Banare
غزل
19.10.2010 11:37
په سپين کاغذ لکه کوتره الوته خبره
دباز نوکاروکې په وينو لمبيده خبره
دتورو شپو په سيند لاهو شوم بيلتون وخوړمه
لکه ښامار داسې مې زړه نه تاويده خبره
لکه دروح په وچو للمو باندې اوري باران
داسې په زړه مې اوريدله ستا خوږه خبره
دا شومه مينه مې په چا باندې پيرزو کله ده
ګني دورايه ښکاريده لکه اينه خبره
زرکې په سرو سترګو کو کارې دبيلتون کولې
زړګئ يې صبر کړو چې هسې اوږديده خبره
انجنیرمحراب الدین 27.10.2010 19:12
سلامونه او نیکی هیلی ومنی :زه دغزنی ولایت دټول ټاکنو دپایلو اعلان ته زړه نه ښه کوم٠ ځکه که همدا پایلی دعمل جامه واغوندی نو ده ځینو قومی مشکلاتو شاهدان به شو٠داځکه چی دپښتنو څخه کوم استازی ندی ټاکل شوی٠
نيمګړی الهام 20.10.2010 16:58
سلامونه او نېکې هيلې
ښايسته غزل دې ليکلی خو د شعرونو پرله پسې يا هم ( ژر ژر ) ليکل ګټې هم لري او په خپل ځاي زيان هم کوي ګټې يې همدا دي چې د انسان شاعري لا هم په ښکلو ښکلو او ښکلو پسې ليواله او غزونې کوي او هم په عامه اصطلاح شاعري پخوي خو زيان يې دا دی چې د شاعر هر يو شعر به د ځېنو خلکو د خوښې وړ نه وي بيا هم په ټوليز ډول ښايسته غزل دې ليکلی . زما يې دا بيت خوښ شو ځکه چې ډېر ساده خو ښايسته ليکل شوی .
لکه دروح په وچو للمو باندې اوري باران
داسې په زړه مې اوريدله ستا خوږه خبره
Aminullah 20.10.2010 10:13
>>> nor drta de allah pak na ghwarem chi khaysta ghazalona wolekey
pa dera mena Aminullah
Rooh ullah 19.10.2010 16:49
Salamuna khu da khug afghanistan di her nashe dir khwgiga ma
ټولې تبصرې
ستاسو تبصره
لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
د محمدالله ارین احمدزي پاڼه