین احمدزي پاڼه