Banare

څو ټپيزې

29.12.2010 13:27

جانانه ګرځې ډير بې باکه

را ته معلوم شولې چالاکه

زما د ي زړه کړلو بې واکه

ماته په لپه اوبه راکه

زه تږی نه یم دا ستا نیت مالومومه

هسې مې کلي کې زړه تنګ شو

چې یار روان رانه په څنګ شو

له خپل نصیب سره مې جنګ شو

زما د مینې یار ملنګ شو

اوس به دیرې د ملنګانو لټومه

په څنګ را ګورې نازنینې

له زړه مې څاڅې په خدای وینې

ښایست دې ډير دی ګل ورینې

کميس دې تور مټې دې سپينې

لکه ښامار چې تر چندړ تاوشوي وينه

زموږ پر چم چې نن غوبل دی

واک د پښتون هم نن د بل دی

جانانه رنګ دې ډير بدل دی

صورت زما واک يې دبل دی

خدايه نور واخلې دا بې واکه صورتونه

ثناءالله خاورین 26.05.2011 10:05

ارین وروره سلامونه والله له مانه خوتولی تپیزی هیری شوی خو احمدالله جان دی زما لپاره یو سو تپیزی ارین ورورته راولیگی دا یی په ماده احمدالله قرض وای @زمادی زره بازار دی وران که@په دی وران شوی بازاربیاراشه مینه@دادی دالی وی احمدالله ورورته مننه

اول الرحمن رودوال 01.01.2011 10:23

قدرمن ډاکټر صاب سلامونه او ښی چاری
ټپه ییزی دی ډیری ښکلی لیکلی دی بری درته غواړم
زما په اند ټپه ییزی د پښتو د فلکلوری ادب (لنډیو) د بډایینی لپاره یوه بله زیاتونه ده مگر د لنډیو د مصرو تړاو په پام کی نیول د ټپه ییزو مالگه پوره کوی
پر مخ درومه الله دی مل شه

باركوال مياخېل 30.12.2010 08:08

آرين جانه
سلامونه
كه څه هم ځينې دوستان د ټپه ييزې (چي زه ورته په ټوكو لنډه ييزه وايم) سره جوړ نه دي او وايي چي په دې كار سره ولسي ټپې خرابېږي، خو ځينو ملګرو چي ښې ټپه ييزې ليكلې دي خوند راكوي، له هغې ډلې څخه زما ګران ملګرى حنيف حيران دى، ستاسې دا څو ټپه ييزې مي چي ولوستلې، خوښې مي سوې، هڅه وكړئ ولسي لنډۍ را واخلئ او ټپه ييزې ترې جوړې كړئ او كوښښ وكړئ چي د لنډۍ پاسنۍ درې مسرۍ هم له لنډۍ سره داسې تړل شوې وي چي د مفهوم او مضمون له پلوه د يوۀ واحد شعر يا نظم بڼه ولري.

احمد الله 29.12.2010 18:29

په څنګ را ګورې نازنینې
له زړه مې څاڅې په خدای وینې
ښایست دې ډير دی ګل ورینې
کميس دې تور مټې دې سپينې
لکه ښامار چې تر چندړ تاوشوي وينه
ارینه وروره دا یوه خو خوندوره ټپيزه ليکـــــــــــــــــــلې د نورو په هيله

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
د محمدالله ارین احمدزي پاڼه