Banare

غزل// ستا ډيوې مې د مچکو تصور ته بلولې-------- چې تياره يې په انګړ کې ستا د غم خوره وره شوه

24.10.2010 07:14

غزل

زما له سترګو والوتله په ټول چم خوره وره شوه
چې خوشبو دې زما د اوښکو په شبنم خوره وره شوه

په سفر يې د اسرارو د هستۍ ځان سره بوتلم
لکه لار هسې مې مينه تر قدم خوره وره شوه

د هوسا زندګۍ لمر ته د خنجر له سيوري راغلل
چې رڼا په کومو خلکو د قلم خوره وره شوه

کله شخړه وي په خېټه کله جنګ په حقيقت وي
قبيله چې کله دلته د ادم خوره وره شوه

ستا ډيوې مې د مچکو تصور ته بلولې
چې تياره يې په انګړ کې ستا د غم خوره وره شوه

لکه ولوېږي رڼا چې په آيينه او وپړکېږي
هسې ستا په مخ مې مينه په عالم خوره وره شوه

د "حسن" د عمر پاڼې د خزان باد رېژولې
چې وږمه دا ستا د حُسن د موسم خوره وره شوه

ډاکټر حسن

asd 01.11.2010 18:43

mainless poem

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
د محمدالله ارین احمدزي پاڼه