Banare

غزل////داچې له جانانه پردﺉ شوﺉ یم ــــــــــــ زه مې له خپل ځانه پردﺉ شوﺉ یم

26.10.2010 12:15

 غـــــــــــــــــــــزل 


داچې له جانانه پردﺉ شوﺉ یم

زه مې له خپل ځانه پردﺉ شوﺉ یم


وچ به شمه زه د للمې ګل یمه

خلکه له بارانه پردﺉ شوﺉ یم


ژاړمه کوڅه په کوڅه ګرځمه

خدای خبر له چانه پردﺉ شوﺉ یم


وبه کړې آرمان خو زه به نه یمه

زه به له جهانه پردﺉ شوﺉ یم


نن مې راته خپل تصویر دا وویلې

وه سلیمه! تانه پردﺉ شوﺉ یم


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
د محمدالله ارین احمدزي پاڼه