Banare

غزل

08.11.2010 13:42

غزل

څوک به کړي دعشق کیسه زه به در یاد شم
لاس به ږدې ورته په خوله زه به در یاد شم

په تصویر مې که دوخت دوړې خورې شوې
مخ ته ونیسه ائینه زه به در یاد شم

په غمونو به دورځې ځان غلط کړې
خو تیاره چې شي خوره زه به در یاد شم

مورکۍ به دې علت داوښکو پوښتي
ورته پیاز به کړې پلمه زه به در یاد شم

نا څاپي به له همځولو شې اوچته
لاس به ونیسې په زړه زه به در یاد شم

ډاکتر حسن-لندن

محبوب خو ګيا نې 05.01.2011 08:52

سلامونه ډاکتر صاحب ډ ير ښا سته غزل دليکې الله دی عمر ډير کړه <br /><br />ښاسته ژوند درته عواړم

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
د محمدالله ارین احمدزي پاڼه