Banare

غزل/////سترګې دې سمې غړوه چې ستانکزی مړ نشي ------- پکې رڼا ده د ګولۍ په څېر رڼا ده پکې

04.12.2010 16:00

غزل

سترګې دې خداي له بدو سترګو ساته

پکې رڼا ده د سپوږمۍ په څېر رڼا ده پکې

د تورو دښتو مساپر يمه له لرې ښکاري

پکې رڼا ده د کيږدۍ په څېر رڼا ده پکې

اور اخلم کله چې په تريو کتل کړي

پکې رڼا ده د ګګرۍ  په څېر رڼا ده پکې

د ناز کاتۀ يې هم زړګيه ډېر په بيل انداز دي

پکې رڼا ده د تروږمۍ په څېر رڼا ده پکې

سترګې دې سمې غړوه چې ستانکزی مړ نشي

پکې رڼا ده د ګولۍ په څېر رڼا ده پکې

 ........................................

صفي الله ستانکزی


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
د محمدالله ارین احمدزي پاڼه