Banare

غزل////د مینې درد د زړګي ســــــــــر وسیځي ------- ځينې غمونه سم ځيګـــــــــــــر وسیځي

08.12.2010 12:21

غزل

د مینې درد د زړګي ســــــــــر وسیځي

ځينې غمونه سم ځيګـــــــــــــر وسیځي

دغه دستور د زمانې دی ګــــــــــــوره

ځينې درمل هم سم پرهر وسیــــــــځي

دا چې د مینې لارویان دي ګـــــــــوره

د دوی یادونه مازدیګر وسیـــــــــــځي

ځينې ځانونه کړي ګذار ســـور اورته

د ځینو یاد ښکلی دلبر وسیـــــــــــځي

ځينې شورلي پاولي له پښو ترې باسي

ځينې تاریخ بیا د ګودر وسیــــــــــځي

دا د ارین د شاعرۍ دســــــــــتور دی

ځینې وخت یاد کې د دلبر وسیــــــځي

فواد دلسوز 11.06.2013 17:41

اباد اوسے‎ ‎

يو څوک 30.05.2011 12:48

شاباس تکړۀ شه چې شعر ليکل پرې نه ږدې ارين صېب وېم حميد مومند بابا قدم جګ کړی او تا پرې ايښی شعر دې دومره باريکي لري چې پوښتنه يې مه کوه. سم سم غني خان يې غني خان.
په درنښت
يو څوک

yaw_sok@yahoo.com

یو څوک صیب مننننننننننه خو ډير افراط مه کوه موږ په شعر او شاعري کې لا ماشومان یو او اوس اوس یو نیم قدم اخیستی شو خو خیر زه تا غوندې بې نومو سره ډير مخ شوی یم په هر حال ته به هم یوه ورځ پیدا شې خو بیا دې هم له دومره افراط او مبالغې څخه ډيره ډيره مننه خو کاشکې دې دا تبصره په خپل اصلي نوم........ کړې وۍ.

ورور دې

ارین

وحید احمدزی 22.12.2010 12:56

ډیره ښکلی لیکنه شوی ده
زما په اند که چیری لګ کلیوال ټکی پکښی استعمال کړی نو انشا الله چی نور به هم ښه شی

نيمګړی الهام 08.12.2010 16:20

زړګيه سلامونه تاسو خو دومره غټې تبصرې کړې دي چې د غزل او شعر خوند مو له سره وړی دی ټوکه مې وکړه احمدزي صاحب ډېر ښايسته غزل ليکلی خداي دې همداسې مين ساتي چې غزل يې په زړه منګولې خښې کړي .
په ډېره مينه
نيمګړی

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
د محمدالله ارین احمدزي پاڼه