Banare

غزل

04.12.2010 08:08

غزل

  تا چې په ما باندې ښکلا خوره کړه

لکه ائینه مادې رڼا خوره کړه

 درد مې احساس ته دشعر ژبه ورکړه

لکه شپلۍ چې مې غوغا خوره کړه

 هسې مو یو بل ته تر شا وکتل

خلکو زمونږ دعشق افوا خوره کړه ا

 څومره مهین مې شول شډل شعرونه

ستا چې اروا پکې معنا خوره کړه

 جنون پیرزو کړ زمانې راباندې

ستا محبت پکې سوداخوره کړه

 لکه رڼا او اور سرحد نه لرو

په مونږ کې عشق یوه ارواخوره کړه

 پکې پرتو اوښکو امین ویلو

(حسن) چې لپوکې دعاخوره کړه

 

...................

ډاکتر حسن-لندن


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
د محمدالله ارین احمدزي پاڼه